د هندوانو د حقونو په اړه د آی ډبليو پي آر رپوټ د افغان ولسمشر غوږونو ته ورسېد

.د سکهانو او هندوانو مشران وايي د آی ډبليو پي آر ليکنې د هغوی آواز د لوړو پوړو چارواکو غوږونو ته ورساو

د هندوانو د حقونو په اړه د آی ډبليو پي آر رپوټ د افغان ولسمشر غوږونو ته ورسېد

.د سکهانو او هندوانو مشران وايي د آی ډبليو پي آر ليکنې د هغوی آواز د لوړو پوړو چارواکو غوږونو ته ورساو

Wednesday, 18 September, 2013

ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د هندوانو او سکهانو د حالت په اړه د يو رپوټ له لوستلو وروسته د هغوی له استازو سره ولېدل او چارواکو ته يې د هغوی د ستونزو د هوارۍ لارښوونه وکړه.

د افغاني هندوانو اوسکهانو ستونزمن حالت د دې کوچنۍ ټولنې په وړاندې هغه تعصب دی چې له عادي خراب چلن څخه نيولې بيا د کابل د پلازمېنې سويل ختيځ ته څېرمه د قلعچې په سيمه کې د هغوی د مړو د جسدونو تر سوځولو پورې رسيږي.

د بجن سنگهـ په نامه يوه مرکه شوي هندو وويل: "زموږ ښځې بهرته نشي راوتلای. کله چې مو ماشومان ښوونځيو ته ځي، د خپلو هم ټولگيوالو له خوا يې د هندوتوب له امله سپکاوی کيږي. زموږ يو شمېر هندوان ورونه وهل شوي ډبول شوي او پيسې ترې غلا شوي."

يوه اندېښنه چې مرکه شوو هندوانو او سکهانو راپورته کړه، هغه د افغان چارواکو له خوا د هغوی پر حقونو او ستونزو سترگې پټول و. هغوی د تېر کال راهيسې د يو شمېر غونډو او لاريونونو له لارې خپلې اندېښنې د خلکو غوږونو ته رسولي دي.  

د حکومت وياند، رفيع فردوس آی ډبليو پي آر ته وويل، ولسمشر کرزي پخپله هغه مطلب ولوست او له امله يې له نوموړي ټولنې سره د ژر تر ژره مرستې لارښوونه وکړه.

فردوس وويل: "ولسمشر د مطلب له لوستلو وروسته لارښوونه وکړه چې د هندوانو او سکهانو ټولې ستونزې دې معلومې او هوارې دې شي."هغه زياته کړه، د کړنو او اجرااتو لپاره به په لنډه موده کې يو تدابيري پلان چمتو او د پلي کولو لپاره به حکومت ته وړاندې شي.

په کابل کې د هندوانو سکهانو د ټولنې استازي، راوندر سنگهـ وويل، د ليکنې له خپرېدو وروسته ولسمشر د ټولنې له مشرانو سره وکتل او د هغوی د اندېښنې وړ موضوعگانو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.

هغه وويل: "ههه مهال چې خبريال له موږ سره مرکه کوله، فکر مو نه کاوه چې د چا پام به راواړوي؛ ځکه نورو رسنيو هم په دې اړه زيات رپوټونه خپاره کړي، خو هغومره اغېز يې نه و کړی. د آی ډبليو پي آر رپوټ زموږ ټولې غوښتنې يادې کړې وې."

د هندوانوز او سکهانو د اندېښنو په اړه د ولسمشر کرزي د لارښوونو پايله د سپتمبر د مياشتې د څلورمې نېټې هغه فرمان و چې له امله يې د پارلمان په ولسي جرگه کې نوموړې ټولنې ته يوه څوکۍ ځانگړې شوه. سکهانو او هندوانو له ډېره وخته د دې کار غوښتنه کوله. قانون جوړوونکي [د ولسي جرگې غړي] ښايي د يوې مياشتې دننه دا څوکۍ تصويب کړي. دمگړۍ يوازې په مشرانو جرگې کې د "انارکلي هنريار"په نامه د سکهانو يوه استازې شته.  

د کابل د پوليسو د قوماندانۍ مرستيال، داود امين وويل، د هغوی ادارې ته په دې وروستيو وختونو کې نوې لارښوونه رسېدلې چې د هندوانو او سکهانو د خونديتوب او مصؤونيت لپاره له خپل ټول قوت څخه کار واخلي.

نوموړي زياته کړه: "موږ په ټول هېواد کې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د نوموړو لږه کيو د امنيت د ساتلو په موخه خپل مسؤوليت لا پسې پراخ کړي."

د جرمني خبري اژانس (DPA) خبريال، صابر قادر وويل، هغه د نوموړي رپوټ د اغېز له امله خوشحاله شوی.

هغه وويل: "رپوټ ... له هندوانو او سکهانو سره د ولسمشر د غونډې لامل شو، ترڅو د هغوی د ستونزو د هوارۍ په اړه خپله مسؤوليت څرگند کړي. زه تل د آی ډبليو پي آر رپوټونه لولم؛ ځکه هغه کره او ښه څېړل شوي او تر ټوله غوره دا چې ښې پايلې لري."

د آريانا د ټلويزيون خبريال، وکيل نايبي وويل، خبره داده، مطلب داسې په زړه پورې جوړ شي چې د خلکو پام راواړوي.

نايبي وويل: "هر خبريال ته ښايي چې د آی ډبليو پي آر په څېر يوه موضوع په کره، مستند او هراړخيز ډول راونغاړي؛ ځکه په دې ډول کېدای شي هغه پر خلکو او چارواکو اغېز وکړي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists