د ځوانانو مناظره: له متحده ايالتونو سره د امنيتي تړون د ځنډ په اړه اندېښنه

د ځوانانو مناظره: له متحده ايالتونو سره د امنيتي تړون د ځنډ په اړه اندېښنه

Monday, 20 January, 2014

په افغانستان کې د عذرا عزيز ليکنه

د افغانستان په لويديځ کې د هرات ولايت محصلانو د تړون د لاسليک په اړه د ولسشمر حامد کرزي پرله پسې انکار، چې د روان کال په پای کې د ناتو تر مشرۍ لاندې پوځونو تر وتلو وروسته د متحده ايالتونو د يو محدود شمېر سرتيرو شتون تضمينوي، اندېښنه راپورته کړې ده.

کرزي د دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک ځنډولی دی. دې کار د"صفر اختيار"په اړه ډار رامنحته کړی، چې له امله به يې متحده ايالتونه خپل ټول سرتيري له افغانستان څخه وباسي. د خطر خبره داده چې طالبان به له امنيتي تشې څخه په خپله گټه استفاده وکړي.

د هرات پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد، بهروان فرزام وويل، ولسمشر دنده لري چې تړون لاسليک کړي، دا کار نه يوازې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د متحده ايالتونو پوځي مرستې ډاډمنوي، بلکې بهرنۍ پرله پسې مرستې هم تضمينوي.

فرزام د هرات د کهشکشان شرق خصوصي پوهنتون محصلانو ته په وينا کې وويل: "که چېرته [په اپرېل کې] تر ټاکنو دمخه دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک شي، ... امنيت به ښه شي او له امله به يې خلک رايې ورکولو ته وهڅيږي."

د غونډې بل ويناوال، سياسي شنونکي عبدالقادر کامل محصلانو ته وويل، د اپرېل د پنځمې ټاکنو ته ډله ډله لاړ شئ او ټول رايه ورکړئ. هغه وويل، د رايو ورکولو سمون، د ياغيانو بريدونه او د بهرنيو دولتونو لاسوهنې بايد يوې خوا ته کېښودل شي. لومړيتوب د رايو ورکولو مرکزونو ته د زيات شمېر خلکو ورتگ دی چې دا بهير د افغانستان راتلونکې ته ډېر مهم دی.    

کاملوويل: "ټاکنو ته له سلو څخه لږې ورځې پاتې دي. بايد ټول سياسي گوندونه، مدني ټولنې او په ځانگړي ډول ځوانان نور [زيات شمېر] خلک رايو ورکولو ته وهڅوي."

عذرا عزيز د هرات پوهنتون محصله اود آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې يوه خبرياله ده.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists