د هلمند د اپينو له توليد څخه بېوزلو ته زکات ورکول کيږي

د اپينو قاچاق وړونکو د بېوزلو کليوالو لپاره د روژې د مبارکې مياشتې د سوغات د ورکولو په اړه د ځايي خلکو خوښه او رضايت تر لاسه کړی دی.

د هلمند د اپينو له توليد څخه بېوزلو ته زکات ورکول کيږي

د اپينو قاچاق وړونکو د بېوزلو کليوالو لپاره د روژې د مبارکې مياشتې د سوغات د ورکولو په اړه د ځايي خلکو خوښه او رضايت تر لاسه کړی دی.

.



له آی ډبليو پي آر سره زياتره مرکه کوونکو ويلي، چې قاچاق وړونکو د روژې په مبارکه مياشت او د کوچني اختر په ورځو کې د هلمند ولايت يو شمېر بېوزلو کورنيو ته خواړه او جامې ويشلي دي.



فيض الله د واشېر د ولسوالۍ اوسيدونکی، چې د طالبانو تر لاس لاندې ده، وايي: "خدای دې له هغوی (قاچاق وړونکو) سره ښه وکړي. خلک د روژې په مياشت کې ډېر خوشال و. قاچاق وړونکو له موږ سره بېلا بېلې مرستې وکړې. هغوی موږ ته د اختر لپاره جامې راکړې او خواړه او نور شيان يي راباندې وويشل."



په هلمند کې د طالبانو مخ په زياتيدونکي بغاوت د نيشه يي توکو د سوداګرۍ د غوړېدا لامل شوی دی. ځکه د حکومت له خوا د کوکنارو د اړولو ډلې زياترو سيمو ته ور تللای نه شي. د نوموړي ناتار له امله خيريه ټولنې زياتره سيمو ته د پراختيايي کارونو د سرته رسولو لپاره تللی نه شي. ددې کار له امله يي ځايي خلک خپه او نهيلي شوي دي.



پرځای يي قاچاق وړونکي د ځان د حمايت او ساتلو په موخه طالبانو ته پيسې او وسلې چمتو کوي.



د واشېر په ولسوالۍ کې يو قاچاق وړونکي چې ونه يي غوښتل ونومول شي، وويل، په تېرو څلورو اوونيو کې يي د دوو سوو زرو پاکستاني کلدارو (3300 ډالرو) په ارزښت مرستې وېشلې دي. په نوموړو سهيلي ولايتونو کې راکړه او ورکړه په پاکستانۍ روپيو باندې کيږي او له امله يي افغانۍ له منځه وتلې ده.



يو قاچاق وړونکي وويل: "ما د روژې په مياشت کې بېوزلو خلکو ته خواړه او جامې خيرات کړې. موږ مسلمانان يو او دنده لرو خيرات ورکړو. ما زياته برخه خيرات بېوزلو ته ورکړې او يوه کمه اندازه مې طالبانو ته هم ورکړې، چې د اسلام لپاره جګړه کوي."



د هلمند ولايت د نړۍ د کوکنارو د کرکيلي مرکز دی. د نيشه يي توکو او جرايمو لپاره د ملګرو ملتونو د څانګې (UNODC) په وينا يوازې دا يو ولايت د نړۍ له نيمايي څخه زيات اپين او له هغې څخه تر لاسه شوي هيرويين توليدوي. د کوکنارو په وړاندې مبارزه له تېرو دوو کلونو راهيسې له ستونزو سره لاس او ګريوان ده او له امله يي توليد اسمان ته ختلی دی.



د قاچاق وړونکو د سخاوت له مخې داسې نه برښي، چې ګوندې خلک دې شکايت وکړي.



موسی کلا د واشېر په څېر تقريبا په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده. د فبرورۍ په مياشت کې د ځايي قومي مشرانو له خوا د سولې رامنځته شوی ترينګلی تړون مات شو او بنسټپال بېرته د ولسوالۍ مرکز ته ننوتل.



دلته هم د نيشه يي توکو يو څه ګټه په اړمنو خلکو باندې وېشل شوې ده.



د ضياءالحق په نوم يو استوګن وويل: قاچاق وړونکو "د روژې په مياشت کې موټرې له خواړو ډکولې او په بېوزلو يي وېشلې."



"هغوی ډېر زړه سواند دي. که هغوی راسره مرسته نه وای کړای ښاي ډېر سخت ژوند مو تېر کړی وای. موږ به تل د هغوی ملاتړي اوسو."



د موسی کلا د ولسوالۍ د نيشه يي توکو يو سوداګر وويل، په داسې حال کې چې هغه د روژې په مياشت کې له بېوزلو سره مرسته کړې خو طالبانو ته يي مرسته ورکړې نه ده. پرځای يي هغوی ته يوازې د قاچاق په وړاندې د مرستو له امله پيسې ورکړي دي.



هغه وويل: "زه هرکال د روژې په مياشت کې زکات ورکوم او په اړمنو خلکو يي وېشم. کله چې طالبان راسره مرسته وکړي نو زه هم وروسره کله ناکله مرسته کوم. کله چې له حکومتي پوځونو سره مخامخ شم، نوهغوی (طالبان) مې امنيت نيسي."



د روژې په مياشت کې د صدقې ورکول د مسلمانانو مهمه دنده ده. ځکه د هرکال د مال لسمه برخه د "زکات" په نوم بېوزلو ته ورکول کيږي.



ددې ټکي په پام کې نيولو سره چې د اپين او نيشه يي توکو کارول په اسلام کې منعه دي، ځايي ملايان له بېوزلو سره د مرستې په غرض د نيشه يي توکو له بهير سره ستونزه نه ويني.



د سنګين د ولسوالۍ اوسيدونکي، مولوي رحمت الله وويل: "د اپينو سوداګرۍ جايزه ده، خو کارول يي نه. هر هغه شی چې جايز وي او د ګټې لپاره يي سوداګري وشي، نو زکات پرې لازميږي."



زيات شمېر ملايان د نيشه يي توکو له سوداګرۍ څخه ګټه اخلي، چې ښايي د هغې د تت حالت له څرګندولو سره مرسته وکړي. په هلمند کې د کوکنارو کروندګر د خپلو حاصلاتو لسمه برخه د "عشر" په نامه ملايانو ته ورکوي. عشر د ځمکو د حاصلاتو د يوې برخې زکات ته ويل کيږي.



د ګرشک د ولسوالۍ يو ملا چې نوم يي وانخست، وويل: "څوک چې اپينو څخه ګټه اخلي د عشر ورکول ورباندې فرض دي. که ور يي نه کړي، نو د اسلام له پنځو رکنونو څخه يو رکن يي نه دی ادا کړی."



ملايانو ته د اپينو د ګټې ورکول د نورو ځايونو ملايان د امينت له نشتوالي سره سره هلمند ته د ورتګ لپاره هڅولي دي. نور ولايتونه، لکه وردک، چې د کوکنارو کرکيله په کې لږه شوي داسې ښه ژوند نه لري.



د ګرشک ملا وويل: "زه تل د کوکنارو په حاصل کې خپلې برخې ته سترګې په لار يم. د روژې په مياشت کې د زکات ويشل يو نيک عمل دی او زه ورته د قدر په سترګه ګورم. خدای دې خلکو ته وسه ورکړي، چې دې کار ته دوام ورکړي."
Frontline Updates
Support local journalists