د ځوانانو مناظره: رسنۍ د شکمنو ټاکنو په وړاندې

د ځوانانو مناظره: رسنۍ د شکمنو ټاکنو په وړاندې

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

دافغانستان په بېلابېلو برخو کې دمحصلانو د مباحثو وروستۍ لړۍ د رسنيو پر رول څرخېده چې کولای شي خلک د راتلونکي اپريل د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې برخه اخيستنې ته وهڅوي.

دافغانستان د آی ډبليو پي آر ټيم د نومبر داته ويشتمې نېټې غونډې کوربه توب پرغاړه درلود، چې زياتره گډون کوونکي يې د پکتيا ولايت د پوهنتون محصلان وو. دا په پکتيا کې په ټاکنو کې د گډون لپاره د ځوانانو د هڅونې په موخه د خبرواترو د پراخ پروگرام د لړۍ دويمه غونډه وه.

دويناوالو له ډلې څخه د لمر نيازي په نامه يو تن ويناوال، ژورنالست او د پکتيا د مدني ټولنې غړي پر رسنيو ټينگار وکړ چې د رايو ورکولو او د پايلې د کره رپوټ ورکولو له لارې د خلکو پر هڅولو د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کميسون سره مرسته وکړي. هغه گډون کوونکو ته وويل، چې د دېرش کلنو جگړو خلک له سياسي سيستم سره بې مينې کړي دي. 

دغونډې يوه گډون کوونکي، دانجنيرۍ دپوهنځي محصل، محمدانور مراد وويل، زياتره ځوانان د عادلانه ټاکنو د سرته رسولو له ژمنې سره سره پر هغې ډېر شکمن دي.

د پکتيا ولايت د مطبوعاتي کلوپ مشر، احسان الله مهجور وويل، د هغه په اند رسنيو په تېرو ټاکنو کې خپله دنده په ښه ډول مخکې وړې ده او بايد له دې وروسته يې هم مخه ونه نيول شي. 

په پکتيا ولايت کې دافغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون د څانگې وياند، شېرعلم فيضي وويل، غواړي د پکتيا ولايت له رسنيو سره خپل کار ته دوام ورکړي.   

عبدالرقيب نوري په گرديز کې د پکتيا پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists