د غم ځپلو افغانانو له خپگانه ډک برخليك

د افغانستان د جګړې دردونکي قربانيان ماشومان دي چې د ډيرې بدې ځوريدنې او ناخوالو د ليدنې له امله نږدې د ليونتوب کچ ته رسيدلي دي.

د غم ځپلو افغانانو له خپگانه ډک برخليك

د افغانستان د جګړې دردونکي قربانيان ماشومان دي چې د ډيرې بدې ځوريدنې او ناخوالو د ليدنې له امله نږدې د ليونتوب کچ ته رسيدلي دي.

Monday, 21 February, 2005

يوه طالب عسکر د حميد پلار دهغه د سترګو وړاندې وواژه. د دغې پيښې د ليدو وروسته د هغه په ذهن کې داسى گومان پيدا شو چى ګنې مور يي دده د پلار قاتله ده.


پداسى حال كى چى د حميد پلار د ژوند په وروستيو سلگو كى وو له حميد څخه يي وروستۍ خولګۍ غوښتې وه . له ډيرې ويرې هلک داسې سوړ شوې وو لکه کنګل. له پيښې وروسته حميد د مور څخه د غچ اخيستنې په فكر كى شو چې خپلې مور ته د هغه جرم له امله سزا ورکړي چې هغې نه دې تر سره کړې.


د کابل دروحي ناروغيو په روغتون کې سيما اوسامي وايي "په لومړيو وختونو كى حميد په پرله پسى توګه دپلار نوم اخيست. هغه وايى كه چيرې د حميد در ملنه نه واى شوې نو هغه به خپل ټول ژوند په دې خپګان تير وركړې واې چې ويي نه شو کولې چې د خپل پلار وروستۍ هيله پوره كړي.


د روغتون کارکوونکي د دغه اوه کلن هلک درملنه د يوه داسې پروګرام په چوګاټ تر سره کوي چې دې وکولې شي په حقيقت وپوهيږي او يوه داسې لار ومومي چې د دغې بې ځايه کرکې څخه لاس واخلي.


. اوسامى د جنګ او سولې راپور ورکوونکې موسسې ته وويل له درملنى وروسته حميد پلارته په دعاگانو پيل وكړ. هغه وكولى شو ځان ته د قناعت ورکولو بله لار ومومي. اوس دې پوهيدلې چى غچ اخستل به د هغه د پلار د شهادت درجه ټيټه كړي دا هغه څه دي چې حميد فکر کوي پلار به يي خوابدې کړي.


سليمان يوبل اته كلن ماشوم دى. ده وليد چى طالب عسکرو يي پلار د شپې له خوا له كوره وويست او له ځانه سره يى يوړ. دغې پيښې دهلك پر ذهن ډير بد اغيز وكړ او له خبرو کولو پاتې شو او ګوښيتوب يي غوره کړ.


هغه مهال چى سليمان هڅه کوي چې دخپل پلار کيسه وكړي د هغه سترګې په غير طبعيي ډول خوځيږي ، هغه ډير خواشينې کيږي او په ژړا پيل کوي


روحيات پيژندونکې زرغونه احمد زۍ هڅه کوي چې سليمان وکولې شي د خپګان له امله چې کوم غير ارادي جسمي حرکات ورته پيدا کيږي د هغو په له منځه وړلو کې بريالې شي . زرغونه زيار باسى چى له ده سره د کلمو په کارولو، لوستنې او د ژبې د تمرين په کولو کې مرسته وکړي تر څو هغه وکولې شي پر خپلې ويرې بريالې شي.


ډاكتره زرغونه په دى باور لري چى له پيښو وروسته ماشومان د روحي خپګان دغه حالت ته ځي ځکه چې دوې د ژوند په هکله خيالي نظر لري. ماشومان داسې گومان كوى چى دوى ډير مهم دي، نړۍ ډيره مصونه او راتلونکې ډير ښکلې دې، خو يوه ټکان ورکوونکې پيښه دا ګومان په يوه شيبه کې له منځه وړي. دوى پر ځان د باور او اعتماد احساس له لاسه وركوي.


ډاكتره سهيلا سادات وايى ډير افغانان په دى نه پوهيږي چى روغتيايي درملنه كولى شى د هغو ماشومانو سره مرسته وکړي چې له داسې حالاتو ځوريږي. ډير خلک په دې باور دي چى يو بوتل شربت له روحي درملنى څخه ښه دې. له هغو خلکو چې پر روحي درملنې يي شک کوه په ځانګړي توګه طالبان وو ځکه دوې د ماغى كمزوري د ايمان د كمزورى پايله بلله".


دغه روغتون چى په ١٩٨٥ كال كى جوړ شوى وو، په ١٩٩٢ كال كى د هيواد د روحى رنځونو په نوي رامنځ ته شوي انستتيوت بدل شو. په روغتون کې ٥٣٠ كسه كاركونكى وو چى وروسته د طالبانو له خوا يي شمير ٥٠ تنو ته را ښكته شو.


سره له دې چى په روغتون كى د مسلکي كاركوونكوشمير او وسايل لږ دي بيا هم د محدودو خدمتونو لړۍ روانه ده.


دغه راز روغتون د نړيوالې ټولنې د سياسي تګلارو د بدلون قرباني هم وو. دملگرو ملتونو د ماشومانو اداره يا يونيسف وايى چى دوى ته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال گواښ شوى وو چى له غم ځپلو ماشومانو سره بايد خپل كارونه ودروى. اوس دوې وايي چې د ټولنيزو پروګرامونو له لارې د دوې له درملنې سره بيا مرسته وکړي . خو ستونځه دا ده چې له مستقيم ملاتړ پرته روغتون يوازې لمړني خدمتونه تر سره کولې شي .


احمد زۍ وايى ضروري او اړين پروګرامونه له وسايلو پرته امكان نه لري چې د بيلګې په توګه د موزيک له لارې د درملنې ياددونه کيدې شي. هغه وايي مونږ په روغتون كى د اړتيا وړ مواد لكه كاغذ، پنسل او دلوبوسامان نه لرو."


دروغتون درملتون دومره توان نه لري چى رنځورانو ته درمل وركړي نو ځكه بايد د ناروغ كورنى درمل له بازاره څخه واخلى. د سهار د چاى لپاره صرف لږه بوره ناروغانو ته وركول كيږي. مريض بايد پخپله د ځان لپاره د غرمې او ماښام خواړه له وريجو او پټاټو څخه برابر كړي.


په كابل كى خپلواك خبريال محمد داود.


Frontline Updates
Support local journalists