د ځوانانو مناظره: په هلمند کې زياتره خلک پر رسنيو حساب کوي

د ځوانانو مناظره: په هلمند کې زياتره خلک پر رسنيو حساب کوي

په افغانستان کې د محمد ولي زيرک ليکنه

د سويلي ولايت، هلمند د پوهنتون يوه استاد په افغانستان کې د رسنيو غوړېدا ستايلې او د هېواد په وروستې تاريخ کې يې تر ټولو ستره بريا گڼلې ده.

د هلمند پوهنتون استاد، پوهندوی نورمحمد ايمل وويل، ازادو چاپي او غږيزو (صوتي) رسنيو په تېرو ١٣ کلونو کې ډېره چټکه وده کړې ده.

هغه د فبرورۍ په ٢٣ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې شاوخوا سلو تنو محصلانو ته په وينا کې پر رسنيو سپارښتنه وکړه چې خپلې برياوې وساتي. د اپرېل د پنځمې نېټې د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاکنو په رارسېدو غږيزو رسنيو (راديو –تلويزيون) د هېواد له خطر څخه په ډکو سيمو کې خلکو ته د معلوماتو په چمتو کولو کې خورا ستر رول لوبولی دی.   

ايمل وويل: "هلمند ١٤ ولسوالۍ لري، چې زياتره يې له ولايتي مرکز، لښکرگاه څخه په لرې واټن کې پرتې دي. پر دې سيمو حکومتي کنترول غړند دی. د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي پکې نشته. رسنۍ وکولای شول په ازاد ډول د دې سيمو اوسيدونکو د ټاکنو د نوماندانو، د ټاکنو د خپلواک کميسون او د مدني ټولنو مفکورې، نظرونه [او پروگرامونه] خپاره کړي."

د وترنرۍ د پوهنځي محصل، شمس الله، په ورځپاڼو کې د نوماندانو له خوا د کمپاين د خپرو شوو اعلانونو په اړه له ويناوالو پوښتنه وکړه. د ټاکنو د ورځې له رانژدې کېدو سره سم د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په لسگونو سيالي کوونکي نوماندان هره ورځ په يو شمېر خپرونو کې ليدل کيږي.  

د ادبياتو د پوهنځي استاد، وحيدالله اميري په ځواب کې وويل، چاپي رسنۍ زياتره پر لوستو خلکو اغېز کوي، خو ډېری افغانان نالوستي دي او له دې امله زياتره په غږيزو رسنيو [رادېو- تلويزيون] ډډه لگوي.

محمد ولي زيرک د هلمند پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists