د ځوانانو مناظره: په هلمند کې د رايې مرکزونو ته د خلکو راتگ په امنيت پورې تړلی دی

د ځوانانو مناظره: په هلمند کې د رايې مرکزونو ته د خلکو راتگ په امنيت پورې تړلی دی

په افغانستان کې د محمد ولي زيرک ليکنه

د افغانستان د هلمند ناکرار ولایت کلیوالو ویلي،یوازېهغه مهال به د رايو ورکول تر غور لاندې ونيسي، چې چارواکي ورته امنيت چمتو کړي.

رايه ورکوونکو ځوانانو، چې په هلمند کې يې د فبرورۍ په ١١ د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې گډون کړی وو، وويل، د مخالفو ډلو له خوا د تاوتريخوالي گواښونه، چې له ټاکنو سره مخالف دي، په لوړه کچه پاتې دي. زيات شمېر خلک له غچ اخيستلو ډاريږي.  

د نادعلي ولسوالۍ د ځوانانو استازي، شېرخان عمري وويل، په داسې حال کې کليوال پوهيږي چې د اپرېل په پنځمه نېټه ټاکنو کې د رايې ورکولو د حق لري، خو خپل مصؤونيت به له خطر سره مخامخ نه کړي. هغه پر چارواکو غږ وکړ چې امنيت تامين کړي.

هغه ويناوالو ته وويل: "کله چې د کلي ځوانان د رايو ورکولو په اړه خبرې کوي، نو تل ډارول کيږي. ښايي هغوی [په ټاکنو کې] د ونډې له اخيستلو څخه بې برخې شي."

د ټاکنو د شکايتونو د کميسون سيمه ييز وياند، شفيق الله ساپي د غونډې برخوالو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د خونديتوب لپاره له ټولو لازمو لارو چارو اخيستل شوی دی. هغه وويل، د رايو ورکولو صندقونه ښوونځيو او جوماتونو ته راوړل شوي چې رايه ورکوونکي په اسانه ډول ورته ورسېدای شي.

هغه وويل: "اغېزمنې ټاکنې او ښه امنيت يو له بل سره تړاو لري او نه جلاکېدونکي دي. که امنيت نه وي، خو خلک به د خپلې رايې د ورکولو له حق څخه بې برخې شي."

"موږ به د رايو ورکولو صندقونه ښوونځيو ته راوړو، ترڅو کلو ته نژدې وي. چېرته چې ښوونځي نشته، نو جوماتونو ته به يې راوړو. هيڅ کومه ستونزه به نه وي."

محمد ولي زيرک د هلمند د پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists