د هرات چارواکي د متحده ايالتونو په بريدونو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو ادعا کوي

ولسوال وايي، چې په ياغي قوماندان باندې د بريد قربانيان ټول بيګناه کوچيان دي.

د هرات چارواکي د متحده ايالتونو په بريدونو کې د ولسي خلکو د وژل کېدو ادعا کوي

ولسوال وايي، چې په ياغي قوماندان باندې د بريد قربانيان ټول بيګناه کوچيان دي.

Thursday, 26 February, 2009
. خو د ولسوالۍ چارواکي او د سترګو ليدلي شاهدان وايي، چې مړي د يوې کوچي کورنۍ دي، چې څېرمه يې اړولي وو.



د متحده ايالتونو د پوځونو د عامه اړيکو، قوماندان والتر ماتيوس له خوا په يوې خپرې شوې مطبوعاتي بيانيې کې ويل شوي: "ايتلافي ځواکونو د دوشنبې په ورځ يو دقيق بريد کې د هرات ولايت ګذرې ولسوالۍ ته نژدې يو مهم ياغي قوماندان، غلام يحيى اکبري په نښه کړ. په بريد کې په يحيى پورې ١٥ شکمنې ملېشې ووژل شوې."

داسې بريښي پخپله يحيى ته، چې د ايتلاف په مطبوعاتي اعلاميې کې يې د وژل کېدو رپوټ ورکړ شوى و، کوم زيان رسېدلى نه وي.



د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په ١٧ آى ډبليو پي آر ته په يوې تليفونې وينا کې يحيى وويل: "هغوى په ما باندې د ګوزار نيت درلود، خو پر ځاى يې په يوې کوچي کورنۍ بريد وکړ."



د ګذرې ولسوال، غلام محبوب افضل زاده ټينګار وکړ، چې دې بريد د کوچيانو ژوند واخيست. کوچيان هغه خلک دې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل مالونه څروي.



افضل زاده د سه شنبې د ورځې په ماسپښين د پېښې له ځاى څخه په خبرو کې وويل: "بهرنيو ځواکونو، له ځايي حکومت سره د بريد له همغږۍ پرته بيګناه خلک ووژل. ټول وژل شوي خلک ولسي خلک وو. هغوى ټول کوچيان وو."



د سترګو ليدلي شاهدان وايي په بريد کې د کارېز سلطان په کلي کې شپږ ښځې، پنځه سړي او څلور کوچنيان ووژل شول. ويل کيږي، چې څو سوه څاروي هم وژل شوي دي.



د ګل احمد په نامه يو ځايي استوګن، چې د سه شنبې په ورځ د پېښې په ځاى کې ولاړ و، وويل: "دلته يو کوچى او د ښځواو ماشومانو په ګډون د هغه کورنۍ وه."



اليزابيت ماتياس د سه شنبې د ورځې په سهار د تيليفون په ليکې وويل، چې د متحده ايالتونو پوځ د ولسي زيان په اړه معلومات نه لري. په هماغه ورځ په يوې خپرې شوې مطبوعاتي اعلاميې کې ويل شوي، چې ايتلافي پوځونه د ايتلاف او افغاني لورو د ارزونې يوه ګډه ډله جوړوي.



په افغانستان کې د متحده ايالتونو د پوځونو وياند، ډګروال ريک هلمر وويل: "تر دې دمه د ولسي زيان په اړه رسمي رپوټونه نشته. کله چې مو د ولسي مرګ ژوبلې په اړه تاييد شوې رپوټونه تر لاسه کړل، نو هغه رپوټونه به په جدي توګه تر څېړنې لاندې ونيسو او له خپلو افغاني سيالانو سره به يې په ګډه وڅېړو.ايتلافي پوځونه تر خپلې وسې، وسې پورې زيارباسي، ترڅو د بيګناه خلکو ژوند ته د زيان د رسېدا مخه ونيسي."



د ولسي خلکو مرګ ژوبله په افغانستان کې يوه ډېره جدي موضوع ده. د ولس په منځ کې خپګان او د حکومت په وړاندې يې تاوتريخوالى رامنځته کړى دى." ولسمشر حامد کرزى په ډاګه په بهرنيو ځواکونو باندې پرله پسې نيوکې کوي، چې د هغه په وينا، له افغان حکومت سره له اړتيا وړ همغږۍ پرته خپل عمليات سرته رسوي.



د سه شنبې په ورځ په وسله والو نښتو کې د ولسي خلکو د حمايت په اړه د ملګرو ملتونو د يو رپوت له مخې تېر کال ولسي خلکو ته په زيانونو کې په سلو کې څلوېښت زياتوالى راغلى دى. ټول ٢١١٨ ولسي خلک وژل شوي، چې ٨٢٨ تنه يې د افغان حکومتي او بهرنيو پوځيانو له خوا وژل شوي دي. خو په رپوت کې راغلي، چې ښايي شمېره تر دې هم ډېره زياته وي.



په رپوټ کې راغلي: "يوناما (په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستې څانګه) ادعا نه کوي، چې په دې رپوټ کې راغلې شمېرې بشپړې دي. د عملياتو د چاپېريال له مخې ښايي همداسې وي. يوناما ولسي خلکو ته د زيان کچه ټيټه ښيي."



همداراز که چېرته د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې ادعا وشي، نو ملګري ملتونه په سمه او رغنده توګه د اردو د څېړنو وړتيا تر پوښتنې لاندې نيسي.



رپوټ وايي: "نړيوالو پوځونو له پخوا زياته ليوالتيا ښوولې، چې تر پام لاندې پېښو کې منظم او راڼه معلومات راټول کړي، سره له دې چې ددې معلوماتو خپلواکي بيا هم تر پوښتنې لاندې ده."



يو څو پروسږنو جدي پېښو د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د رپوټ په اړه د نړيوالو ځواکونو اعتبار ته زيان رسولى دى. لومړى بريد د ننګرهار په ولايت کې و، چې د يو واده په مراسمو کې يې د ناوې په ګډون ٤٧ تنه وژلي وو.



د ملګرو ملتونو او افغان حکومت د رپوټ له مخې د اګست په مياشت کې د هرات په ولايت کې يوې بمبارۍ کې ٩٠ تنه ولسي خلک مړه شول. په دواړو بېلګو کې نړيوالو ځواکونو ادعا کړې وه، چې يوازې ملېشې تر بريد لاندې نيول شوې وې. له څو اوونيو ځنډ او ډېر فشار وروسته هغوى ومنله، چې ښايي د ځينو ناسمو استخباراتي رپوټونو له امله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.



يحيى، چې د "سياوشان" په نوم هم شهرت لري، د ګذرې د ولسوالۍ په خپل پلرني کلي کې تر بريد لاندې راغى. هغه يوه اختلافي څېره ده او په هرات کې رنګارنګ تاريخ لري. هغه خپله جګړه ييزه دنده د يو جهادي قوماندان په توګه له محمد اسمعيل خان سره په ګډه پيل کړه. اسمعيل خان د هرات پخوانى امير و او اوسمهال د اوبو او برښنا وزير دى.



په نوي يمو کلونو کې د مجاهدينو د کورنۍ جګړې پر مهال يحيى د هرات ښاروال و. د ښاروال په توګه هغه د رښتيولۍ او ظلم برابر نوم ګټلى و. د طالبانو د رژيم پر مهال هغه ايران ته وتښتېد. له يو څه ځنډ وروسته له طالبانو سره د جګړې په موخه هرات ته راستون شو. د طالبانو تر سقوط وروسته د فوايد عامې د رئيس په توګه وټاکل شو او يو ځل بيا يې په وزارت باندې د اسمعيل خان تر ټاکلو پورې له هغه سره يوځاى کار وکړ.



يحيى د اسمعيل خان له ځاى ناستې، سيد حسين انوري سره تر ډېره پاتې نشو. نوموړي پر انوري باندې په غير عادلانه توګه شيعه ګانو ته د ځمکې او حکومتي څوکيو د ويشلو له امله پړه اچوله.



دانوري له خوا له کاره تر ګوښه کېدو وروسته يحيى بېرته خپلې پلرنۍ ولسوالۍ، ګذرې ته ستون شو او د حکومت په وړاندې يې وسله واخيسته. داسې ويل کيږي، چې د تېرو دوو کلونو راهيسې هغه په هرات کې د يوناما په دفتر، د بهرنيو پوځونو په څېرمه مرکز او هوايي ډګر باندې د راکټونو بريدونه کړي دي.



همدارنګه د رپوټونو له مخې هغه خپل ځان او خپل سړي د هندي تبعې په ګډون د يرغمل نيولو له لار ې اعاشه اواباته کوي. وايي، چې يحيى د هغه د بند پر مهال مړ شو.



هغه له طالبانو، القاعدې او د ګلبدين حکمتيار له حزب اسلامي سره تړاو لري، خو ټينګار کوي چې په يوازې سر فعاليت کوي.



په داسې حال کې ايتلافي پوځونه ټينګار کوي، چې يحيى "ددې سيمې په غرونو کې په تګ راتګ ښه بلد دى او له نيولو څخه د مخنيوي په خاطر په ولسي خلکو کې ځان پټولاى شي." هغه خبريالانو ته په اسانۍ په لا س ورځي او د ګرځنده تليفون له لارې مرکې کوي.



د هغو خلکو د وينا له مخې، چې د ګذرې په ولسوالۍ کې د هغه تر اوسپنيز حاکميت لاندې ژوند کوي، له يحيى څخه زيات خلک ډاريږي او يو شمېر نور ورته درناوى کوي.



زياتره عادي هراتيان په سوله اوامنيت کې ژوند غواړي.



دهرات ښار د يو استوګن، دېرش کلن عبدالظاهر په نامه يو ځوان د نورو ځايي خلکو په استازيتوب وويل: "ددې (ملېشو) هيڅ يوه ډله زموږ درناوى نه کوي. مخالف تنظيمونه خلک برمته کوي او بهرنيان بيګناه خلک وژني."
Frontline Updates
Support local journalists