د ځوانانو مناظره: ښځينه رايه ورکوونکې بايد له خپل فکر څخه کار واخلي

د ځوانانو مناظره: ښځينه رايه ورکوونکې بايد له خپل فکر څخه کار واخلي

په افغانستان کې د عبادالله عمر ليکنه

په غزني ولايت کې پوهانو او سياستوالو د هغو ستونزو يادونه کړې چې د اپرېل په ټاکنو کې د رايه ورکوونکو ښځو په وړاندې پرتې دي.

د [غزني ولايت] د ښځو د چارو رئيسې، شکريې ولي وويل، له رامنځته شوو يو شمېر پرمختگونو سره سره د پراخ سياسي گډون او اشتراک په موخه د ښځينه رايه ورکوونکو په وړاندې زيات خنډونه موجود دي.

نوموړې د دسمبر د مياشتې په ٢٤ په غزني پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې ١٥٠تنو گډون کوونکو ته وينا اوروله.

ولي وويل، د ليک لوست د درجې ټيټوالي او همدارنگه پر نارينه گانو باندې د ويسا له امله ښځې نشي کولای په خپل سر کوم کار وکړي. 

هغې وويل: "د مالي تړاو، فرهنگي دودونو او نالوستۍ او نورو عنصرونو له امله ښځې نشي کولای په خپلواک ډول پرېکړه وکړي."

هغې ښځينه محصلانو ته ور په زړه کړه چې "رايه په پټه ورکول کيږي."

نوموړې زياته کړه: "که چېرته درباندې څوک فشار هم راوړي چې يوه ټاکلي نوماند ته رايه ورکړئ، خو له هغې سره سره تاسو کولای شئ د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړئ. پرېکړه ستاسو په لاس کې ده."

بل ويناوال د حقوقو استاد، امان الله تابش و. نوموړي يوه احتمالي خطر ته گوته ونيوه او هغه دا چې کېدای شي بهرني حکومتونه هڅه وکړي ټاکنې تر خپل گورت (انحصار) لاندې راولي. نوموړي په ټينگار وويل، دا خبره ځکه شوني ده، "گاونډيو هېوادونو هيڅکله نه دې غوښتې چې افغانستان دې سوکاله او خپلواک هېواد شي."

د غزني ولايت د مالستان ولسوال، ضامن علي وويل، د رايو په بهير کې د بهرني نفوذ کچه حتمي ده او دا کار به تر هغه پورې روان وې ترڅو افغانستان له بهرينو مرستو پرته پر خپلو پښو ودريږي.

عبادالله عمر د غزني پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists