د ځنګلونو ساتنه
حکومت د ځنګلو د ساتنې لپاره يو شمېر ساتونکي ګومارلي، ترڅو د ځنګولو د وهلو مخه ونيسي، خو آيا کېداى شي، دا کار اغېزمن وي؟
د ځنګلونو ساتنه
حکومت د ځنګلو د ساتنې لپاره يو شمېر ساتونکي ګومارلي، ترڅو د ځنګولو د وهلو مخه ونيسي، خو آيا کېداى شي، دا کار اغېزمن وي؟
چارواکي د يوې ((شنې فرقې)) په وسله وال کولو او روزلو پيل کړی، ترڅو د لرګيو(چارتراشو) د قاچاق وړونکو په لاس د افغانستان د له منځه تلونکو ځنګلونو مخه ونيسي، چې له تيرو درېو کلونو راپه دې خوا په بېساري توګه په هغې کې ښکېل دي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل آی ډبليو پې آر ته وويل: ((د افغانستان ځنګلونه په بېرحمۍ له منځه ځي او لرګي يې نورو هېوادونو ته قاچاق کيږي. ځايي خلک او حرفه يې قاچاق وړونکي، په ځانګړي ډول په ختيزو او جنوبي سيمو کې، ډېر فعال دي.))
مشعل وويل، اوسمهال د ځنګلونو دساتنې لپاره د 300 تنو يو وسله وال غونډ د هېواد په سرحدي سيمو، په تېره بيا له پاکستان سره په ځنګلي سيمو کې ځای په ځای شي اود کال تر پايه به يې شمېر تر 2000 تنو پورې لوړ کړای شي.
هغوی به له پاکستان سره په پوله پراته د کونړ، پکتيا او نورستان په ولايتونو او له ترکمنستان سره په پوله پروت سرحدي ولايت بادغيس کې وګومارل شي.
ځنګلونه د افغانستان طبيعي سرچينه ده، چې په مخ په زياتېدونکي توګه له منځه ځي. د کرنې د وزارت د ځنګلونو رئيس، سيد بهرام سعيدي د اټکل له مخې د هيواد د دوو ميليونو هکټاره ځنګلي سيمو نيمايي د تېرو پنځه ويشت کلنو جګړو او وچکالۍ له امله په وچو ډاګونو اوښتي دي.
د ملګرو ملتونو د چاپېريال پروګرام د وينا له مخې په سلو کې د 75 په شاوخوا کي د افغانستان طبيعي ځنګلونه له منځه تللي او يو شمېر ځايي ماهرين خو لا دا شمېره تردې هم لوړه ګڼي.
سعيدي د شنې فرقې د جوړېدو هرکلی وکړ، خو هم هغه او هم نړيوال چارواکي دا خبره لېري ګڼي، چې ګوندې دا کار به کومه اغېزه ولري.
پخپله قاچاق وړونکي په دې خبره ملنډې وهي. يو ځنګل وهونکى سړى، چې د هويت د نه رسوا کولو په شرط يې خبرې کولې وويل، هغه د کونړ په ولايت کې درې سوه تنه په کار اچولي او اويا- اتيا د برښنا ارې لري. هغه وويل، د دغو خلکو لپارهره ورځ شپږ پسونه حلالوي.
هغه وويل، د غيرقانوني سوداګرۍ د ودرولو په اړه د حکومت هڅې بېګټې دي، ځکه پوليس او ځايي لوړ پوړي چارواکي ټول بډې اخلي. هغه وويل: ((څوک چې نوی دلته وټاکل شي، يوڅو ورځې جديت ښيې، خو لږ وروسته راسره روغه جوړه کوي. نوی ټاکل شوى والي هم پيسو ته اړتيا لري.))
د کونړ والي، اسدالله وفا دا ومنله چې چارواکي بهر ته د سيمه ييزو ځنګلونو د لرګو په غيرقانوني لېږدونه کې ښکيل دي، خو ويې ويل، هغه ټول (مامورين) به له کاره وشړي، چې له قاچاق وړونکو څخه بډې اخلي. هغه وويل: ((که ماته د ټولې فرقې واک راکړ شي، نو ډاډ درکوم، چې هېڅوک به يوه ونه هم ونه غورځوي. د هېواد د مشر له امر پرته، نه زه او نه کوم وزير، ددې اجازه لرو، چې د لرګيو سوداګري وکړو.))
خو له دې سره سره ځايي خلک او نړيوال څارونکي په دې اړه شکمن ښکاري.
د کونړ يو استوګن، عبدالحليم وويل: ((همدا اوس په لرګو بار په زرګونه موټر په هرځای کې ذخيره شوي دي او چارواکي د هغې په لېږدولو کې لاس لري.))
د ملګرو ملتونو د نړيوال خوراکي پروګرام د ځنګلونو د برخې مشر، حسن خاورين د کورنيو چارو د وزارت د شنې فرقې د جوړولو په هکله د فبرورۍ د 26 نېټې د پرېکړې هرکلی و نه کړ. هغه وايي: ((هغوی نه بودجه لري او نه سامان او لوازم، نه د فرقې مرسته کولای شي. دا هسې بې مانا خبرې دي. هغوى يوازې خلک غولوي.))
خاورين وويل، هغه په ځانګړي ډول د پستې د ونو د هلو له امله اندښمن دی. هغه يو نسل وړاندې مهال ته ګوته ونيوه، چې هېواد د 450 زره هکټاره پستې ځنګلونه درلودل او اوس د هغې نيمايي هم نه شته.