د ځوانانو مناظره: د رايو ورکولو بکس پر ټوپک بريالی شو

د ځوانانو مناظره: د رايو ورکولو بکس پر ټوپک بريالی شو

په افغانستان کې د محمدخان ريحان ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې واورېدل شول، د افغانستان د ټاکنو په لومړي پړاو کې د رايه ورکوونکو د شمېر ريکارډ څرگنده کړه چې هېواد د رايو په وړاندې جگړې ته "نه"وويل.

د سويل ختيځ ولايت، پکتيا د ځوانانو د ټولنې مشر، احمدشاه احمدزي وويل، د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې دموکراتيکې حکومتوالۍ او جگړې ته د پای د ټکي د کېښودو لپاره د خلکو د ملاتړ نااټکل شوی نمايش و. 

نوموړي د پکتيا پوهنتون محصلانو ته په خپله وينا کې وويل، افغانان پر دې حقيقت پوهېدلي چې جگړه او کودتا د رژيم د بدلون يوازنۍ لاره نه ده. د ولسمشر حامد کرزي د ځايناستي په ټاکلو کې د نژدې اووه مليونو رايه ورکوونکو گډون خلکو ته دا څرگنده کړه، دا دوی دي، چې د خپل راتلونکي د جوړولو وړتيا لري، نه بهرنيان.      

احمدزي د اپرېل په اتمه نېټه مناظره کې گډون کوونکو ته وويل: "زموږ خلکو وښوده چې بدلون غواړي او روانې ټاکنې د هېواد د راتلونکي لپاره يو ښه زيری و. خلکو ته څرگنده شوه چې په دموکراتيک بهير کې د هغوی رول څومره ارزښتمن دی او همدوی دي چې خپل برخليک پخپله ټاکلای شي."

افغانان تمه لري چې د جون د مياشتې په ١٤ د ټاکنو په دويم پړاو کې ونډه واخلي ځکه د اتو تنو نوماندانو له ډلې څخه يوه هم ونشو کړای له پنځوس سلنه څخه زياتې رايې وگټي.

داسې معلوميږي چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د شاوخوا ٤٥ سلنه رايو گټونکی، د بهرنيو چارو پخوانی وزير، عبدالله عبدالله او د نژدې ٣٢ سلنه رايو گټونکی، د نړيوال بانک پخوانی کارکوونکی، اشرف غني احمدزی يو د بل په وړاندې ودريږي. 

په پکتيا کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه خبرتيا د څانگې مشر، شېرعلي فيضي د مناظرې برخوالو ته وويل، دا ډېره مهمه خبره ده چې ټاکنې په شفاف ډول سرته ورسيږي.

هغه ټينگار وکړ، افغانان تمه لري د هغوی رايو ته، چې د بې شمېره خطرونو په منلو يې ورکړې، درناوی وشي. د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو خپلواک کميسون اوسمهال د ادعا شوو درغليو په سپيناوي لگيا دی.   

فيضي گډون کوونکو ته وويل: "ولس يو خپلواک او پاييدونکي هېواد ته رايه ورکړه چې د قانون واکمني پکې حاکمه وي او له ظلم او وحشت څخه خلاص وي. راتلونکی حکومت بايد د ولس غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي."

احمدزي په خپله وينا کې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ځوانانو د رول پر اهميت ټينگار وکړ.نوموړي ځوانان وستايل چې د خلکو د معلوماتو کچه يې لوړه کړې او د رايې د ورکولو لپاره يې هغوی هڅولي دي.

هغه محصلانو ته وويل: "دا ځوانان وو چې په خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو يې د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړه. همدارنگه يې د ټاکنو د بهير په څارنه او د درغليو په مخنيوي کې پرېکنډه رول ولوباوه."

د نور رحمن فرحت په نامه يوه محصل له ويناوالو وپوښتل، د هغوی په اند به د دويم پړاو ټاکنو لگښت څومره وي. تر اوسه د رپوټونو له مخې ١٢٩ مليون امريکايي ډالره لگيدلي، ٥٥ مليونه يې متحده ايالتونو، ٥. ٢ مليونه د افغان حکومت او نور پاتې د نړيوالو بسپنه ورکوونکو له خوا ورکړل شوي دي. د د دويم پړاو ټاکنو ته ٢٠ مليونه ډالره پکار دي.

د افغانستان د بشري حقونو د سيمه ييزدفتر مشر، محمد يوسف ملاتړ وويل، بل پړاو به له شک پرته زياتو پيسو ته اړتيا ولري، خو ويې ويل د پيسو لگښت هغه مهال ارزښت لري چې پايلې يې ښې وي او حکومت د حساب ورکولو وړتيا ولري.

هغه وويل: "د ولس موخه داده چې په راتلونکې کې يو ښه حکومت ولري، د بې کفايته او بې کاره چارواکو لاسونه له کاره وايستل شي او پر ځای يې پوه، عادل او رښتيني افراد وگمارل شي. بايد وړتيا د قومي او سيمه ييزو تړاوونو ځای ونيسي."

محمدخان ريحان د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists