د ځنگلونو د وهلو له امله د افغانستان غرونه سپېره شوي دي

د ځنگلونو د وهلو له امله د افغانستان غرونه سپېره شوي دي

Wednesday, 28 August, 2013

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، احمدشاه ليکنه

د افغانستان د غرو لمنې، چې يو مهال شنې او سمسورې وې، اوس وهل شوي او د ځنگلونو له منځه وړل لا هماغسې پسې روان دي.

د افغانستان په ختيځ کې، د خوست ولايت د کرنې رئيس، ډاکټر نقيب الله وايي، د څه ناڅه ١٣٠٠ کيلومتر مربع سيمې نيمايي هغه، چې يومهال په ځنگلونو پټه وه، د تېرو درېو لسيزو راهيسې تشه او سپين ډاگ شوې ده.

د آی ډبليو پي آر رپوټ ورکوونکي د خوست ولايت په شمال کې د قلندر په نامه پرته ولسوالي وليده، چې د ځنگلونو وهونکي پکې له تبرگيو او ارو سره پر کار بوخت او په خولو کې ډوب وو. هغوی د ځنگلونو ونې په خپلو منځونو کې سره وېشلې وې او په دې هڅه کې وو، چې شين او سمسور ځنگل پر سپېرې دښتې واړوي. 

ځايي استوگن وايي د ځنګل له وهلو پرته بله لاره نه لري؛ ځکه نه د کرنې ځمکه لري او د نه عايداتو بله کومه سرچينه. 

په خوست کې ځايي حکومتي چارواکي وايي، يو څه گامونه يې اوچت کړي او لږ تر لږه دومره يې کړي چې د ځنگلونو د له منځه وړلو بهيرغړند کړي. د هغه ولايت د پوليسو مشر، عبدالقيوم باقيزوی له دې تورونو غاړه غړوي چې گوندې د هغه ځواکونو د ناقانونه ځنگلو وهونکو په وړاندې سترگې پټې کړي دي.

احمدشاه په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Environment
Frontline Updates
Support local journalists