د ځوانانو د مناظری موضوع:محصلان د ټاکنو د قانون په اړه اندېښمن دي

د ځوانانو د مناظری موضوع:محصلان د ټاکنو د قانون په اړه اندېښمن دي

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

د بلخ ولايت محصلانو د ټاکنو د يو لړ قوانينو د سمون غوښتنه کړې چې د هغوی د ادعا له مخې يې په سياست کې د زيات گډون په موخه د ځوانانو مخه ډب کړې ده.

په مزارشريف کې د پوهنتون محصلانو، چې د آی ډبليو پي آر له خوا يې په يوې مناظرې کې گډون کړی و، پوښتنه وکړه، ولې اساسي قانون له ٢٥ څخه د لږ عمر خاوندان او يا د ١٢ ټولگي د نه بشپړولو له امله نشي کولای ولايتي شوراگانو ته ځانونه ونوموي. 

محصلانو وويل، د قانون له مخې يو زيات شمېر وړ نوماندانو ونشو کړای ځانونه ونوموي، په داسې حال کې چې افغان مشران بايد په سيمه ييزو حکومتونو کې د پراخ گډون لپاره خلک وهڅوي.

يو محصل وپوښتل: "ولې د ټاکنو قانون وايي، يوازې پنځه ويشت کلن يا له هغې څخه د پورته عمر خاوندان کولای شي د ولايتي شوراگانو ټاکنو ته ودريږي؟ آيا فکر نه کوئ، دا کار د هغه چا وړتياوې ځپي چې عمرونه يې ټيټ دي، خو بيا هم غواړي ځانونه ونوموي؟"

د فضل الرحمن فکرت په نامه د مدني ټولنې يو فعال دا ومنله چې د ولايتي شوراگانو لپاره د عمر اوسنی محدوديت د اندېښنې وړ دی. محصلان حق لري چې خپلې نيوکې د خلکو غوږونو ته ورسوي.

نوموړي زياته کړه: "دا محدوديتونه به ترهغه روان وي او د افغانستان د ځوانانو په لاره کې به خنډ وي، ترڅو يې په وړاندې مبارزه ونشي."

د آی ډبليو پي آر مناظره د دسمبر په ١٩ په بلخ پوهنتون کې جوړه شوې وه او نږدې سلو تنو محصلانو پکې گډون کړی وو.

په بلخ ولایت کې د افغانستان د بشري حقونو د خپواک کميسون مشر، سيد محمد سامع د پيسو د اندازې په اړه خبرې وکړې چې ولسمشرۍ ته يو نوماند يې ټاکنيزې مبارزې په اوږدو کې د لگولو واک لري. 

هغه وويل، لس ملیون افغانی ډېرې لږې پيسې دي. "نوموړې دغه اندازه پيسې آن د کمپاين د کاغذونو د چاپ لپاره نه بس کيږي، نور لگښتونه خو لا پرځای پريږدئ."

د خبرو اترو په اوږدو کې يوه بله نيوکه په ولسي جرگې کې د څوکيو د بېلولو په اړه وه.  

د حقوقو او سياسي پوهنځي يوې محصلې، زينت له ويناوالو وپوښتل، ولې لس څوکۍ پښتنو کوچيانو ته بېلې شوې دي. هغې وويل، کوچيان له نورو افغانانو څخه توپير نه لري او بايد ځانگړی چلن ورسره ونشي.

سخيداد مهدي يار د بلخ پوهنتون د ژورناليزم محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ – د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists