د ځوانانو مناظره: ولې په ټاکنو کې ښځينه نوماندې نشته؟

د ځوانانو مناظره: ولې په ټاکنو کې ښځينه نوماندې نشته؟

په افغانستان کې د محمد عارف انوري ليکنه

د افغانستان په شمال د مزارشريف په ښار کې گډون کوونکو محصلانو د آی ډبليو پي آر په يوې غونډې کې په سياسي ډگر کې د ښځينه استازيتوب د نشتوالي خبره راپورته کړه. 

د ژورناليزم د پوهنځي د دويم کال محصلې، محبوبې وپوښتل: "ولې د ولايت او يا هېواد په کچه د ښځو د مشرۍ سياسي ډله موجوديت نه لري؟ ټولې ډلې د نارينه گانو په لاس کې دي."

دا موضوع د دسمبر په پنځمه نېټه د هغو غونډو د لړۍ په يوې غوڼدې کې تر بحث لاندې ونيول شوه چې د آی ډبليو پي آر له خوا د افغانستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ٢٠١٤ کال د اپرېل د مياشتې د ولسمشرۍ او ولايتې ټاکنو کې د ځوانانو د فعال گډون د لوړولو په موخه جوړيږي.   

هيڅ يوې ښځينې نوماندې د دې فرصت پيدا نه کړ چې د ولسمشر حامد کرزي ځايناستې ته د مقابلې لپاره ودريږي.

د بلخ پوهنتون د محصلانو په غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي، نجيب پيکان وويل، په داسې حال کې حکومت دې ټکي ته ډېر لېوال دی، څرگنده کړي، "په خپلې دموکراسۍ کې يې"ښځې هڅولي چې په رايه ورکولو کې په "فعال"ډول ونډه واخلي، خو دې کار ته پام نه دی اړول شوی.

هغه وويل، ښځې به په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي، ځکه د ټاکنو په بهير کې د هغوی برخه اخيستل "د پايښت او شفافيت"لپاره خورا اړين دي.

محمد عارف انوري په مزارشريف کې د بلخ پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists