د ځوانانو مناظره:رسنۍ د عادلانه ټاکنو لپاره مرکزي حيثيت لري

د ځوانانو مناظره:رسنۍ د عادلانه ټاکنو لپاره مرکزي حيثيت لري

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

په مناظره کې وويل شول، د هېواد لرو بر مليونونه افغانان د برښنا د کمښت له امله راديو او تلويزيون نشي اورېدلای او ليدلای.

دا موضوع د د سمبر په ١٥ نېټه په مزارشريف کې د بلخ پوهنتون محصلانو ته د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې وويل شوه.

په بلخ ولايت کې د يوې خصوصي راديو خاوند، نجيب پیکان وويل، د نيمگړې برښنا له امله د اپريل د ولسمشريزو ټاکنو په اړوند په لسگونه معلوماتي پروگرامونه د خلکو غوږونو ته نه رسيږي.

د غونډې يو بل ويناوال، د ژورناليزم د پوهنځي استاد، سيد مصطفی حبيبي وويل، له دې ستونزو سره سره رسنۍ حساب ته د حکومت د راکښلو لپاره يو بنسټيز او اړين ميکانيزم بلل کيږي. نوموړي محصلانو ته په ټينگه وويل، ټولې رسنۍ ناپيېلې نه دي، د رادېو، تلويزيون او چاپي رسنيو د ښه کولو لپاره ډېر کار او زيار ته اړتيا ده.

د کاظم حيدري په نامه يو ژورنالست، چې د وينا والو په ډله کې ناست و، ومنله چې د رسنيو لپاره د هغوی د بې پريتوب ثبوت ډېر مهم دی. ښه ژورناليزم دا دی چې د اوازو او گونگوسو د خپرولو مخه ونيول شي او پر حقيقت باندې تمرکز وشي.

هغه وويل: "که ولېدل شوه چې يوه رسنۍ د يوه ټاکلي نوماند په گټه کار کوي، نو خپل ټول اعتبار له لاسه ورکوي."

سخيداد مهدي يار د بلخ پوهنتون د ژورناليزم محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists