د څراغونو او لمپو چاودېدل مرګونی خطر رامنځته کوي

څو تنه د هغو څراغونو او لمپو د چاودېدو له امله مړه شوي او يا ټپيان شوي، چې د الوتکو غلا شوي تېل په کې سوځېدل.

د څراغونو او لمپو چاودېدل مرګونی خطر رامنځته کوي

څو تنه د هغو څراغونو او لمپو د چاودېدو له امله مړه شوي او يا ټپيان شوي، چې د الوتکو غلا شوي تېل په کې سوځېدل.

Friday, 18 November, 2005

د کابل د دارلامان په سيمې د استقلال روغتون دښار د درملنې يوازينی مرکز دی، چې دسوځېدلو دپېښو لپاره يوه ځانګړې څانګه لري. د جولای د مياشتې په يوې عادي ورځې کې ددې روغتون د سوځېدلو په څانګې کې شل تنه سوځېدلي ناروغان بستر و.


په يوې بسترې کې 16 کلنه وحېده پرته وه. د هغې بدن د يو څراغ د چاودېدو له امله سوی و، چې د چارواکو د وينا له مخې د امريکا د متحده آيالتونو په مشرۍ له ايتلافي ځواکونو څخه غلا شوي و.


دا د عالي کيمياوي توکي لرونکي تېل دهغو ټا نکرونو څخه غلا کېږي چې امريکايي مر کزونو ته تيل ليږدوي چې د خاورو د تېلو پر ځای د سړکونو د غاړو د پلورونکو له خوا په ارزانه بيه پلورل کيږي. د امريکا د متحده آيالتونو يو وياند وايي، چې د تېلو د ورکېدو په اړه کوم معلومات نه لري.


وحيده له خوږ څخه په ډک غږ آی ډبليو پي آر ته وويل، يوه ورځ د ماښام په تياره هغې په خپل څراغ کې هغه تېل واچول، چې پلار يې له بازار څخه راوړي و.


هغې وويل: ((کله چې څراغ اور واخيست، ما هڅه وکړه هغه وارتوم. خو هغه وچاودېد او زه يې ټوله وسوځولم.))


فضل جان د خپلې سوځېدلې ماندينې د بستر سر ته ولاړ دی او وايي، چې هغه د وطني خاورو تېلو په نامه د ښار له يوې هټۍ څخه دا تېل واخيستل. کله چې د هغې مېرمنې له يوې ګلينې څخه څراغ ته تېل اچول نو هغه وچاوديد.


هغه وايي: ((زه لاړم، چې هغه د تېلو پلورونکی پيدا کړم، خو ومې نه موند. زه اوس هم د هغه په لټه کې يم. که لاس ته مې راشي، نو مړ به يې کړم.))


د روغتون رئيس سيد اثر کامل وويل، په تېرو څلورو مياشتو کې له ورته سوي څخه کړېدلي 200 ناروغان د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه دې روغتون ته راوړل شوي دي.


هغه وويل، داد هېواد په کچه يوازينی روغتون دی،چې د سوي د درملنې ځانګړې سمباله څانګه لري، چې د سوځېدو دنورو پېښو تر څنګ ددغه راز ځانګړو ټپونو درملنه هم کوي.


د روغتيا د وزارت وياند، عبدالله فهيم وايي، هغوی د وري (مارچ) له مياشتې را په دې خوا داسې 217 پېښې ثبتې کړې، چې په روغتون کې د بسترو شويو ناورغانو له ډلې څخه 14 تنه يې مړه شوي دي. د قرباينانو له ډلې څخه يوه يې نيلا نومېده او يوازې د لسو کلونو په منګ وه. هغه د کابل ولايت د خاک جبارله سيمې څخه راوړل شوې وه، چې له ورته پېښې څخه په کې درې نور تنه د مخه سوي و.


د هېواد د 34 ولايتونو زياتره برخې له برښنا څخه بې برخې دي او ان په کابل کې له دريو مليونو څخه زيات اوسيدونکي د شپې د رڼايۍ لپاره د خاورو د تېلو له څراغونو څخه ګټه اخلي.


فهيم وويل، هغه تېل چې د چاودنې لامل کيږي، د T-1 په نوم ياديږي، چې له امريکايي قرارګاه ګانو څخه غلا کيږي او بيا وروسته په بازار کې پلورل کيږي.


د سوداګرۍ د وزارت د اوبلن غاز رئيس، محمد يونس مغول وايي، د الوتکو T-1, JT-1 او JP-8 تېل په څراغونو کې د سون وړ تېلو ته ورته تېل دي.


د جيټ د الوتکې تېل د کېروسين تېل دي، چې يو څه نور مواد په کې زيات شوي او د ځانګړې کارونې لپاره توليد شوي دي. دا مايع د هر ډول کورني لګښت لپاره زياتې ناوړه پايلې لري.


مغول وايي: ((د سون پېښې زياتره په هغو ځايونو کې پېښيږي، چې هلته ايتلافي ځواکونه استوګنه ولري.)) نوموړي زياته کړه، هغه موټر چلوونکي، چې د امريکا تر مشرۍ لاندې پوځونو ته تېل راوړي، يو څه هغه يې غلا کوي او د لارې په اوږدو کې يې پلوري.


د ايتلافي ځواکونو وياند، ډګروال جيري او هارا وويل، امريکايي پوځونه داسې کومې نښې نښانې نه ګورې، چې څنګه دا تېل ځايي بازارونه ته ايستل کيږي. هغه زياته کړه، هغوی دا تېل هغه مهال اخلي، چې قرارګاه ته راورسيږي.


هغه وويل: ((موږ نه پوهېږو، چې د لارې په اوږدو کې په تېلو باندې څه کيږي. هغه خلک ښايې پوهيږي، چې داتېل موږ ته راوړي.))


د ټاکرونو ځينې چلوونکي دا مني، چې تېل د لارو په اوږدو کې غلا کيږي، خو دا هم وايي، چې له امريکايي قرارګاه څخه د تېلو د ايستلو لپاره بډې ورکوي.


يو چلوونکي، چې نه يې غوښتل ونومول شي، وويل، هغوی هڅول شوي و، د کابل په شمال کې د بګرام په پوځي قرارګاه کې له ټانکرونو څخه تېل واخلي. هغه وويل: ((امريکايان د ټانکر هر چلوونکي ته د رسېدو پرمهال درې سوه ډالره ورکوي، خو د کمپنۍ خاوندان موږ ته دومره پيسې نه راکوي او راته وايي، چې د لارو په اوږدو کې تېل وپلورو.))


د نوموړي چلوونکي په وينا امريکايان د تيلو د څومره والي لپاره د هغوی قرارګاه ګانو رارسيدلي ټانکرونه تل نه چک کوي. هغه زياتوي: ((کله ناکله چې امريکايان وغواړي، ټانکر چک کړي، نو موږ ورته له دوه سوو ډالرو تېرېږو او هغوی څه نه وايي.))


د يو بل چلوونکي په وينا، چې په سهيل کې د پاکستان پولې ته څېرمه ولايت، خوست کې د ايتلافي ځواکونو قرارګاه ته تېل وړي، بډې تل نغدې پيسې نه وي.


هغه وايي: ((کله چې خوست ته تېل وړم، نو ډېر خوشحال يم، ځکه چې هلته په قرارګاه کې امريکايان زما ملګري دي. هغوی راڅخه تل د چرسو او الکولو پوښتنه کوي. يوه ورځ ما خپل ټانکر د يو بوتل الکولو په بدل کې له تېلو ډک بېرته راوړ. وروسته مې تېل په بازار کې وپلورل.))


د تېلو پلورنکي تېل له موټر چلوونکو څخه اخلي او بيا يې په نور خلکو پلوري. يو شمېر بيا ورسره ډيزل ګډوي، چې ارزانه دي، له نورو هغو څخه درانه دي او خطر يې لږ دی.


د کابل ښار د نوې کارتې په سيمه کې د تېلو يو پلورونکي وويل: ((ما د ټي يو په نوم تېل د ټانکرونو له يو چلوونکي څخه واخيستل، چې امريکآيانو ته تېل لېږدوي.))


خو دې سوداګرخپل نوم ونه ښود او ويې وويل، د خلکو د سوي او مړه کېدو د خبر له اورېدو وروسته يې نور د جيټ الوتکو تېل نه دي اخيتسي.


د سوداګرۍ د وزارت د اوبلن غاز رئيس، مغول وويل: ((زه له ټولو افغانانو څخه غواړم، ترڅو يوازې له هغو ټانکونو څخه تېل واخلي، چې موږ ورته اجازه ورکړې. هغوی بايد د سړک د غاړې له تېلو پلورونکو څخه تېل وانخلي.))


Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists