د هلمند د اپينو د مخنيوي هڅې د ژمنو څرګندوونکې دي
د افغانستان د اپينو په پلازمينې، هلمند، کې د کوکنارو کرکيله سږکال تر دېرش سلنې راپرېوتې ده، خو راتلونکى کال به څرنګه وي؟
د هلمند د اپينو د مخنيوي هڅې د ژمنو څرګندوونکې دي
د افغانستان د اپينو په پلازمينې، هلمند، کې د کوکنارو کرکيله سږکال تر دېرش سلنې راپرېوتې ده، خو راتلونکى کال به څرنګه وي؟
پروسږکال د ولايتي چارواکو له خوا د يو پياوړي کمپاين او ورسره مل د اپينو د بيو د رالوېدلو له امله زيات شمېر ځمکه والو دې ته غاړه کېښوده چې له خپلې دوديزې غيرقانوني کرکيلې څخه لاس په سر شي او پر ځاى يې غنمو ته مخه وکړي.
هلمند، چې له چنو پرته د نړۍ د اپينو ستر مرکز دى، په ٢٠٠٩ کال کې د کوکنارو په توليد کې په سلو کې ٣٣ کموالى وښود.
سږکال د هلمند والي، ګلاپ منګل لوړه کړې چې خپل د خوړو د زون پروګرام پراخه کړي. د خوړو د زون په دې پروګرام کې په ځانګړو سيمو کې هغو بزګرانو ته د تخمونو، کيمياوې سرې او د کرنې د وسايلو وېش شامل دي، چې د کوکنارو پر ځاى غنم او نور خوراکي توکي کري.
منګل وويل: "د خوړو د زون پروګرام خلک د کوکنارو نه کرلو ته هڅولي دي. دا ددې خبرې ثبوت دى چې جديت، منظم پروګرام او ښه اداره اغېزمن واقع کيږي. سږکال د کوکنارو کرکيله په سلو کې درې دېرش راټيټه شوه او زه ډاډمن يم چې په راتلونکي کال کې به دا شمېره دوه چنده کړو."
د والي سلاکار، سليم زمريالى د خوړو د زون په اړه هغه ته ورته خوشبيني درلوده.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "دې پروژې زيات شمېر غوښتونکي درلودل. موږ له دينې عالمانو سره د خبرو او د کوکنارو د کرکيلې د حراموالي په اړه د هغوى د نظر د غوښتلو له لارې د خلکو د پوهې کچه پراخه کړه. همدا رازموږ د رسنيو له لارې يو لړ کمپاينونه سرته ورسول. سربېره پر دې موږ د کرنې تخمونه ووېشل او د قانون د پلې کولو په اړه مو جديت وښود. موږ قاچاق وړونکو ته سزا ورکړه او د حاصلاتو د راټولولو وسايل مو ضبط کړل. موږ اپين ونيول او وموسوځول. ددې ګامونو د پورته کولو له لارې (د کوکنارو کرکيله) راټيټه شوه."
زمريالي وويل، ددې پروګرام د مالي مرستې زياته برخه د برتانيې دولت چمتو کړه.
هغه وويل: "د برتانيې دولت د خوړو زون ته دولس عشاريه نهه مليونه امريکايي ډالره ورکړل. نورو هېوادونو هم مرسته وکړه. د بېلګې په توګه متحده ايالتونو د يو زر هکتاره ځمکې لپاره د ميوه لرونکو نيالګيو د چمتو کولو ژمنه کړې ده."
پروګرام تر هغې اندازې بريالى و چې سږکال د هلمند له ولايت څخه څلور زره تنه غنم نورو ولايتونو ته صادر شول. نوموړي زياته کړه. د يادونې وړ خبره خو داده چې هلمند د غنمو يو عمده واردوونکى ولايت و.
په هلمند کې د اپينو په وړاندې مبارزه ډېره اوږده، ستونزمنه او آن يوه بې نتېجې مبارزه وه. د افغانستان تر ټولو لوى او تر ټولو زيات بغاوت ځپلى ولايت، هلمند په يوازې سر د نړۍ له نيمايې څخه زيات اپين توليدول. د کوکنارو زياتره کروندې په هغو سيمو کې پرتې دي چې د طالبانو او نورو ياغي ډلو په لاسونو کې دي. تر هغې ناوړه دا چې د فاسدو پوليسو او چارواکو له خوا يې حمايت کيږي.
له ٢٠٠٤ څخه تر ٢٠٠٩ کال پورې د کوکنارو په کرکيلې کې له درې برابره څخه ډېر زياتوالى راغلى و. په سپتمبر کې د نشه يي توکو او جرمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو د څانګې (UNODC) له خوا د يو خپاره شوې رپوټ له مخې په ٢٠٠٨ کال کې په ١٠٣٠٠٠ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و. سږکال د لومړي ځل لپاره دا سيمه لږه شوه. په ٢٠٠٩ کال کې په هلمند کې په سلو کې د ٣٣ په راټټېدو په ٧٠٠٠٠ هکتاره ځمکه کې کوکنارکرل شوي و. د اپينو توليد په ٢٠٠٨ کال کې د ٥٤٠٠ ټنو په پرتله په ٢٠٠٩ کال کې د ٤٠٠٠ ټنو په اندازې په سلو کې ٢٤ ته راټيټ شو.
په داسې حال کې چې افغان چارواکي د کوکنارو د کرکېلې د راټټېدو له امله زيات خوشحاله دي، ملګري ملتونه وايي چې د بازار بيو په دې کار کې ارزښمتن رول لوبولى دى. د اپينو بيه په وروستيو کلونو کې د اپينو د زيات توليد له امله ډېره رالوېدلې ده. په ٢٠٠٩ کال کې د يوه کيلوګرام تازه اپينو بيه ٤٨ ډالره يا د دوو کلونو وړاندې په پرتله له يو پر درېمې څخه لږه زياته وه.
د ګټې په پرتله د کوکنارو د خطر او سرخوږۍ له امله زيات شمېر کروندګرو د کوکنارو د کرلو پرځاى غنمو يا نورو غلودانو ته مخه وکړه.
د نادعلي يو اوسيدونکي، بسم الله وويل: "موږ به نور کوکنار ونه کرو. هغې موږ بېوزلي کړي يو. موږ د کوکنارو د کرلو له امله غنم او د څارويو واښه نه لرو."
يو شمېر خلک د خوړو د زون له پروګرام څخه د لږې ګټې خبرې کوي.
د نادعلي د ولسوالۍ د چاه ميرزا د کلي اوسيدونکي، عبدالباري وويل: "حکومت موږ ته هيڅ هم نه دي راکړي. موږ د حکومت له استازي سره وکتل، خو هغه راته وويل چې ډېر وروسته مو د مرستې غوښتنه کړې ده، نوځکه مو کوکنار وکرل. موږ د حکومت په څېر غښتلي يو. موږ خپلې ځمکې وکرلې او هيچا مداخله ونه کړاى شوه. ١٤٠ کيلو ګرامه اپين مې راټول کړل او سږکال به يې هم وکرم. هغه نغدي پيسې دي. هرکله چې مې زړه و، پلورلى يې شم."
عبدالباري به بل کال ته مرسته تر لاسه کړاى شي. والي ټينګار وکړ چې د خوړو د زون پروګرام به په راتلونکي فصل کې دوام ومومي.
منګل وويل: "پروسږکال مو ٣٢٠٠٠ تنو بزګرانو ته تخمونه او سرې ورکړې. سږکال به يې شمېره ٤٠٠٠٠ تنو بزګرانو ته ورسوو."
د نادعلي په ولسوالۍ کې د شېرآغا په نامه يو بزګر فکر کوي چې د خوړو د زون پروګرام يو ښه نظر دى، خو له هغې سره سره غوره بولي چې د کوکنارو کرکيلې ته دوام ورکړي.
هغه وويل: "زه د کوکنارو په کرکيلې خوشحال نه يم، خو بل څه وکړم؟ نور حاصلات دومره عايد نه لري. ښايي دمګړۍ د اپينو بيه ارزانه وي، خو ورسته بيا لوړيږي. اپين ښې پېسې کوي. هغوى موږ ته پروسږکال پسې راکړې، خو موږ کوکنار وکرل. کله چې د کوکنارو د اړلو ډله زموږ کلي ته راغله، ٤٠٠ زره پاکستاني روپۍ (٤٨٠٠ ډالره) مو ورکړې او خپله کرونده مو وساتله. لا تر اوسه په دې سوچ کې يو چې سږکال څه وکړو. تر اوسه مو پرېکړه نه ده کړې."
د خوړو د زون له پروګرام څخه هغه خلک هم خوابدي دى چې د سرچينو په وېش کې د شته فساد له امله شاکي دي. دا په افغانستان کې د حيرانتيا کومه خبره نه ده چې د نړيوال شفافيت د کلني انديکس له مخې په نړۍ کې پنځم فاسد هېواد شمېرل کيږي. تر اوسه لا هم هغه د يو مهم فکتور په توګه ګڼل کيږي چې کله د کوکنارو په وړاندې د حکومت د هڅو په اړه د خلکو د ملاتړ د حمايت خبره راپورته کيږي.
په هلمند کې د عبدالاحد هلمندوال په نامه يو قومي مشر وويل: "دا د څو مليونو ډالرو پروژه د يو لږ شمېر خلکو جيبونه ته ورځي. زه د څو دليلونو له مخې دا خبره کوم. لومړى، هغوى وويل چې د لوړ کيفيت کيمياوي سره، چې يوه بوجۍ يې ٧٠٠ (پاکستاني) روپۍ (٥٠. ٨ ډالره) بيه لري، ويشي. پرځاى يې هغوى د ټيټ کيفيت محصول ورکړ، چې په بازار کې ٤٠٠ روپۍ بيه لري."
"سربېره پر دې د والي د دفتر او د نادعلي د ولسوالۍ يو شمېر غړي په دې بهير کې خپله خپله برخه لري. هغوى په سلګونه بوجۍ سره خپلو ځانونو ته پرېښې ده. دا د څلورو کلونو مخکې مهال ته ورته خبره ده چې بزګرانو ته د کوکنارو د نه کرلو په موخه مرسته ورکول کېده. زياتې پېسې د اصل بهير پر ځاى خلکو واخيستې، چې هيڅکله يې يو جريب کوکنار هم نه و کرلي، خو په زرګونه ډالر يې تر لاسه کړل. دا هم يو فاسد بهير دى."
د سورګل په نامه د نادعلي يو بزګر له دې خبرې سره موافق دى.
هغه وويل: "لومړى مو فکر کاوه چې موږ ته غنم او سره وړيا راکوي. اوس راڅخه پيسې غواړي. (يو کيلوګرام په ٧٠٠ افغانيو يا ١٤ ډالره) موږ آن اووه افغانۍ هم نه لرو. موږ خواړه له بازار څخه په پور اخلو. په ولسواليو کې پيسې نشته. خلک بېوزلي دي. ددې پروګرام غنم او سره د والي د دفتر نژدې خپلوانو يا د ځايي حکومت مامورينو ته ورکول کيږي."
منګل په ټينګار وويل چې منابع د هغه د دفتر په لاس کې دي. د بډو او فساد مخه نيول شوې ده.
د هغه مرستيال، عبدالستار ميرزکه وال وايي چې په دې کې د افغانستان د دښمنانو لاس دى.
هغه وويل: "موږ د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه بوخت يو. هلمند د ترهګرو ځاله ده. د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او له کوکناروڅخه ګټه کوونکي خلک نه غواړي د [خوړو زون] پروګرام برياليتوب ته ورسيږي. له دې امله يې تخريبوي. موږ په دې پروګرام يو پول هم نه لګوو، ټولې پېسې له برتانيې څخه راځي. د ولايتي بيا رغاونې پروګرام د ټول لګښت مسؤوليت لري. دا د خلکو لپاره يو ډېر ښه فرصت دى. نن نړۍ غواړي له کوکنارو ځانونه بېغمه کړي."
په عين وخت کې حکومت زيار باسي هغه خلک تر فشار لاندې ونيسي چې کوکنار کرلو ته دوام ورکوي.
منګل وويل: "موږ غواړو ډېر ژر له ولسوالانو سره غونډه وکړو، تر څو هغوى دا موضوع جدي ونيسي. هغوى بايد خلکو ته ووايي، هر هغه چا چې کوکنار وکرل وبه نيول شي او بنديان به شي او وسايل به يې هم ورڅه واخيستل شي."
"بندي شوى شخص به تر هغه خوشې نشي تر هغه چې يې په کرونده کې له کوکنارو پرته نور څه نه وي کرل شوي. "
د ځايي خلکو د وينا له مخې د کوکنارو په وړاندې د مبارزې بله مثبته پراختيا په هلمند کې د متحده ايالتونو د پوځونو زيات موجوديت دى.
پخوا د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې اوسېدونکو خلکو په نسبتا ډاډه زړه کوکنار کرلاى شول ، خو د جولاى په مياشت کې د متحده ايالتونو په مشرۍ د خنجر له عملياتو وروسته، چې له څو سهيلي ولسواليو څخه يې طالبان وشړل، يو شمېر کروندګرو پتېلې وه نور ناقانونه حاصل ونه کري.
د ناوې د ولسوالۍ د خاراباى د کلي اوسيدونکي، محمد جان وويل: "موږ ښايي سږکال کوکنار ونشو کرلاى. که ويې کرو نو وابه يې اړوي. پروسږکال زموږ يو خپل د کوکنارو کرونده د حاصل پرمهال له لاسه ورکړه، چې د غوزو پر وهلو يې پيل کړى و. دا کار د هغه لپاره سخت پاى ته ورسېده. د کال په دې وخت کې کوکنار د يو چا د اولاد په پرتله زيات ارزښت لري. زه سږکال غنم کرم. دا ښه خبره نه ده چې هم له حکومت څخه پيسې واخلو او هم کوکنار وکرو."
په پسرلي کې د کوکنارو د کرکيلي د اړولو مهال هغه وخت دى چې بزګرانو خپلې پيسې او وخت د حاصل داخيستو په تمه لګولى وي. له دې امله زيات ځمکه وال له خپګان سره مخامخ کيږي.
د نور محمد په نامه د ناوې يو بل اوسيدونکي وويل: "په افغانستان کې بايد پر خلکو فشار راوړل شي، که نه نو هيڅکله درته غوږ نه نيسي. حکومت بايد لومړى ما ونيسي او بندې مې دې کړي. بايد په بنديخانه کې راته ووايي چې د کوکنارو له کرلو لاس واخلم. هغوى دا کار نه کوي. پرځاى يې راځي او هغه وخت زما ځمکه اړوي چې ستونزې مې په کې ګاللي وي. وايي اپين حرام دي. حکومت بايد له ماسره مرسته وکړي. که مرسته نه کوي، نو هيڅکله به ورته غوږ ونه نيسم، آن که ولسمشر هم وي."