د ځوانانو مناظره: د پکتيا ښځې دې هرو مرو رايه ورکړې

د ځوانانو مناظره: د پکتيا ښځې دې هرو مرو رايه ورکړې

په افغانستان کې د محمد خان ريحان ليکنه

د افغانستان په سويل ختيځ ولايت، پکيتا کې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، ښوونکي، قومي مشران او محصلان دنده لري چې د ټاکنو د خپلواک کميسون له کار سره مرسته وکړي.

په پکتيا کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د تعليمي برخې مشر، محمد يوسف ملاتړ وويل، د اپرېل د پنځمې ټاکنو په اړه په ښه ډول د خلکو د پوهې د کچې لوړول د دې ډلو په کلک ملاتړ پورې اړوند دي.

نوموړي گوته وڅنډله، د هغوی له ملاتړ پرته به زياتره افغانان د ټاکنو پر اهميت پوه نشي او دا فرصت به له لاسه ورکړي چې د خپل هېواد راتلونه بڼه وټاکي. 

ملاتړ وويل، ښځې هم بايد وهڅول شي چې د هېواد غړنده دموکراتيک سيستم پياوړی کړي. 

هغه [د مناظرې برخوالو ته] وويل: "د معلوماتو د کچې لوړل يوازې د ټاکنو د خپلواک کميسون دنده نه ده. دا د ښوونکو، محصلانو، قومي مشرانو او ښوونيزو موسسو دنده ده چې خلکو ته ووايي، ټاکنې څنگه د هغوی د ژوند تگلوری بدلولای شي."

د آی ډبليو پي آر له خوا جوړه شوې دا مناظره د نومبر د مياشتې په ٢٧ د گردېز په پکتيا پوهنتون کې جوړه شوې وه. د پکتيا ولايت د ښځو چارو رئيسه، نسرين اورياخېل او په نوموړي ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه پوهاوي د څانگې کارکوونکی، شېرعلي فيضي يې ويناوال وو.

فيضي د غونډې برخوالو ته وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې خلکو ته د ولسمشريزو او لايتي شوراگانو د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي. دې هڅو ښه پرمختگ کړی دی.

نوموړي يادونه وکړه د پکتيا د نوم ليکونکو له ډلې څخه ٤٤ سلنه يې مېرمنې دي. هغه دا هم وويل، د هغوی کميسون لرې پرتو سيمو ته خپلې ډلې استولي چې د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي.

هغه وويل: "موږ په کلو کې د ښځو د معلوماتو د کچې د لوړلو پروگرامونه پيل کړي دي. موږ د نوم ليکنې گرځنده ډلې نورو سيمو ته استولي چې ښځې وکړای شي په ټاکنو کې برخه واخلي."

د طب يوې محصلې، ريحانې اندېښنه څرگنده کړه چې ښځينه رايه ورکوونکې د رايې ورکولو په مرکزونو کې له رښتينې گواښ سره مخامخ دي. اورياخېل هغې ته وويل، د ولايت مرکزې برخې خوندي دي، ښځې کولای شي دلته رايه ورکړي.

هغې زياته کړه: "ښځې بايد د افغانستان د راتلونکي په خاطر په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي."

محمدخان ريحان د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists