د ځوانانو مناظره:امنيت د سترې اندېښنې په توگه پر خپل ځای پاتې دی

د ځوانانو مناظره:امنيت د سترې اندېښنې په توگه پر خپل ځای پاتې دی

Thursday, 3 April, 2014

په افغانستان کې د عذرا عزيز ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې وويل شول، امنيت او د شفافيت نشتوالی په افغانستان کې د ولسمشريزو او ولايتي ټاکنو څخه يوه ورځ دمخه لا هم د يوې سترې اندېښنې په توگه په خپل ځای پاتې و.

د مارچ په ٢٤ نېټې غونډې کې د لويديځ ولايت هرات او غزني پوهنتونو محصلانو په گډه د ويديوي اړيکو له لارې غونډه جوړه کړې وه.

يو شمېر محصلانو اندېښنه څرگنده کړه، چې د رايو ورکولو لس سلنه مرکزونه به د ياغيانو د گواښونو له امله تړلي وي.  

نورو ويناوالو وويل، ډېری خلکو ونشو کړای د رايو ورکولو کارت ترلاسه کړي.

د هرات د ولايتي شورا غړې، سکينې حسيني وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون دا بهير په ښه ډول تنظيم کړی نه و. خلکو لا تراوسه هم د رايو د ورکولو کارتونه، نه دي تر لاسه کړي، سره له دې چې په اوږدو ليکو کې ساعتونه، ساعتونه ولاړ وو. موږ بايد دا راز ستونزې ونه گالو."

د غزني ولايت د ژورنالستانو د اتحاديې مشر، اسدا لله جلالزي وويل، په غزني ولايت کې ستره اندېښنه د امنيت نشتوالی دی. هغه وويل، داسې يو شمېر ولسوالۍ شته چې د تېرو شپږو کلونو راهيسې د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

هغه وويل: "بې ثباتي او په لرې پرتو کلو کې د ټاکنو په اړه د خلکو د معلوماتو نشتوالی او د رايه ورکونکو د شمېر لږوالی ټولې ننگونې دي."

د غزني [پوهنتون استاد]، جمعه خان همدرد وويل، له دې اندېښنو سره سره هغه په دې اند دی چې د اپرېل د پنځمې نېتې ټاکنې به د رايه ورکوونکو د شمېر د زياتوالي له امله يو ستر برياليتوب وي. 

هغه وويل "آن پرمختللي هېوادونه د ټاکنو پر مهال له ستونزو سره مخامخ کيږي. بايد موږ اجازه ورنه کړو زموږ په وړاندې پرتې ننگونې ټول بهير ناکام کړي."

د ميرويس صبور په نامه يوه برخوال له ويناوالو وپوښتل، رايه ورکوونکي څنگه کولای شي يوه نوماند ته د رايو د ورکولو په اړه پرېکړه وکړي. د مدني ټولنې يو فعال، خليل پارسا وويل، په مخکنيو ټاکنو  کې زياتره خلک د نوماندانو د پيسو او زور تر اغېز لاندې راغلي وو.

نوموړي زياته کړه: "دا فکتورنه اوس اغېزمن نه دي، ځکه خلک پوهيدلي که په دې لاره چاته رايه ورکړي، نو پايله به يې څه وي."

عذرا عزيز د هرات پوهنتون محصله او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبرياله ده.


 

 

 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists