د هرات د نشه يي توکو لېږدوونکي کوچنيان

قاچاق وړونکي د هغو بېځايه شوو کورنيو ماشومان ښکار کوي چې په ګاونډيو ولايتونو کې له جګړو او نښتو څخه تښتيدلي وي.

د هرات د نشه يي توکو لېږدوونکي کوچنيان

قاچاق وړونکي د هغو بېځايه شوو کورنيو ماشومان ښکار کوي چې په ګاونډيو ولايتونو کې له جګړو او نښتو څخه تښتيدلي وي.

. داسې بريښي چې چارواکي له دې ستونزې څخه سپږمو ته راغلي دي.



پر نشې د يو روږدي سړي، زوى ١٣ کلن عبدالله د نشه يي توکو د يو کاروباري لپاره د نشه يي توکو د قاصد په توګه کار کوي. اوس د هغه سر د هرات ولايت د کوچنيانو د اصلاح او روزنې مرکز ته رسيدلى دى.



هغه وايي دا کار هغه مهال پيل شو چې يوه شپه د هرات د ښار د نوي ښار په پارک کې ويده و. يو سړى راغى او هغه ته يې ٥٠٠ افغانۍ ورکړې او ورته ويې ويل چې د نشه يي توکو يوه کڅوړه دهغه د يو ملګري کور ته يوسي.



نوموړي هلک وويل چې دې سړي ځان د ناصر په نامه وروپېژانده او بښنه يې وغوښته چې پخپله يې دا کار ونه کړاى شو. هغوى په ګډه د هغه ملګري ګاونډ ته لاړل. عبدالله دروازه وټکوله او هغه کڅوړه يې يو زوړ سړي ته ورکړه.



هغه وويل: "ما دا کار څو څو ځلې وکړ. يوه ورځ ناصر له ځانه سره کور ته يوړم، جنسي تېرى يې راباندې وکړ او يو زر افغانۍ يې راکړې."



"ما د جنسي تېري په اړه خپل مو راو پلار ته څه ونه ويل؛ ځکه هغوى په دې اړه هيڅ هم نشو کولاى."



په پاى کې يو معامله دار ته د نشه يي توکو د وړلو پرمهال پوليس ونيو او د کوچنيانو د اصلاح او روزنې مرکز ته يې راوست.



په هرات کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د دفتر رئيس، غلام جيلانې دقيق ددې خبرې پخلى کوي چې کوچنيان د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو له خوا استعماليږي. هغه وويل د ملګروملتونو د جرمونو او نشه يي توکو د څانګې د شمېرو له مخې په هرات کې، چې ٤٠٠ زره تنه نفوس لري، په نشه يي توکو ٥٠ زره روږدي کسان شته.



په هرات کې د بشري حقونو د کميسون مشر، عبدالقادر رحيمي وايي داسې رپوټونه ورته رسيدلي چې پر قاچاق وړونکو کوچنيانو جنسي تېرى هم کيږي.



په برتانيې کې ميشت د" جګړې کوچنيان" د خيريه موسسې ځايي استازى، محمد صديق وايي چې زياتره کوڅه ډب کوچنيان د بيځايه شوو کورنيو کوچنيان دي، چې په ګاونډيو ولايتونو کې له جګړو څخه تښتېدلي دي.



هغه وويل: "دمګړۍ په هرات کې لس زره کوڅه ډب کوچنيان شته، خو شمېره يې د امنيت د نشتوالي، بېوزلۍ او بېځايه شوو کورنيو ته د چارواکو د نه پام له امله ورځ په ورځ زياتيږي."



امنيتي چارواکي وايي هغوى د تېر کال راهيسې ٢٠ تنه کوچنيان بنديان کړي، چې د نشه يي توکو په وړلو راوړلو کې ښکيل وو او د کوچنيانو د کاروونکو دوه قاچاق وړونکو ډلې يې له منځه وړي دي.



د هرات د پوليسو اداري او لوژستيک رئيس، څارمن محمد ادريس وايي داسې پلانونه تر لاس لاندې دي چې په نشه يي توکو په قاچاق کې له ښکېلو ماشومانو سره د مرستې په موخه رغنده همغږي رامنځته کړي، خو زيات معلومات يې ورنه کړل.



صديق وويل، له ستونزې سره د مقابلې لپاره د مرکزونو د ملاتړ اوسنۍ شبکه ناکافي ده.



رحيمي ګوته وڅنډله چې که په نژدې راتلونکي کې دا ستونزه هواره نشي، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي کوچنيان به ډلې ټپلې (بانډونه) جوړ کړي او د پوليسو ځواک به يې د کنترول وسه ونه لري.



په هرات کې د کوچنيانو د حقونو يو مدافع، انجنير واسع وويل، داسې نښې نښانې تر سترګو کيږي، چې ياد شوي باڼدونه مخ په جوړېدو دي.



هغه وويل: "شواهد په ګوته کوي په هرات کې داسې جنايي ډلې شته چې کوچنيان په کې ښکېل دي. هغوى جيبونه وهي، غلاوې کوي، نشه يي توکي قاچاقوي او آن په فحشاوو کې ښکېل دي."



هغه په امنيتي خدمتونو غږ وکړ، چې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د ډلو مشران ونيسي، ترڅو هرات ښار ته د هغوى د راننوتلو مخه ونيول شي.



هغه وويل: "د کوچنيانو بنديانول ستونزه نشي هوارولاى. هغوى بايد د ستونزو رېښو ته ځان ورسوي."



د کوچنيانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د ١٢ کلن عباس په نامه يو بل کوچنى وايي چې يوه مياشت دمخه د هرات ښار دګواليانو په سيمه کې د پوليسو له خوا ونيول شو.هغه وويل ، چې نشه يي توکي يې نه و قاچاق کړي، خو له يو کاروباري څخه د خپل پلار لپاره د اپينو د پېرودلو پر مهال ونيول شو.



د هغه پلار د کار لپاره ايران ته تللى، خو کله چې دوه کاله دمخه راستون شو پر اپينو روږدى شوى و. اوس يې پلار په کور کې دى او هيڅ کار نشي کولاى.



هغه وويل: "ما په هغو پيسو خپل پلار ته اپين پېرودل او کور ته مې وړه، چې په سوال مې ټولې کړې وې. يوه ورځ پوليسو ونيولم او دلته يې راوستم."



هغه وويل مور يې د کور د لګښت لپاره د خلکو په کورنو کې جامې پرېمنځي او ډوډۍ پخوي.



هغه وويل: "زه پوهيږم چې بايد ښوونځي ته لاړ شم. ښوونځى مې خوښيږي. غواړم يو ښوونکى شم او ښه راتلونکې ولرم. سوال ځکه کوم چې بله لار نه لرم. پر نشه باندې زما د پلار روږدي کېدل زما ګناه نه ده."
Iraqi Kurdistan, Iran
Frontline Updates
Support local journalists