د ځوانانو مناظره: په پکتيا کې د رايو ورکولو ډېر مرکزونه پرانيستل شوي

د ځوانانو مناظره: په پکتيا کې د رايو ورکولو ډېر مرکزونه پرانيستل شوي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د سويل ختيځ ولايت، پکتيا چارواکي وايي د ولسمشرۍ لپاره په دويم پړاو ټاکنو کې د لومړي پړاو په پرتله ډېر ښه والی راغلی و.

له دې ډار سره سره چې ښايي د مخالفانو د گواښ له امله به د جون د مياشتې په ١٤ نېټه لږ شمېر خلک رايه ورکړي، خو د ټاکنو د خپلواک کميسون د وينا له مخې د اپرېل د پنځمې نېټې د ٢١٦٠٠٠ تنو په پرتله [په دې پړاو کې] ٣٥٠٠٠٠ تنو رايه ورکړه. 

د ټاکنو خپلواک کميسون ادعا کوي، هغه ستونزې يې هوارې کړې وې چې په لومړي پړاو کې موجودې وې؛ په ځانگړې ډول د رايې ورکولو پاڼې چې د رايې ورکولو مرکزونو ته يا ناوخته ورسېدې او يا لږې شوې وې.  

د مدني ټولنې فعال او ازاد خبريال، نيازالله اصيل ځاځي آی ډبليو پي آر ته وويل، د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو په پرتله [په دې پړاو کې] ډېر ښه والی راغلی و، په تېره بيا امنيتي وضع ښه وه، د رايې ورکولو پوره پاڼې ويشل شوې وې او د رايو ورکولو له يو څو مرکزونو پرته نور ټول مرکزونه پرانيستي وو.

د پکتيا ولايت د رايو ورکولو له ٢١٢ مرکزونو څخه يوازې شپږ هغه تړلي پاتې شوي وو. درې مرکزونه د زرمت په ولسوالۍ او نور د ځاځي اريوب په ولسوالۍ کې وو.

د ټاکنو د خپلواک کميسون د وينا له مخې شپږ مرکزونه د امنيتي اندېښنو له امله تړلي وو، خو د پکتيا ولايت د پوليسو د قوماندانۍ د حقوقي چارو مشر، سمونوال گل محمد له دې خبرې څخه انکار وکړ. پر ځای يې هغه وويل، د ټاکنو د خپلواک کميسون غړو ونه کړای شول چې په هغه ورځ زرمت ته ولاړ شي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، شېرعلي فيضي دا خبره ونه منله چې د ټاکنو کارکوونکي هغه ولسوالۍ ته په تگ کې زړه نازړه وو، ويل يې، د هغه کميسون د پاليسي له مخې نشي کولای له خطر څخه ډکو سيمو ته خپل کارکوونکي واستوي.

هغه وويل: "هغه مهال چې امنيت تضمين نه وي شوی، د ټاکنو د خپلواک کميسون خپل کارکوونکي او ټاکنيز توکي د رايو ورکولو مرکزونو ته نشي لېږلای.

د ټاکنو خپلواک کميسون وايي په دويم پړاو کې ٣٨ سلنه رايه ورکوونکې ښځينه وې.

حفيظ الله، چې له خپل کور څخه گردېز ته راغلی وو، وويل: "گډون ډېر پراخ وو. د لومړي پړاو د ټاکنو په پرتله ډېرو ښځو برخه اخيستې وه. دمخه يوازې نارينه گانو رايې ورکړې وې، خو دا پلا زموږ مشرانو، نه يوازې د ښځو مخه ونه نيوله، بلکې له هغوی يې وغوښتل لاړې شي او رايې ورکړې."

طالبانو د جون د مياشې له ټاکنو دمخه د بهير د گډوډولو لپاره خپلې هڅې گړندۍ کړې. د يو شمېر خلکو په وينا، دا خطر ځکه راټيټ شو چې ولسي خلکو له نژدې څخه له اردو او پوليسو سره همکاري وکړه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي، حاجي جنت خان وويل، پښتنو قومي مشرانو د سولې د تامين په موخه اضافي ځواکونه چمتو کړي وو.

هغه وويل: "موږ د امنيت د ساتنې په موخه د پکتيا په ١٣ ولسواليو کې د امنيتي پوځونو د پياوړتيا لپاره قومي ملېشې گومارلې وې. په دې ملېشو کې د قومونو ځوانان شامل وو. د رايې ورکولو له ورځې څخه ١٢ ساعته دمخه يې په هغو سيمو کې امنيت ټينگ کړ چې د رايې ورکولو مرکزونو ته ترې احتمالي خطر متوجه و."

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists