د هلمند كروندګر د اپينو د حاصل د ټولولو لپاره جګړې ته لاس اچوي

د هلمند كروندګر ددې پرځاى چې د خپلو كوكنارو د كروندو د خچ پچ كولو ننداره وكړي، غوره بولي د طالبانو تر څنګ ودريږي او وسلو ته لاس واچوي.

د هلمند كروندګر د اپينو د حاصل د ټولولو لپاره جګړې ته لاس اچوي

د هلمند كروندګر ددې پرځاى چې د خپلو كوكنارو د كروندو د خچ پچ كولو ننداره وكړي، غوره بولي د طالبانو تر څنګ ودريږي او وسلو ته لاس واچوي.

. دلته خلك په عمومي توګه په كركيلې بوخت دي، خو كوكنار د كرنې په ټولې وړ كروندې كې كرل كيږي.



دا كرارې تېره مياش هغه مهال پاى ته ورسېده، چې افغان حكومت (د كوكنارو د اړولو ډلې) د مارجې په ولسوالۍ كې د كوكنارو د كروندود اړولو لپاره راورسېدل.



ځايي اوسيدونكي وايي، دې سخت چال چلن هغومره ګټه ونه كړه، لكه چې څومره يي د كروندګرو قهر او غوسه راوپاروله.



د مارجې د ولسوالۍ د وانسي د سيمې اوسيدونكي جانان وويل: ((مارجه ډېره كراره ولسوالي وه. خو كله چې دلته د (كوكنارو د اړولو) د پاين كاركوونكي راغلل نو ټول كروندګر د طالبانو په جنګياليو واوښتل.))



نوموړي وويل: ((هغوى ټولو وسلې ترلاسه كړې او اوس د طالبانو تر څنګ جګړه كوي.))



د جانان د وينا له مخې دې جګړه مارانو په پوره برياليتوب د كوكنارو د اړولو د ډلو مخه ډب كړه، چې په كابل كې د كورنيو چارو د وزارت له خوا د ملي پوليسو له ډلې سره دې سيمې ته استول شوي و. په پايلې كې كومه كرونده وانه اړول شوه.



جانان وويل: ((كه رښتيا ووايم، زه د مارجې په ولسوالۍ كې د كمپاين د ډلو په پاتې راتګ ډېر خوښ يم. كه طالبانو راسره مرسته كړى نه واى، نو هرڅه به مو له لاسه وركړى واى. كه د كوكنارو كروندې مو اړول شوى واى، نو د خوړلو لپاره به راته څه پاتې نه و. خداى دې له طالبانو سره ښه وكړي.))



هلمند د نړۍ په كچه د كوكنارو د كركيلې يو ښه څرګند مركز دى، چې په نړيوال بازار كې د هېرويينو د جوړولو له نيم څخه زيات خام توكي توليدوي.



په مخكنيو كلونو كې د (اداري فساد) له امله د كوكنارو د اړولو هلې ځلې سرته ونه رسېدې. سږكال حكومت د نشه يي توكو د له منځه وړلو په اړه د يو ستر نوښت اعلان وكړ او د كروندګرو د وينا له مخې پوليس هغسې د پخوا په شان په بډو او رشوت ونه غوليدل.



طالبانو له دې حالت څخه د ځان په ګټه كار واخيست او د هلمند د كروندګرو په غوسې او نهيلۍ يي پانګه واچوله. د ځايي استوګنو د وينا له مخې ياغيانو په كروندګرو باندې وسلې وويشلې او هغوى يي د جنګياليو ليكو ته راوبلل.



د هغه ځاى يو استوګن، رحيم الله سيستاني وويل: ((اوسيدونكي او كروندګر د مارجې ولسوالۍ د سيستاني كلي ته د كوكنارو د اړولو د ډلو په رارسېدو اندېښن و.))



((كروندګرو داسې انګېرله، چې ګوندې خپل حاصل به له لاسه وركړي، خو طالبانو د هغوۍ د ملاتړ ژمنه وكړه. څه ناڅه د سيستاني سيمې ټولو كروندګرو وسله واخيسته او د طالبانو ترڅنګ ودرېدل. هغوى هره شپه د كوكنارو د اړولو په ډلو باندې بريدونه پيل كړل. په پنځو ورځو كې هغوى وكړاى شول د كمپاين دې لويي ډلې ته ماتې وركړي. دا هغه كار و چې موږ ناشونى بللو. په شپږمه ورځ د كمپاين ډله له مارجې څخه په شا شوه.))



د طالبانو يو سيمه ييز قوماندان، ملا محمد قاسم دا ومنله چې د هغه سړيو له ځايي كروندګرو سره مرسته كړې وه. همدارنګه هغه په برالا وويل، چې طالبان د نشه يي توكو په پيسو باندې خپل عمليات پر مخ وړي.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ ځكه د كوكنارو د كروندو د اړولو مخه نيسو، چې په تور بازار كې د هيرويينو په پيسو (وسلې) وپيرو. موږ د افغان او نړيوالو ځواكونو د كمزوري كولو لپاره هر كار ته لاس اچوو.))



په دې جګړې د مارجې د ولسوالۍ كروندګرو د هوسايۍ سا كش كړه، چې كوكنار يي له اړولو پاتې شول، خو د راتلونكي په هكله يي اندېښنه لا پاتې ده.



د سيپن د سيمې يو اوسيدونكي، عبدالحق وويل: ((د مارجې وضعه ډېره خرابه ده. موږ د طالبانو او حكومت تر منځ د جګړو د ډار له امله خپل ناروغان د درملنې لپاره چېرته نه شو وړاى.))



عبدالحق د كوكنارو د اړولو له ډلې څخه كركه څرګنده كړه او د ځايي خلكو په مقاومت يي وياړ وكړ.



هغه وويل: ((د كوكنارو د اړولو د ډلې پوليس لازمه وړتيا نه لري. ما هيڅكله داسې نه انګيرله چې دومره ژر به له ميدانه وتښتي. دا هم سمه ده، چې عادي خلك هم ډېر پياوړي دي. د مارجې ټول اوسيدونكي د كوكنارو د اړولو د ډلو په وړاندې ودرېدل. الحمد للله، پوليس له ولسوالۍ ووتل، كه نه نو ډېره سخته جګړه به شوى واى.))



په سيپن سيمه كې يو پوليس چې د نامه د نه ښوولو په شرط خبرې كولې، د كمپاين د پاتې راتګ د خبرې پخلى يي وكړ.



هغه وويل: ((د كوكنارو د اړولو يوه لويه ډله مارجې ته راغله. خو له طالبانو سره يي مقابله ونه كړاى شوه. طالبان په مارجې كې ډېر غښتلي دي. هغوى هره شپه پر موږ بريدونه كوي. د كمپاين د پاتې كېدو يوازينى لامل همدا دى.))



د كوكنارو د اړولو د كمپاين د ډلې يو غړى، محمد ګل دا خبره نه مني.



هغه وويل: ((په مارجې كې د طالبانو د غښتليتا خبره سمه نه ده. موږ ځكه په دې ولسوالۍ كې د كوكنارو كرونده وانه اړوله، چې د كمپاين د پلي كولولو لپاره مو د كورنيو چارو له وزارت څخه لارښونه تر لاسه نه كړه. موږ چې هرچېرته ځو، خپل كمپاين (يوازې) له مركز څخه د حكم له رارسېدو وروسته پيلوو.))



هغه دا ومنله، چې يو څه جګړه وشوه. ((دا سمه ده، چې يو څه د طالبانو له خوا تر بريد لاندې راغلو. خو دا سمه نه ده، هغوى دې دومره غښتلې وي، چې زموږ مقابله دې وكړاى شي. زه نه پوهيږم، چې ولې مو د مارجې په ولسوالۍ كې د اړولو كمپاين ونه كړ.))



د مارجې اوسيدونكى، علي محمد وويل، پوليس نيكمرغه و، چې ژوندي له مارجې ووتل.



هغه وويل: ((پوليسو زيات پرسونل او ګاډي درلودل. زه نه پوهيږم، چې هغوى ولې هيڅ كرونده وانه اړوله. خو ټولو كروندګرو ويل، تر هغه به مقاومت وكړي، چې يا ونيول شي و يا ووژل شي. د كورنيو چارو د وزارت ډله نيكمرغه وه، چې په بېړه له سيمې ووتل.



د كوكنارو ددې فصل د اړولو كمپاين پايلې تر اوسه څرګندې نه دي. خو د ملګرو ملتونو د جرايمو او نشه يي توكوپه وړاندې د مبارزې د څانګې له خوا د لاس ته راغلو لومړنيو شمېرو له مخې په هلمند كې د سلو زرو هكتاره ټولې كرل شوې كروندې څخه څو زره هكتاره كرونده اړول شوې ده. دا د تېر كال په پرتله يو برى ګڼل كيږي، چې ويل كېده زر هكتاره كرونده له كوكنارو څخه پاكه شوې وه.



داسې بريښي، چې تر كركيلې لاندې كرونده پر خپل ځاى پاتې ده. ځكه نوره ډېره لږه كرونده پاتې ده، چې كوكنار په كې وكرل شي.



د كوكنارو د اړولو كار كوونكي د هلمند له ولايت سره په ګډه خپل كمپاين پر مخ وړي. هغوى په خپلې بريا وياړي. هغوى شكايت كوي، چې د كورنيو چارو وزارت او د پوليسو واحدونه له هغوى سره د يوې همغږۍ په رامنځته كولو پاتې راغلي دي.



د هلمند ولايت له نشه يي توكو سره د مبارزې د رياست يو لوړپوړي كاركوونكي، فضل احمد شېرزاد وويل: ((موږ د كوكنارو ۷۵۰۰ هكتاره كرونده واړوله. نه پوهيږم، چې د كورنيو چارو د وزارت د كمپاين ډلو څه وكړل. هغوى له موږ سره اړيكې نه درلودې.))



شېرزاد ټينګار وكړ، چې د هغوى ډله د ځايي مقاومت څخه ډاره شوې نه وه.



هغه وويل: ((موږ د كروندګرو د غبرګون پروا نه كوو. په هره بيه چې كيږي د كوكنارو كرونده اړوو.))



نوموړي چارواكي په مارجې ولسوالۍ كې د كورنيو چارو د وزارت په كپاين باندې تر يوې كچې ناخوښي څرګنده كړه. هغه وويل: هغوۍ ((بايد په شا نه واى تللاى. هغوى په مارجې كې د ډېرې مودې لپاره پاتې نه شول.))



يوازې يو څو نور ټكي د اپينو په څېر د خپګان لامل كېداى شي. د هلمند په كلتوري اقتصاد كې هرڅوك په يوې لارې نه په يوې لارې د كوكنارو په صنعت كې ښكېل دى، يعنې يا وده وركوي او يا يي نابودوي.



د هلمند د امنيې قوماندان، محمد حسين انډيوال د كوكنارو د اړولو پر مهال په لوړغږ وويل: ((دا ځل به په خپلو ټولوامكاناتو او منابعو كوكنار له منځه يوسو.))



له دې وروسته د هغه پوليسو د كوكنارو په اړولو لاس پورې كړ، چې د كروندګرو په وينا ډېر توند او اغېزمن و.



د باباجي د كلي د اوسيدونكي محمد اسمعيل د كوكنارو كرونده د اڼډيوال سړيو واړوله.



هغه په خپګان وويل: ((سركاري ډله ډېره بېرحمه وه. هغوى زما ځمكه واړوله. پروسږكال مو ورته بډې وركولاى شوې، خو سږكال يي هيڅ نه اخيستې.))



د ولايت له خوا د كوكنارو د اړولو كمپاين ښايي په مارجې كې د طالبانو د برياليتوب احساس رامځته كړى وى. د كمپاين د هڅو نه پخلا كيدونكى طبيعت د تېرو كلونو د ټولو لوريو د رضايت د لارې په خلاف په څرګنده كروندګر خپه كړل، وسلو ته د لاس اچولو لپاره يي وهڅول او كوم ځاى كې يي چې كولاى شول متحدين يي وموندل.



د سيمې يو قومي مشر، عليشاه مظلوميار وويل: ((په كمپاين كې د حكومت پلوه كروندګرو كرونده واړول شوه. وروسته بيا دې كروندګرو ته طالبانو څرګنده كړه، چې ملاتړ او ننګې ته يي چمتو دي. په دې توګه آن حكومت پلوه كروندګرو وسلې ترلاسه كړې او كله چې د كورنيو چارو د وزارت سړي راغلل، د طالبانو په ليكه كې ودرېدل.))



د كوكنارو زيات شمېر كروندګر د حكومتي ډلې د وتلو له امله د راغلي ځنډ او ټال د راتلو له امله خوشال دي.



د مارجې د ولسوالۍ يو هټيوال، محمد ابراهيم، چې د هغه په وينا د كوكنارو لس جريبه كرونده لري، وويل: ((د خداى شكر دى، چې د مارجې په ولسوالۍ كې د كمپاين ډلو كومه كرونده وانه اړوله.))



هغه زياته كړه: ((ما اورېدلي و، چې د نادعلي په ولسوالۍ كې كمپاين د ځايي پوليسو له خوا پلى شوى و، چې په بشپړ ډول يي د كوكنارو كرونده واړوله. د خداى فضل دى، چې په مارجې كې داسې كمپاين ونه شو.))
Frontline Updates
Support local journalists