د ځوانانو مناظره: د ننگرهار مشران د دويم پړاو ټاکنو د برياليتوب اټکل کوي

د ځوانانو مناظره: د ننگرهار مشران د دويم پړاو ټاکنو د برياليتوب اټکل کوي

Thursday, 15 May, 2014

په افغانستان کې د فاضل ليکنه

د ختيځ ولايت، ننگرهار ځايي مشرانو دا گونگوسې رد کړې چې گوندې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنو کې به د لومړي پړاو په پرتله ډېر لږ شمېر رايه ورکوونکي گډون وکړي.

د مدني ټولنې يو فعال، محمد انور سلطاني وويل، افغانان به د دوو مخکښو نوماندانو د دويم پړاو په ټاکنو کې، چې د جون په ١٤ نېټه په پام کې نيول شوي دي، په "وياړ گډون وکړي."

نوموړي د ولايت په مرکز کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د وينا پرمهال وويل، دا حقيقت چې د لومړي پړاو په ټاکنو کې اوو مليونو رايه ورکوونکو گډون وکړ، د دې ښکارندويي کوي چې هېواد له جگړې ستړی دی. 

سلطاني ادعا وکړه، اوس په افغانستان کې د خلکو نظر زياتره د سولې، ټيکاو او په پراخ ډول د يو ازاد او دموکراتيک حکومت په اړه دی.

هغه د می د مياشتې د ١٣ نېټې غونډې ته وويل: "د هېواد سياسي او امنيتي دريځ ته په پام د داسې ټاکنوسرته رسول ستونزمنه خبره وه چې ډېری افغانان پکې رايه ورکړي. خو له ټولو اټکلونو سره سره نژدې اووه مليونه رايه ورکوونکي د رايو ورکولو لپاره د ټاکنو مرکزونو ته لاړل. دا په ښکاره ډول پر سولې او دمومکراسۍ د خلکو باور څرگندوي."

د آی ډبليو پي آر مناظره په جلال آباد کې د التقوی د لوړو زده کړو په خصوصي انستيتوت کې جوړه شوې وه.  په ويناوالو کې د يوې مدني ټولنې، ځلاند افغانستان د بنسټ مشر، انعام الحق احساس او د پوهنتون استاد، عرفان الله قريشي شامل وو. 

سلطاني د رسنيو، د مدني ټولنې د موسسو او د اپرېل د ټاکنو په څارنه کې د خلکو د استازو په محوري رول رڼا واچوله. د رايې اچولو په هغو مرکزونو کې، چې د ټاکنو لږ شمېر کارکوونکي پکې موجود وو، ژورنالستانو او پخپله رايه ورکوونکو د درغليو د ادعاگانو په اړه اغېزمن رپوټونه چمتو کړي وو. 

نوموړي پر همدغو انستيتونو او د خلکو پر استازو غږ وکړ چې په دويم پړاو کې هم همدا برياليتوب تر لاسه کړي او گوته يې وڅنډله چې د ټاکنو د بدنامولو لپاره دې فساد ته اجازه نه ورکوي.

هغه وويل: "که چېرته ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، ولس به يو ځل بيا په ډېر وياړ برخه پکې واخلي."

احساس د مناظرې گډون والو ته په وينا کې وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون بيا په دويم پړاو کې له زيات شمېر ننگونو سره لاس او گرېوان دی.

هغه د گډون کوونکو پام دې ټکې ته واړاو چې د ټاکنو مشروعيت يوازې د ياغيانو د بريدونو له گواښ سره مخامخ دی. همدا راز هغه په لومړي پړاو کې په خپله خوښه د څارونکو په توگه د ځوانانو د برخې اخيستلو ستاينه وکړه.

هغه وويل: "د افغانستان ځوانان پوهيدلي چې د مشروع حکومت رامنځته کولو ته له ټاکنو پرته بله لار نه لري. هغوی په لومړي پړاو کې په ډېر ښه ډول په خپله خوښه او له گټې پرته د ټاکنو د بهير د څارنې او نظارت دنده سرته ورسوله."

فاضل د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.  

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists