د ځوانانو مناظره: په سياست کې د ښځو محدود رول تر گواښ لاندې دی

د ځوانانو مناظره: په سياست کې د ښځو محدود رول تر گواښ لاندې دی

په افغانستان کې د محمد فيصل نويد ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول چې په سياسي ډگر کې د ښځو د گډون د پراخولو هڅې له لوی خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، نورمحمد نور وويل، د پارلمان او ولايتي شوراگانو د ښځينه غړو په وړاندې چال چلن لا تر اوسه "وروستهپاتې"دی او دا ډېره ستونزمنه ده چې په دې اړه دې د خلکو نظر بدل کړای شي.

د کابل او ننگرهار پوهنتونونو څه دپاسه شلو تنو محصلانو ته په وينا کې هغه وويل، د تېرکال په جولای مياشت کې د ولايتي شورا گانو د ښځو د څوکيو د شمېر د کمولو په اړه د قانون تصويبول يوه تېروتنه وه.

هغه بدلونونه چې د پارلمان د ولسي جرگې له خوا تاييد شول، ښځو ته بېلې شوې څوکۍ له ٢٥سلنه څخه ٢٠ سلنې ته راټيټې شوې. هغه وويل، دمگړۍ د قانون جوړوونکو له ٢٤٠ څوکيو څخه يوازې ٨٤ څوکۍ ښځينه قانون جوړوونکو ته پاتې شوې دي. 

[نور محمد] نور د مناظرې برخوالو ته وويل: "اوس دا قانون تصويب شوی، بايد درناوی يې وکړو. له شک پرته دا عمل ښځو ته د يو شاته تگ معنا لري."

د آی دبليو پي آر مناظره د جنورۍ په دېرشمه نېټه په کابل کې جوړه شوې او د پلازمېنې محصلانو او همدارنگه د ننگرهار پوهنتون شاوخوا لسو تنو محصلانو پکې د ويديوي اړيکو له لارې گډون کړی وو. 

د کابل پوهنتون يوې محصلې، هاجرې د مسعودې جلال يادونه وکړه چې د ٢٠٠٤ په ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړه وه، خو د سږکال په کمپاين کې يوه ښځه هم نه ده ولاړه.

هغې وپوښتل: "موږ د ٢٠٠٤ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې يوه ښځينه نومانده درلوده، ولې دا ځل د نوماندانو په لست کې د کومې ښځينه هغې نوم نشته؟ آيا د ټاکنو په خپلواک کميسون کې کوم ستونزه موجوده ده؟"

د ننگرهار پوهنتون د حقوقو استاد، پوهاند منگل شېرزاد له دې خبرې سره موافق و، ويې ويل، د هغو ښځو په وړاندې کلتوري ننگونې لا په خپل ځای پاتې دي چې غواړي په سياسي ډگر کې رول ولوبوي.

هغه وويل: "د اسلامي او افغاني کلتور له مخې د ښځو په وړاندې يو شمېر بنديزونه او محدوديتونه شته."نوموړي د بېلگې په توگه يادونه وکړه، چې ښځې نشي کولای له نارينه خپلوان پرته له کوره ووځي. "موږ بايد دې ته زمينه چمتو کړو چې ښځې په ټولنه کې د خونديتوب احساس وکړي. ښځې د مرستې او ملاتړ حق لري."

د وږمې په نامه د ننگرهار پوهنتون يوې محصلې د ټاکنو پر مهال د امنيت موضوع راپورته کړه. هغوی وپوښتل، ايا د ښځينه رايه ورکوونکو مصؤونيت ته پام اړول شوی دی. 

هغې وويل: "زما عمده اندېښنه امنيت دی. اوسمهال چې موږ هر يو سهار له کوره راوځو، نو ډاډه نه يو، ټولې به بېرته ماښام کورونو ته ستنيږو. څنگه به ښځې دې ته زړه ښه کړي چې له کوره ووځي او رايه ورکړي؟"

[نور محمد] نور د دې ټکي په ټينگار ځواب ورکړ چې د ټاکنو خپلواک کميسون، هم د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو او هم په خپله د رايې ورکولو په ورځ د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره ټول احتياطي تدبيرونه نيولي دي.

هغه وويل: "امنيت د ټاکنو د خپلواک کميسون اجندا ده. موږ له امنيتي ادارو غوښتنه کړې چې د رايه ورکوونکو، د ټاکنو د کارکوونکو او د رايې د اچولو د توکو امينت ونيسي. موږ نه يوازې د رايې ورکولو په ورځ د امنيت غوښتنه کړې، بلکې د ټول بهير د امنيت غوښتنه مو کړې ده."

"موږ د ښځو د امنيت په اړه، په تېره بيا د ولايتي نوماندانو او د ولسمشر د نوماندو مرستيالانو د ټينگ امينت غوښتنه کړې ده." 

ښځينه نوماندې د ولسمشر د مرستيالانو په ډلې کې ولاړې دي.

د ننگرهار د ولايتي شورا غړې، نيلوفر عزيز مناظرې ته وويل، د هغې په اند افغان ښځو په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو له رانسکورېدو څخه راوروسته په سياست کې لږ پرمختگ کړی دی.

هغې وويل: "په تېرو دولسو کلونو کې په سياست کې د ښځو د گډون د پراخولو په موخه د هڅو پايلې ډېرې قانع کوونکې نه دي. موږ اندېښمن يو چې کېدای شي ښځې هغه لږ تر لاسه شوی پرمختگ هم له لاسه ورکړي."

محمد فيصل نويد د کابل پوهنتون يو محصل دي.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists