د ځوانانو مناظره: تر هر څه وړاندې رايه ورکړئ، خو په ډېرې هوښيارۍ

د ځوانانو مناظره: تر هر څه وړاندې رايه ورکړئ، خو په ډېرې هوښيارۍ

په افغانستان کې د عبادالله عمر ليکنه

د غزني ولايت پوهان وايي، د افغانستان ټول محصلان بايد په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي، که نه، نو دا چانس به له لاسه ورکړي چې زموږ جگړه ځپلی هېواد به د پاييدونکې او پرمختلونکې دموکراسۍ  څښتن شي.

د پوهنتون د خبرو اترو په لړۍ کې، چې د آی ډبليو پي آر له خوا جوړه شوې وه، دغزني پوهنتون مشر استاد، مصطفی صفا گوته وڅنډله، د رايو نه ورکول به دا معنا ولري چې په راتلونکې کې يو څوک د چا د حق په اړه هيڅ ونشي ويلای.

د نومبر د مياشتې د ٣٠ نېټې غونډې کې د غزني پوهنتون شاوخوا سلو تنو محصلانو برخه اخيستې وه. همدارنگه په ويناوالو کې پر صفا سربېره سياسي فعال او استاد، جمعه خان همدر، آزاد خبريال خيال محمد زماني او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون پخواني کارکوونکي او د چاپېريال د ساتنې د ادارې اوسني کارکوونکي، احمد ضيا رفعت برخه درلوده.

همدرد وويل، افغانان بايد پر دموکراتيک بهير تر هغه باور ولري چې د ٢٠١٤ کال په ولسمشريزو او لايتي شوراگانو په ټاکنو کې خپله رايه وکاروي.  زماني محصلانو ته وويل، بايد ښه فکر او سوچ وکړي چې کوم يو نوماند په ښه او غوره ډول د دوی د گټو استازيتوب کولای شي. ښه نوماند بايد د خلکو نظريې په غور واوري.

د غونډې يو برخوال محصل، محمدعالم له ويناوالو وپوښتل څنگه به د غزني هغه رايه ورکوونکي، چې د نومونو د ليکلو او کارت اخيستلو شونتيا يې نه درلوده، په رايه ورکولو کې ونډه واخلي.

صفا د دې خبرې پخلی وکړ، د پام وړ ستونزې لا په مخ کې پرتې چې بايد هوارې شي.

عبادلله عمر د غزني پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists