د جګړى فکرونو کابل خوځولى دى

داسى ويرى دي چى پر عراق د متحدو ايالاتو حمله به نړيوال پام له افغانستان څخه واړوي.

د جګړى فکرونو کابل خوځولى دى

داسى ويرى دي چى پر عراق د متحدو ايالاتو حمله به نړيوال پام له افغانستان څخه واړوي.

Monday, 21 February, 2005

پداسى حال کى پر عراق حمله کيږي، افغانان انديښنه لري چى د سولى لپاره د دوى له هڅو څخه به پاملرنه او سرچينى بلى خوا ته واړول شي. دوى ويره لري چى د بهرنيو ځواکونو د شمير کمول به افراطيونو ته اجازه ورکړي چى بيا د ځان لپاره د پښى ايښودو ځاى پيدا کړي.


د کابل پوهنتون محصل عبدالحميد زلمى هغه مهال د ډيرو خلکو احساسات منعکس کړل چى ويي ويل: موږ به د خلکو هير شو او د بشريت دښمنان به بيا پر افغانستان جګړه ور وتپي، او دا د يوه کال سوله او امنيت به پاى ته ورسيږي.


پر عراق د جګړى خبرونو د افغان د نوي کال پر نمانځنى چى د مارچ په ٢٠ چى عمومي رخصتي وي سيورى غوړولى و. د کابل کوڅى چى اکثره پر دغه مهال د خلکو له ګڼه ګوڼى ډکى وي ، ځکه خلک شيان رانيسي، خوراک او څښاک کوي او دوستان ويني، ټولى تشى او کراره وى.


د راتلونکى ورځى ماسپښن د خلکو له خوا نمانځنو زور واخيست، خو ډير افغانان د جګړى د اغيز په اړه انديښمن دي. د کابل پوهنتون محصلى فاطمى ناسمي وړاندوينه وکړه چى د طالبانو د بقاياو له خوا بريدونه به زيات شي. که چيرى متحده ايالات پر عراق حمله وکړي نو بنياد گر به په غصه شي او د ښځو پر تعليم به بنديز ولګوي. د هيواد امنيت به له ګواښ سره مخامخ شي.


په کابل کى عادي خلک پر نړيواله سوله ساتو ځواکونو اتکا کوي، تر څو هغه امنيت رامنځ ته کړي چى په ډيرو سيمو کى له منځه تللى. په تير مني کى پس له ٢٣ کلونو د شپى له خوا ګرزبنديز ليرى شو. په ولايتونو کى ډير لږ ثبات رامنځ ته شوى، ځکه حکومت پر سمه ايزه قومندانانو او جنګسالارانو د کنترول په تر لاسه کولو کى ستونځى درلودى.


د پخواني قومندان بريد جنرال حيلمي آکين زورلو په وينا نړيوال سوله ساتي ځواکونه چى مشري يي د ترکيي له خوا کيږي او تر د فبرورۍ له مياشتى يي د مشرى موده اوه نيمو مياشتو ته ورسيده ، پر امنيتي تدابيرو يي په غور سره کره کتنه وکړه.


هغه وويل: مختلفو امنيتي ځواکونو په بشپړه توګه هماهنګي نه درلوده او يونيفورم يي هم نه درلود چى له عادي خلکو يي توپير وشي. موږ په کابل کى د عملياتو يو ګډ مرکز تاسيس کړ او دغه راز مو د آيساف، د دفاع وزارت او کورنيو چارو د وزارت تر منځ کاري اړيکى رامنځ ته کړى.


جنرال زياته کړه: سوله ساتو دغه راز د خلکو او ګاډو له پاره د پوليسو پاټکونه جوړ کړل، د پلازمينى پر شا او خوا مو ٦ امنيتي پوستى جوړى کړى او د تراهګرو د ناڅاپي حملى په وړاندى مو مشرح پلانونه جوړ کړل.


د کابل يوه اوسيدونکي سيد نصراله وويل: که څه هم په پلازمينه، خوست او قندهار کى پر آيساف او امريکايي ځواکونو حملو په دى وروستيو مياشتو کى يو څه نظر راپيدا کړ چى په راتلونکي کى به څه کيږي. که يو ځل امريکان په عراق کى بوخت شي نو دوى به افغانستان هير کړي. مخالف ځواکونه به په ځانګړي توګه په کابل کى له دى څخه ګټه واخلي تر څو دموکراسي ته زيان ورسوي. هغه زياته کړه له هغه راهيسته چى د حملى کولو اعلان شوى د تيلو بيه لوړه شوى او د افغانۍ ارزښت راټيټ شوى.


تيره مياشت جرمني د آيساف قومنده واخيسته، او ځنيو کابليانو ويره درلوده چى د بن د حکومت د جګړى ضد دريځ به سوله ساتي ځواک ژمنتيا ته زيان ورسوي. خو د دوى قومندان جنرال ناربرت، وان هيست دا ګنګوسى ژر له منځه يوړى . هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته پر عراق د جګړى له پيل څخه يو څو ورځى وړاندى وويل: که چيرى په عراق کى جګړه پيل شي د آيساف ځواکونه به افغانستان خوشى نه کړي، او دا کاملا يو جلا ماموريت دى.


د آيساف ځواکونو دغه راز هڅه کړى چى خلکو ته بيا ډاډ ورکړي چى د دوى شته والى به په دغه ځاى کى له منځه ولاړ نه شي. د ټولنى له مشرانو او له ملايانو سره په ښوونځيو او کوڅو کى په خپلو دوامداره تماسونو کى ، دوى خلکو ته ويلي چى دوى به خپل کار ته د پخوا په شان دوام ورکړي.


پداسى حال کى چى پر عراق هوايي بريدونه نژدى شول، په کابل کى د آيساف او پوليسو ګزمه زياته شوه او په لويو ځايونو کى پوستى جوړى شوى، خو کوڅى آرامه دي. وا نهيست وويل: د آيساف دنده دا ده چى له افغان چارواکو سره د امنيت په ساتنه کى مرسته وکړي. کابل آرامه دى او په عراق کى د جګړى پر مهال به هم همدغه حالت دوام ومومي. خلک بايد ډاډ ولري چى موږ به امنيت تامين کړو.


Frontline Updates
Support local journalists