د هراتي ښځوپه وړاندې د عدالت سختوالى

د ښځينه حقوق پوهانوکمبوت محکمو ته د ښځو د ورتګ مخه نيسي.

د هراتي ښځوپه وړاندې د عدالت سختوالى

د ښځينه حقوق پوهانوکمبوت محکمو ته د ښځو د ورتګ مخه نيسي.

Thursday, 20 January, 2011

په هرات کې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال د خبريال، نجيم رحيم ليکنه

دېرش کلنې حسينې د هرات د محکمې په رياست کې يو دېوال ته ډډه لګولې ده. د سر تر  شين پوړنې لاندې د هغې مخ ستړى ستومانه بريښي. 

هغې وويل: "له درېو مياشتوراهيسې هره ورځ دې محکمې ته راځم چې له خپل ميړه څخه جلا شم، ځکه هغه [پر نشې] يو روږدى شخص دى، خو لا تر اوسه بريالۍ شوې نه يم. نوره ستړې شوې يم او نه پوهيږم څه وکړم."

حسينه بېوزلې او نالوستې ده، له دې امله يې ستونزې نورې هم پسې ناوړه شوې دي. هغه د محکمې کاغذونه نشي لوستلاى او نه څوک موندلاى شي چې په محکمې کې د هغې استازيتوب وکړي، ښځينه مدافع وکيله خو لا پريږده چې د هغې خوږ او درد ښه درک کولاى شي. 

حسينې وويل: "ميړه مې کور ته د شپې راځي او وهي او ډبوي مې. د نشه يي توکو د اخيستو لپاره له ما څخه پيسې غواړي. نشم کولاى په داسې شرايطو کې خپل ژوند ته دوام ورکړم."

د هرات په لويديځ ښار کې زياتره ښځې  شکايت کوي چې د کورنيو په محکمې کې عدالت ته د هغوى لاسرسى د ښځينه مدافع وکيلانو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دى.

د فريدې قادرې په نامه د ښځو يوه مافع وکيله وايي: "ښځې ددې لپاره ښځينه مدافع وکيلانې غواړي چې ستونزې يې ورته ډېرې ښې معلومې دي. پر نارينه مدافع وکيلانو باندې په اسانۍ باور نشي کولاى."

نوموړې زياته کړه: "بل لامل چې ولې ښځې د نارينه مدافع وکيل په نيولو کې زړه نازړه دي، دادى چى خلک ديو نارينه وکيل او يوې ښځې نږدې تماس ته دشک په سترگه گورى . کېداى شي دا يو ستر لامل وي چې ولې دواړه لوري په ګډه کار نشي کولاى."

يوشمېر نور وايي چې په عدلي سيستم کې زياتره نارينه برلاسي دي اوله هغوى سره مشاجره نشي کېداى.

يوې ښځينه مدافع وکيلې،چې ويې نه غوښتل نوم يې وانه اخيستل شي، وويل د پورته لامل له مخې داسې حالت رامنځته شوى چې ښځينه همکارانې دکورنيو په قضيو، په ځانګړې ډول د طلاق، پر موضوع باندې د کار کولوپه اړه زړه نازړه دي

هغې وويل:"نارينه (مدافع وکيلانو) زياتره موږ ته ويل چې که  ښځې له ميړه جلا شي (طلاق واخلي)،نو په ټولنه کې به هيڅ ځاى ونه لري. خلک به ورته په بده سترګه ګوري."هغې زياته کړه، هغې د داسې قضيو په اړه اورېدلي دي چې ميړونوښځينه مدافع وکيلانې ډارولي دي او اخطار يې ورکړى چې د هغوى د مېرمنو استازيتوب ونه کړي. هغې دا يادونه هم وکړه ښځې زياتره دومره پيسې او شته نه لري چې مدافع وکيلان ونيسي.

په هرات کې د ښځود چارو د رياست د حقوقو د څانګې غړې، فروزان توخي دا مني د کورنيو هغه قضيې چې د نارينه په ګټه پاى ته رسيږي، زياتره د ښځو د استازيتوب په وړاندې د ښځينه مدافع وکيلانو مخه ډب کوي.   

توخي وويل: "له دې امله [ښځينه] مدافع وکيلانې له دې قضيو څخه ستړې کيږي او محکمو ته د هغې د لېږلو په اړه لږه مينه ښيي."

د محکمو چارواکي دا ادعاوې ردوي چې په محکموکې نارينه ګان برلاسي دي او د ښځو په وړاندې ناسم چلن کيږي. هغوى وايي دا ستونزه د ښځينه مدافع وکيلانو د مناسبو زده کړو او وړتياوو په نشتوالي کې نغښتې ده.

د هرات ولايت د مرافعه محکمې يو قاضي، فضل وهاب وويل: "ښځينه مدافع وکيلانې داسې قوي او څرګند لاسوندي نه وړاندې کوي چې قاضي د هغوى د مؤکلينو په اړه خبرو او بحث ته راکاږي. ښځينه مدافع وکيلانې لږه تجربه لري اونشي کولاى په سمه توګه د خپلو مؤکلينو دفاع وکړي."

هغه وويل، سره له دې چې د هرات په عدلي او حقوقي ادارو کې له سلو څخه زياتې ښځې په کار ګومارل شوي، خو هغوى د ټيټو زده کړو خاوندانې دي. 

د کورنيو د محکمې د يو غړي، محمدامين محک د وينا له مخې ښځينه مدافع وکيلانې يوازې د سلا او مشورو ورکولو وړتيا لري.

هغه وويل: "زياتره ښځينه مدافع وکيلانې د قانوني سلاکارانو په توګه کار کوي او په عدلي او د محکمو په غونډو کې ورته د ګډون اجازه نه ورکول کيږي. هغوى زياتره خپل مؤکلينو ته  په محکمو کې د پردې تر شا سلا مشورې ورکوي، چې په قضيو کې زياتې ستونزې راولاړوي."

په هرات کې د کورنۍ محکمې چارواکي وايي په ٢٠١٠ کال کې د هغوى تر اجرااتو لاندې زياتره قضيې د طلاق په اړه وې چې شمېر يې ٣٢٠ ته رسيده.

په هرات کې د ټولنيزو چارو يو ماهر، معيد الحق موحدي وويل، محکمو ته د ښځو محدود لاسرسى په سيمه کې په ښځو کې د ځان سوځونې او ځان وژلو په پېښو کې زياتوالى راوستى دى. د رسمي شمېرو له مخې د ٢٠٠٩ کال په پرتله په ٢٠١٠ کال کې ٣٠ سلنه زياتوالى راغلى دى.

هغه وويل: "محکمې ته د خپل حق لپاره يوه تلونکي ښځه لا له وړاندې محکومه وي. د دوديز باور له مخې يوه ښځه ښايي محکمې ته لاړه نشي. کومه ښځه چې دې ځايونو ته لاړه شي، خلک ورته په بده سترګه ګوري."

Afghanistan
Women
Frontline Updates
Support local journalists