د غرفو جوړول

افغان سوداګرى ميرمنى کلک عزم او اراده لري چى کلتوري او لوژستيکي ستونځى حل او د سوداګرۍ په نړۍ کى بريالۍ شي.

د غرفو جوړول

افغان سوداګرى ميرمنى کلک عزم او اراده لري چى کلتوري او لوژستيکي ستونځى حل او د سوداګرۍ په نړۍ کى بريالۍ شي.

د کابل له متشبسيو څخه يوه نرګس چى يوه ٣٠ کلنه کونډه ده او څلور زامن لري، په دى خوشحاله ده چى که چيرى وکولى شي په اوونۍ کى دوى غالۍ وپلوري، خو هغه لا هم زياته خوشحاله په دي وي چى د پوليسو د ځورونى او د تيريدونکو کسانو له خوا چى ورته بدلمنه (فاحيشه) غږ کوي، له خبرو او ځورونى پرته دا غالۍ وپلوري.


هغه خپله سوداګري په غيرقانوني توګه په يوه کوچني پارک کى چى د کابل د دوو جادو په تقاطع کى موقعيت لري پر مخ بيايي، ځکه هغه د دوکان د کرايي د ورکولو توان نه لري، او خپله ناچيزه ګټه له دريو نورو ميرمنو سره شريکوي. پداسى حال کى چى هغوى په مياشت کى يوازى ٦ غالۍ چى په فابريکه کى اوبدل شوي خرڅوي، نو که چيرى هغه وکولى شي په دغه موده کى ١٥٠٠ افغانۍ ( ٣٠ امريکايي ډالره ) تر لاسه کړي نو نيکمرغه ده.


دوى د پلورنى ډير موثر تخنيک لري او هغه په دى ډول چى ، يو يي پر تيريدونکيو کسانو غږ کوي او نور بيا د بالقوه رانيوونکو اکټونه کوي، چى د غاليو د نوعيت په هکله ښى خبرى کوي، او په داسى حال کى چى سوداګري ښه نه وي دوى کولى شي يو څه وپلوري.


خو هغه ادعا کوي چى پوليس يي په دوامداره توګه ځوروي او آن ترى د بډو غوښتنه کوي، پداسى حال کى چى هغى ته په دري د فاحيشى او په پښتو د کنچنۍ آوازونه د هغى د ورځني سوداګري له امله د محافظه کاره کابليانو له خوا عام دي.


نورى ميرمنى چى هڅه کوي د سوداګرۍ نړۍ ته لار ومومي هغوى ته بيا دومره ګرانه نه ده. ګيتي چى د پلازمينى په جنوبي برخه کى د سينګار دوکان لري، د ورځى لس ډالره ګټي. هغى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دا کار او بار مى په کور کى کوه، خو اوس زه يو دوکان لرم او ما ته ګواښونه نه دي راکړل شوي.


يوازى يو څو کاله وړاندى د نجيب اله د حکومت پر مهال او له هغه وړاندى، ډيرى ښځى د سوداګرى ډګر ته راغلى وى، او نژدى ٣٠٠ يي په نړيوالى کچ په سوداګرى بوختى وى. خو د کورنۍ جګړى کلونو او د مستبدو طالبانو د رژيم اوچتيدو، ميرمنى کور کى ناستى ته اړ ايستل، پداسى حال کى چى ډيرى هغه ميرمنى چى تعليم يي کړى و او پيسى يي درلودى له هيواد څخه ووتل.


اوس يو شمير غير حکومتي موسسى هڅه کوي د اقتصاد هغه برخه بيرته راژوندۍ کړي چى ښځو غالۍ اوبدلى، خامک يي کوه، شالونه يي ګنډل، ګاڼى يي جوړولى او نور لاسي شيان يي چمتو کول.


د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق، (يونيفم) او د سوداګرۍ او د ښځو د چارو وزارت د تيرى مياشت په وروستيو کى د افغاني سوداګريزه ميرمنو يوه اتحاديه جوړه کړى.


د يونيفم يوى مسولى پروين پيدار وويل، دوى پلان لري چى ميرمنى د سوداګرى د مهارتونو د تر لاسه کولو په برخه کى وروزي، د بيلګى په توګه، ماليات، بازارموندنه، توليد، د نوعيت کنترول او همدارنګه هغوى ته د پور ورکول او له هغوى سره د بازارموندنى په برخه کى مرسته کول هم راځي.


دا په يوه محافظه کاره ټولنه کى چى ميرمنى لا هم په کور کى ساتي يو معتدل او متواضح پيل دى، خو پيدار دا خوبونه ويني چى ميرمنى به د نړيوالو سوداګريزه کمپنيو مسوليتونه بيا اخلي او خپل توليدات به ټولى نړۍ ته ورليږي. که څه هم هغه دا مني چى په دى به ډيرى لسيزى وخت تيريږي تر څو داسى شرکتونه د اقتصاد سره موثره مرسته وکړي.


پيدار توضيح ورکوله چى دا اجبار اقتصادي نه بلکى کلتوري دى او زياته يي کړه، د ښځو ډيرى د افغاني دودونو او عنعنو په اړوند له ستونځو سره د مخامخ کيدو له امله ويره لري.


يوه سوداګره ميرمن بلقيس چى له داسى ستونځو سره مخامخ شوى ، اوس د خپل سينګار ځاى د پرانيستنى څخه چى د نجيب اله د حکومت پر مهال يي درلود ډيره ډاريږي. هغه وايي، ډير داسى خلک دي چى زموږ د دغه ډول سوداګرۍ مخنيوى کوي، ښايي هم د دغه کار لپاره له تشدد څخه کار واخلي او دا کار د ښځو تر منځ ويره رامنځ ته کوي.


ليلا چى د کابل په مرکز د پل خيشتي جومات څنګ ته رنګ شوي او تزهين چاينکونه پلوري د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى وويل، تيريدونکي کسان اکثره د قهر او کينى له امله د هغه شيان په پښى وهي او ماتوي يي.


نورو ميرمنو چى غوښتل يي سوداګري وکړي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، د دوى مهمه انديښنه له دى امله ده چى پر دوى به نيوکى کيږي، دوى به ځورول کيږي، او د اسلامي بنيادګرو له خوا پرى آن بريد کيږي. آن په کابل کى، ميرمنى له دى ويريږي چى ځان ته په تکسي کي کښيني ځکه پر دوى ښايي د بد اخلاقو او سستو ښځو ګمان وشي.


په پلازمينه کى اکثره ميرمنى د حکومت له خوا استخدام شوي دي. که څه هم له کابل څخه بهر په شمال کى د مزارشريف په ښار کى ، ډيرى لمى داسى ميرمنى ت سترګو کيږي چى نارينه ورسره ملتيا نه کوي او هيڅ يوه يي هم په دفترونو او يا دوکانونو کى کار نه کويز


ځينى اسلامي پوهان د ښځينه متشبثينو په اړه نسبتا آزاد خياله روش لري، خو وايي چى مذهبي حدودو په اړه چى ښځى د سوداګرۍ په برخه کى څه کولى شي او څه نه بايد احتياط وشي.


په کابل کى د حضرت عمر فاروق د جومات مولوي عبدالوهاب د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، د اسلامى له نقطى نظره ښځى د سوداګرى د کولو په برخه کى ستونځى نه لري. خو مسلمانى ميرمنى بايد په سوداګريز سفر له خپلو نارينه همکارانو سره ولاړى نه شي. په دوديزه توګه ، يوازى هغه نارينه د ښځو ملتيا کولى شي چى د دوى د کورنى غړى وي.


چى کلتوري انديښنى يوى خوا پريښودل شي، نو د سوداګرۍ لپاره د کوچني ځاى پيدا کول د افغانستان د تجارانو له پاره لويه ستونځه ده. د سوداګرۍ وزير سيد مصطفى کاظمي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى د هغه وزارت له ٢٠٠٠ څخه زيات د باالقوه سوداګرۍ پروژى راجستر کړي دي، چى له هغو څخه يوازى ٥٤ يي د ميرمنو دي، خو د دوکانونو او ځاى نشتوالي د هغو د عملي کيدو مخه نيولى ده.


Frontline Updates
Support local journalists