د هلمند اوسېدونکي د ناتو د عملياتدو په بري شک کوي

له اړوندو سرچينو سره ستاسو د تړاو له مخې ښايي تاسو ته د هلمند په شمال کې وخت ډېر ښه ښکاره شي او يا هم تر ټولو ناوړه.

د هلمند اوسېدونکي د ناتو د عملياتدو په بري شک کوي

له اړوندو سرچينو سره ستاسو د تړاو له مخې ښايي تاسو ته د هلمند په شمال کې وخت ډېر ښه ښکاره شي او يا هم تر ټولو ناوړه.

"لاستي کلنګ" تر نامه لاندې عمليات يو ستر بری بولي، چې له طالبانو څخه د بر سنګين د وادۍ د پاکولو په موخه د جون د مياشتې په سر کې پيل شوي و.



د ناتو د سوله ساتي نړيوال ځواک (ايساف) يو وياند، ډګروال چارلي مايو وويل: "له سنګين څخه تر ګرشک پورې ټوله سيمه د حکومتي او ايساف پوځونو په لاس کې ده. طالبان کمزوري دي. هغوی نه شي کولای له حکومت او ايساف سره جګړه وکړي."



خو په دې هکله نورې خبرې هم کيږي او هغه داچې وايي، د لاستی کلنګ عمليات له سره يوه ناکامي وه، د ولس خلکو د مرګ ژوبلې او د کورونو او شتمنيو له منځه وړل و، پرته له دې چې کومه تلپاتې پايلې ولري.



د طالبانو وياند، قاري يوسف وويل: "موږ د کجکي ولسوالي د ناتو او افغان حکومت له پوځونو څخه بېرته ونيوله او اوس په بشپړ ډول زموږ په لاس کې ده. په همدې توګه موږ د سنګين د ولسوالۍ ځينې برخې هم ونيولې."



د لاستي کلنګ د پوځي عملياتو په هکله ښايي د ناتو او طالبانو د نظرونو ترمنځ پراخ واټن موجود وي، خو ځايي استوګن هغومره اغېزمن شوي نه دي، ځکه د هغوی ورځنی ژوند د ځايي پېښو له امله نېغ په نېغه تر اغېز لاندې راځي.



د کجکي يو تن اوسېدونکي، محمدالله وويل: "د پنجشنبې (د جون د مياشتې په 14) د شپې په لسو بجو ناتو خپل سرتيرې د چورلکو په واسطه وايستل. له هغې وروسته طالبان راغلل او هغه ځايونه (ښکته کجکي) يي ونيول چې حکومتي او ناتو ځواکونو دوه اوونۍ د مخه نيولي و."



د کجکي يو بل اوسيدونکي، نظر محمد ددې پېښې پخلی وکړ، هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "کله چې د جمعې په ورځ سهار دوخته له خوبه راپاڅېدم، نو جومات ته لاړم. په لاره مې وليدل، چې زيات شمېر طالبان شاوخوا ګرځي. ما له خلکو وپوښتل چې هغوی دلته څه کوي. ټولو خلکو وويل، برتانويان لاړل او طالبان بېرته راغلل."



د طالبانو يو قوماندان، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "د سنګين مرکز او مرکزته څېرمه د سوري ګاري سيمه او همدارنګه د تنګي سيمه د حکومت تر کنترول لاندې ده. د څاروان کلا په ګډون د سنګين نوره ټوله پاتې برخه د طالبانو په لاس کې ده."



د ايساف د سرچينو له مخې برتانوي او امريکايي لږ شمېر "سلاکاران" له افغان ملي اردو سره يوځای دي. شمال لوري ته له ګرشک څخه کجکي ته پر مخ ځي او سيمه له ياغيانو څخه پاکوي. بهرني ځواکونه له هغې وروسته وځي او نيول شوي سيمه ملي ځواکونو ته سپاري.



ځايي استوګن وايي، د بهرنيو ځواکونو د وروستي سرتېري له وتلو سمدلاسه وروسته طالبان، چې د ناتو د زورورو هوايي بمباريو له امله پټ شوي وي، بېرته راستنيږي.



د سنګين او کجکي ولسوالي د برښنا د بند د شتون له امله ستراتيژيک ارزښت لري، چې هلمند او کندهار ته يي چمتو کوي. له دوو مليونو څخه زيات وګړي د کجکي په بند او د برښنا د توليد په فابريکې باندې ډډه لګوي. د کجکي بند بيارغاونې ته اړتيا لري. طالبان د سنګين له لارې غځېدلي مزي پرې کوي او له دې امله د برښنا توليد د جنورۍ د مياشتې راهيسې ګډوډ دی.



په لښکرګاه کې د ولايتي بيارغاونې ډله له مياشتو مياشتو راهيسې له خلکو سره ژمنې کوي، چې دادی په بند باندې ډېر ژر کار پيل کيږي. خو د طالبانو ايساف د ځواکونو تر منځ جګړه ددې کار مخه ډب کوي.



لاس ته د خلکو د زړونو د راوستلو هڅه ناسمه وخته



سنګين د لښکرګاه او کجکي د ولسوالۍ تر منځ پرته او له دوو مياشتو راهيسې د ترخو جګړو ډګر و، چې د ولسوالۍ مرکز يي په کنډوالو بدل کړ. له بلې خوا ايساف ځايي اوسېدونکو ته د ځانونو رسولو په موخه د جون په اوومه په سنګين کې د قومي مشرانو يوه غونډه راوبلله او هغوی ته يي ډاډ ورکړ، چې اندېښنو ته يي غوږ نيول شوی دی.



لاس ته د خلکو د زړونو کمپاين په هماغه پخوانۍ بڼه روان دی.



څه ناڅه په يو ښه برېښيدونکي پيل کې، چې برتانوي پوځونو د اوبو او برښنا د نه شتون، بيارغاونې اړتيا او د شتمنيو د تاوان د ورکولو په هکله د خلکو خبرو ته په ډېر زړه سوي غوږ نيولی و، د امريکايي ځانګړو ځواکونو يو ږيره ور افسر، چې ځان يي "جګړن ګيل" وپېژاند، په پښو ودرېد.



هغه د ژباړونکي له لارې خلکو ته وويل: "تاسو په حقيقت کې مرسته نه غواړئ. تاسو ټول طالبان ياست. دا زما دنده ده چې طالبان ووژنم او تر هغه به له دې ځايه لاړ نه شم، چې طالبان تللي نه وي."



کله چې د خلکو تر منځ د خپګان نښې نښانې ښکاره شوې او پس پسک پيل شو، نو ګيل وويل: "تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو کلو او کورونوته راشي. هغوی ستاسو له ښځو او ماشومانو څخه د انساني سپر په توګه ناوړه کار اخلي. د ايساف ځواکونه ستاسو د مرستې لپاره راغلي او تاسو اوبه اوبرښنا غواړئ. خو تاسو ښوونځي او روغتونونه، نه غواړئ. که طالبان دلته واوسي، نو هيڅوک به د هغوی د جوړولو لپاره دلته رانه شي، ځکه کارګران وژل کيږي."



ژباړن د جګړن ګيل خبرې ښې ونه ژباړلې. د هغه په ژباړنه کې د "تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ، چې ستاسو له ښځو او ماشومانو ناوړه ګټه واخلي" له هغه څه نه چې ګېل يي د ويلو اراده لرله، يو څه بل راز وژباړل شوه.



همدارنګه نوموړي امريکايي طالب جنګياليو ته په يواړخيز ډول د بښنې غيرعادي ګام هم پورته کړ، په داسې حال کې چې بښنه ترقانون لاندې يوازې د هېواد د ټاکل شوي حکومت دنده ده.



امريکايي افسر، چې تر اوسه ولاړ و، چيغې يي وهلي او کله ناکله يي ګواښونه کول، سپين ږيرو ته وويل: "طالبان بايد راشي او خپلې وسلې په ځمکه کيږدي. موږ به ددې تضمين ورکړو، چې هيڅوک هغوی ته څه ونه وايي."



يو سپين ږيري، ګل اغا چې د خپلو ملګرو په زور ولاړ و، وويل: " آيا غواړئ، چې موږ خپلې ښځې اوماشومان له خاورو راوباسو، تر څو تاسو وګورئ، چې هغوی طالبان نه و؟ برتانويان له موږ سره مرسته نه کوي. هغوی يوازې راځي اوګوري او بيا بېرته ځي. هغوی بيګناه ولسي خلک وژني."



يو بل تن وغړومبيد: "تاسو راغلي ياستئ، چې طالبان ونيسئ، خو دا کار نه شۍ کولای."



ګيل پښېمانه، نه برېښېد او خپلو خبرو ته يي دوام ورکړ.



هغه وويل: "په مليونونه ډالر سنګين ته راغلل. که تاسو کوکنار ونه کرئ، موږ به دا پيسې په تاسو باندې ولګوو."



د امريکا د متحده ايالتونو کانګرس په دې وروستيو وختونو کې د افغانستان له ازادۍ او امنيت سره د مرستې په غرض شپږ مليارډه او څلور سوه مليونه امريکايي ډالره مرسته افغانستان ته منظور کړه. په دې سند کې هغو ولايتونه ته د مرستې د نه ورکولو خبره راغلې، چې د ترهګرو ننګه کوي او کوکنار کري.



د ملګرو ملتونو د نيشه يي توکو او جرايمو د څانګې د 2006کال د يوې سروې له مخې هلمند د افغانستان د نيشه يي توکو په سوداګرۍ کې د ټولو په سر کې دی. ددې ولايت هيروين د نړۍ په سلو کې 40 اړتيا پوره کوي. د ولايتي چارواکو د وينا له مخې سره له دې چې مليونونه ډالره د نيشه يي توکو د مخنيوي په هڅو لګېدلي، خو داسې بريښې چې سږنی توليد تربل هر وخت زيات دی.



د شورا يو غړي، چې نه يي غوښتل ونومول شي وويل: "جيله، موږ به ستا د ژوند تر پايه پورې د کوکنارو له کرلو څخه لاس وانخلو. دا زموږ کرونده ده او ژوند مو دی. که چېرته کوکنار ونه کرو، نو ژوند به مو ډېر ستونزمن شي."



امينت ، يو "درواغ"



د سنګين ولسوال، عزت الله ټينګا روکړ، چې په سيمې کې حالات بېرته عادي کيږي.



هغه وويل: "موږ يوه قومي شورا جوړه کړې ده او د هرې قبيلې خلکو ته مو بلنه ورکړې. خلکو موږ ته ډاډ راکړی چې له موږ سره به د امنيت په تامين کې مرسته کوي. موږ به لومړی له اوبو او برښنا څخه پيل وکړو او وروسته به په بمباريو کې وران شوي کورونه ودان کړو."



د ملي اردو چارواکي په خصوصي ډول وايي، چې په سنګين کې امنيت نه شته.



يو قوماندان وويل: "دا بهرنيان هلته د امنيت خبرې کوي. دا درواغ ده. هغوی هلته له خطر سره ځان نه مخامخ کوي. د ولسوالۍ په مرکز کې طالبان شته. برتانويان او امريکان په خپلو سمڅو کې اوسيږي."



د بغاوت په وړاندې وروستني عمليات ډېر ګران و. د کره شمېرې لاس ته راوړل آسانه، نه ده، خو زياتره سرچينې د سلګونو ولسي خلکو او همدارنګه د ملي اردو د لسګونو سرتېرو د مرګ او ژوبلې خبرې کوي. برتانوي او امريکايي پوځونو ته هم د سر زيان اوښتی دی. د جون په سر کې د يوې چورلکې د رانسکورېدو له امله اووه تنه وژل شوي او د تېرو دريو مياشتو راهيسې له ياغيانو سره د جګړې پر مهال يي په لسګونه نور وژل يا ټپي شوي دي .



د سنګين يو اوسيدونکي، عبدالحليم وويل: "طالبان په هر ځای کې دي. برتانويان به هيڅکله هم له هغوی ځانونه بېغمه نه کړای شي. د 35 هېوادونو سرتېرې راغلي دي، که د اويا هېوادونو څخه هم راشي، بری به ونه ګټي."



سنګين د ارواګانو ښار



ځايي خلکو ته ډېرې تشې وعدې ورکړ شوي دي. د سنګين بازار تل تش . ولاړو دېوالونو يي د دروازو پر ځای تورې خولې نيولي دي.



پخپله بازار هم تل خالي وي او يوازې هلته يا دلته د ژوند نښې نښانې په کې ليدل کيږي. شورا ته راغلي خبريالان له شورا بهرکوم ولسي سړی نه شي موندلای، چې خبرې ورسره وکړي.



زياترو خلکو مرکو کولو ته زړه نه ښه کاو.



يو ځوان هټېوال، نورمحمد وويل: "ما په دې بازار کې د اتلسو خلکو مړي ليدلي دي. دلته يوه پشو هم نه شته. که کوم يو سړی به لار تېرېده، نو له يو سورې څخه پرې ډزې کېدې. او د صابون د ځګ په توګه به ورکېده."



د نورمحمد د وينا له مخې په سلو کې له درېو څخه لږې هټۍ پرانيستې دي.



عبدالرزاق چې په بازار کې يوه کوچنۍ هټۍ لري، شاوخوا خپلو ورانو ويجاړو ته يي په ډېر خپګان کتل.



هغه د سرپه خوځولو وويل: "ما د 50 زرو روپيو په اندازه مال له لاسه ورکړی دی. زما هټۍ لا ډېره کوچنۍ وه. نورو خلکو ته په مليونونو، مليونونو تاوان رسيدلی دی. سوچ نه کوم، د برتانويانو به په موږ زړه يخ شوی وي، ښايي نورې بمبارۍ هم وکړي."



داسې بريښي، چې يو شمېر خلکو له تېر څخه د عبرت تريخ درس اخيستی وي او هڅه کوي، چې طالبان خپلو کلو او کورنو ته پرې نه ږدي.



د می په مياشت کې د ياغيانو د يو بريد په غچ کې داسې يو بريد وشو، چې څاروان کلا يي په تش ميدان واړوله. په غبرګون کې خلک د طالبانو په وړاندې راپاڅېدل، له هغوی سره ونښتل، يو قوماندان او يو شمېر نورو يي ورته ووژل.



د سنګين د ولسوالۍ امنيه قوماندان، سلطان محمد وويل: "د ځايي خلکو او طالبانو تر منځ نښته وشوه. قوماندان ولي محمد او د هغه دوه تنه انډيوالان ووژل شول. د هغوی وسلې يي هم ونيولې. اوس خلک د طالبانو په پرتله غښتلي دي."



د سنګين د ولسوالۍ يو شمېر خلک دا خبره مني.



يو هټيوال وويل: "تيره اوونۍ امريکايي جنرال په موږ د طالبانو ټاپه لګوله. خو موږ د طالبانو مخالف يو. موږ طالبان نه پرېږدو زموږ کورونه او خلک وکاروي."



"د سنګين په ولسوالۍ کې خلک له حکومت سره ورځ په ورځ نژدې کيږي. ځکه اوسمهال طالبان کمزوري دي. موږ به له حکومت سره له سنګين څخه د طالبانو په ايستلو کې مرسته وکړو."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists