د ځوانانو مناظره: ښځې په ننگرهار کې ډله ډله د رايو ورکولو کارتونه اخلي

د ځوانانو مناظره: ښځې په ننگرهار کې ډله ډله د رايو ورکولو کارتونه اخلي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې ذبيح الله غازي ليکنه

په ختيځ ولايت ننگرهار کې د خلکو د معلوماتو د کچې د برياليو پروگرامونو له امله د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې د ښځينه رايه ورکوونکو شمېره دوه برابره زياته شوې ده.

په ننگرهار کې د ښځو د چارو رئيسې، انيسې عمراني د مارچ د ٣٠ نېټې غونډې ته وويل، [زياته] شمېره يوه هڅوونکې نښه ده.

آی ډبليو پي آر په جلال آباد کې ښځينه محصلانو ته يوه غونډه جوړه کړې وه.

عمراني وويل، د ننگرهار د رايو د ورکولو په مرکزونو کې دامنيتي تالاشۍ لپاره څه دپاسه ٤٠٠ ښځينه پوليسې گومارلې شوې.

هغې وويل: "موږ نارينه گانو ته ډاډ ورکوو چې د هغوی د کورنيو ښځينه غړو ته د تالاشۍ ښځينه کارکوونکي گومارو. په دې توگه به هغوی ښځې په ټاکنو کې د گډون لپاره پريږدي."

د ټاکنو په خپلواک کميسون کې د اسما نيازۍ په نامه يوې روزونکې وويل، د ښځو د معلوماتو د کچې د لوړولو پروگرامونو بری ترلاسه کړی دی.

هغې وويل: "د پروگرام له پيل کېدو دمخه په ننگرهار کې يوازې ٢٠ سلنه مېرمنو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي وو. خو کله چې مو خلکو ته ټاکنو په اړه زيات معلومات ورکړل، دا شمېره ٤٥ سلنه ته لوړه شوه."

د ښکلا په نامه يوې ژورنالستې، چې د نورو افغانانو په څېر يوازې يو نوم کاروي، وويل، اوس زياتره ښځې  خپل حقونه پېژني او ډاډ يې تر لاسه کړی چې رايه ورکړي. 

ذبيح الله غازي د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists