د ځوانانو مناظره: د خوست سيمه ييزې رسنۍ مسؤول ژورنالېزم ته ژمنې دي

د ځوانانو مناظره: د خوست سيمه ييزې رسنۍ مسؤول ژورنالېزم ته ژمنې دي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د افغانستان په ختيځ ولايت خوست کې د رسنيو شبکو ژمنه کړې چې څه دپاسه دوه اوونۍ  وروسته راروانې ټاکنې به په ښه او ناپلوي ډول تر پوښښ لاندې راولي.

د ملي احساس د سيمه ييزې ورځپاڼې مسؤول چلوونکی، سپين روان نورزي وايي، يو شمېر رسنيو گډې غونډې کړي چې د خپلواک رپوټ ورکولو پر اړتيا ټينگار او د اپرېل د پنځمې نېټې د ولسمشريزو او ولايتي شورگانو د ټاکنو شننه وکړي.

هغه د آی ډبليو پي آر د يوې مناظرې برخوالو ته، چې د مارچ د مياستې په ١٣ جوړه شوې وه، وويل، ځايي رسنۍ سل په سلو کې د عادلانه  او کره ژورناليزم رامنځته کولو ته ژمنې دي. دا دواړه خلکو ته معلومات چمتو کوي او نوماندان د خپلو تگلارو او عمل په وړاندې ځواب ويونکي بولي. 

هغه څرگنده کړه، د سيمه ييزو رپوټ ورکوونکو لست، چې د ټاکنو په اړه کار کوي، لا له وړاندې چمتو شوی او په دې ولايت کې د ټولو رسنيو ادارو ته په دې موخه استول شوی دی، چې د رايو د ورکولو د مرکزونو د ډاډمن پوښښ لپاره زيار وباسي. 

نورزي وويل: "رسنۍ په دې اړه سره سلا شوي چې په ناپلوي ډول د ټاکنو پوښښ ته ژمن پاتې کېدل د هغی دنده ده."

د آی ډبليو پي آر له خوا رابلل شوې مناظرې ته د خوست د پوهنتون څه دپاسه سل تنه محصلان او د ځايي رسنيو استازي راغلي وو. د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ او د مدني ټولنې فعالان، محمد جلال حقيقت ځدران او سيد رحمن ايماق د ويناوالو په ډله کې وو.

د غوڼدې ويناوال، مبارز ځدران وويل، رسنۍ پر دې پوهيږي چې ناسم او غير کره رپوټونه به خلک په داسې يو مهال کې پر ناسمې لارې روان کړي چې ټاکنې د برياليتوب لپاره شفافيت او روڼټوب ته اړتيا لري.

يو شمېر خپلواکو او حکومتي شنونکوپه پرله پسې ډول پر دې اهميت ټينگار کړی چې ازادې او عادلانه ټاکنې د يو سوکاله او غوړېدلي افغانستان لپاره لومړنی گام گڼل کيږي.

څدران وويل: "له رسنيو او خبريالانو سره د غونډو په تعقيب موږ په پوره ډاډ ويلای شو چې د خوست په ولايت کې به رسنۍ ناپلوې پاتې شي."هغه د دې خبرې تکرار وکړ چې هيڅ کومه رسنۍ به د کوم ځانگړي نوماند ملاتړ ونه کړي.

رحيم گل نايل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists