د ځوانانو مناظره:د اپرېل ټاکنې تر ټولو ټاکنو غوره وې

د ځوانانو مناظره:د اپرېل ټاکنې تر ټولو ټاکنو غوره وې

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

يو مشر افغان ژورنالست وايي، له ځينو خنډونو سره سره د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې تر ټولو ټاکنو، چې په هېواد کې تر اوسه پورې سرته رسېدلي، بريالۍ ټاکنې وې.

د هشت صبح د ورځپاڼې، چلوونکي، شاهحسين مرتضوي د اپرېل د لسمې نېټې غوڼدې گډون کوونکو ته، چې د آی ډبليو پي آر له خوا د کابل په باختر پوهنتون کې جوړه شوې وه، وويل، ټاکنو ته دې د هغو معيارونو په سترگه نه کتل کيږي چې له مخې يې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې ټاکنې سرته رسيږي. 

هغه وويل: "زموږ او د نورو [پرمختللو هېوادونو] تر منځ ستر توپير دادی چې موږ لا د سفر په پيل کې يو. موږ له قومي، سمتي، تنظيمي او نورو موضوعگانو له امله رنځيږو. دلته خلک د [نوماندانو] پر پروگرامونو فکر نه کوي. خلک د قوميت، شخصي مينې او نورو شيانو پر بنسټ خپل احساسات څرگندوي."

مرتضوي ومنله چې د رايو ورکولو د پاڼو او د ټاکنو د تجربه لرونکو څارونکو د کمښت په گډون يو شمېر ستونزې موجودې وې. خو هغه وويل، ټولې ټاکنې تر پخوانيو ټاکنو ښې او غوره وې، خو د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې په ځانگړي ډول ډېرې بريالۍ وې.

هغه وويل: "ښه امنيت، د رايه ورکوونکو د شمېر زياتوالی او د څارونکو موجوديت د دې ټاکنو تر ټولو ښه ځانگړتيا وه. په ټوله کې ويلای شو چې دا ټاکنې تر پخوانيو هغو ښې وې."

د ټاکنو د خپلواک کميسون د وياند مرستيالې، حسينې شېرزاد ومنله چې د ټاکنو په بهير کې يو څه ستونزې موجودې وې، خو هغه يې يوازې تخنيکي ستونزې وبللې.

هغې وويل: "د رايې ورکولو مرکزونه او د رايو پاڼو شمېر د دوو مخکنيو ټاکنو پر بنسټ محاسبه شوی و. دا يو تخنيکي نيمگړتيا وه او په راتلونکو کلونو کې به هواره شي."

د مناظرې يو گډون کوونکي محصل، سيد نيک محمد يادونه وکړه، د ټاکنو خپلواک کميسون د رايو ورکولو ديارلس مليونه پاڼې چاپ کړې وې، په داسې حال کې څه دپاسه اووه مليونو خلکو رايه ورکړه.

هغه وويل: "هغه نورې پاڼې اوس چېرته دي؟"هغه وپوښتل، هغو سيمو ته ولې د رايې ورکولو پانې ونه لېږل شوې، چې پکې کمې شوې وې.

شېرزاد وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون د رايې ورکولو د ټولو پاڼو شمېر ځانته معلوموي.

هغې وويل: "موږ ونشو کړای د رايې د ورکولو له يو مرکز څخه بل ته د رايو پاڼې ولېږدوو، ځکه د رايو ورکولو هر مرکز ځانگړی کوډ درلود. که دا کار شوی وای، نو د درغلۍ مخه مو نشواې نيولی."

د غونډې يو بل برخوال، مسيح الله وپوښتل، د رايې ورکولو ځينې مرکزونه مخکې او ځينې وروسته پرانيستل شول، که داسې وي، نو ايا دا به اصولو د ماتولو معنا ونه لري. 

شېرزاد دا دواړه تخنيکې ستونزې وبللې، ويې ويل: "هو، د رايو ورکولو يو شمېر مرکزونو ناوخته په کار پيل وکړ. له دې امله د ټاکنو خپواک کميسون د هغې د پای موده له څلورو بجو څخه پنځو بجو ته وغځوله."

عنايت الله عمري د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists