د غاليو گټوره سوداگري له پيښور څخه ولاړه
د غالۍ جوړولو يوه لويه كارخانه په داسى حال كى په ناڅاپى توګه تري تم کيږي چى کډوال بيرته خپل وطن ته ستنيږي او خپل مهارتونه هم له ځانه سره وړي.
د غاليو گټوره سوداگري له پيښور څخه ولاړه
د غالۍ جوړولو يوه لويه كارخانه په داسى حال كى په ناڅاپى توګه تري تم کيږي چى کډوال بيرته خپل وطن ته ستنيږي او خپل مهارتونه هم له ځانه سره وړي.
څوومياشتى مخكى، پاكستاني مامورينو د څمكنيو د غالۍ اوبدلو فابريكه د پيښور په څنډو كى د دې له پاره جوړوله چى دابه د ښار د افغانى قالينو د ګټورې سوداگرۍ په لار كى دلا زيات پرمختگ سبب شي.
اوس دغه ټوله پروژه خوشى پرته ده. پرمختيايى كارونه په ټپه ولاړ دي او هغو 24 كارخانو چى هلته يى كارونه پرمخ بيول خپل كارونه په ټپه درولي. يواځې دوه كسه ساتوونكى د دغه ځاى دساتلو لپاره گمارل شوي چى تقريبا دوه سوه هكتاره ځمكه يى نيولې.
دپيښور تر ټولو لويه كارخانه چى تقريبا په سلگونو كار كوونكي يى لرل د خپلو ټولو كار كوونكو سره په داسى حال كى مخ په ور كيدو ده چى په زرگونو افغان مهاجرين چى د 22 كالو راهيسى په پاكستان كى اوسيدل بيرته خپلو كورونو ته ستنيږي. د ملگرو ملتونو مامورين وايى چى دوى په كډوالو كى په زر گونو غالۍ جوړونكي كورنۍ ليدلي چې سامانونه يي پر لاريو تړلي او خپل و طن ته ستنيدل.
شمس خان چى 21 كلن دى او د پيښور د څمكنيو د قغالۍ جوړولو د كارخانى ساتوونكې دې وايى "په دغه ښار باندى ډيرى پيسى لګول شوي او مسلكى كسانو ته ډيرى اسانتياوې وركړل شوې وى. مگر افغانانو تگ ته لومړيتوب ورکړ. د پاكستان حكومت د هر راز مرستى ژمنه وكړه خو هيچا هم د اوسيدو نيت و نه ښوده".
كه څه هم پاكستان د درى ميلونه افغان کډوالو د بار څخه سرټكونه كوي او په دوى د بيروزگارۍ او د جرمونو په كولو كى د زياتوالى پړه اچوى خو ددوى ناڅاپي تگ اغيز شديد بريښي. د ملگرو ملتونو مامورينو د کډوالو 300000 كورنۍ د مارچ له لومړۍ نيټى څخه راهيسته چى وطن ته کډوالو د ستنيدو بهير پيل شوې راجستر كړي دي.
دتير كال خپرو شوو احصايْيو ښودلې چى په لاس اوبدل شوي غالۍ دسوبه سرحد تر ټولو لوى صادراتى لارښود وو چى د توليداتى عايداتو ارزښت يى د 2000 څخه تر 2001 كاله پورى 130 ميلونه امريكايى ډالرو ته رسيږي. غالۍ اوبدونکي چى ډيرې يي ماشومان دي د ورځې يو څو روپۍ د خپلو گوتو د كار څخه پيداكوى او دوى د تركمنو، ازبكو او تاجكو له لږكيو څخه دي.
پيښور چى يو ايالتى مركز دى هغه وخت په يو لوى ښار بدل شو چى روسانو په 1979 كال كى په افغانستان تيرې وكړ او کډوال د پاكستان لورې ته واوښتل. پيښور چې د ميشتو افغانانو لوې ښار وو اوس داسى ځاى دې چى د کورونو کرايي په هغو سيمو کې چې افغان کډوال پكښى اوسيدل ډيرې ټيټې شوي ځکه تقاضا رالويدلې ده.
د نفو سو ډرامايي زياتيدنه چى په اتياومو كلونو كى رامنځ ته شو د بس ګاډو او ريكشاګانو په شمير كى د زياتيدو سبب شو. پوليس په پيښور كى پر مخ باندى ماسك اغوندى.
خو دغه كار اقتصادي ګټى هم لرلې. نوې سوداگريز ماركيټونه، كورونه او سوداگري پيل شوه. د عايداتو ډيره برخه په ځانگړي توگه هغه پيسى چى د لويو او د تر ساتنې لاندې کورونو لګيدې له نيشه اي توكيو او له هغه پيسو څخه تر لاسه کيدې چى د امريكا د متحده ايالاتو له خوا په 1980 كلونو كى د شوروى اتحاد په وړاندې د جګړې لپاره وركول كيدل. خو د دغو پيسو ډيره برخه د لاسى غاليو د اوبدلو له سوداگرۍ څخه هم لاس ته راغلي.
دپيښور د ښار په مركز كى د MCB د بانك يو كار كوونكې ارباب همايون وايى " سوداگر زموږ په بانكونو كى ډيرى پيسى لري، كه چيرې دوى ولاړ شي نو بانك به ددى توان ونه لرى چى ددوى پورونه ور كړي"
مخكى له دى چى په هيواد كى جگړې پيل شي كابل د افغانى غاليو د سوداگرۍ لوى مركز وو.آّن د شوروي اتحاد سره د جگړې د كلونو پر مهال د كابل غالۍ صنعت په کابل کې ډير بډاې وو. خو په 1992 كال كى د مجاهدينو له راتگ وروسته بى نظمى رامنځ ته شوه او سيالو ډلو د كابل د ښار ډيره برخه ويجاړه كړه.
هغه څه چى د غاليو د كار لپاره پاتى وو هغه پيښور ته راوړل شول او دهغو افغانانو لپاره چى غوښتل يى د غاليواوبدلو ته دوام وركړي يوه سرچينه شوه. په همدغه وخت كى په پيښور كى د غاليو كارخانى جوړى شوې او دنارينه وو له خوا چى په كمپونو كى بې روزګاره وو پرمخ بيول كيدې. يوه كورنۍ د يو متر مربع غالۍ په بدل كى چى له غټو وړيو اوبدل شوې وې د 1500 څخه تر 2000 پاكستاني روپې (25-33 $) لاسته راوړي.
خور اوس د قالينو هغه کډوال سوداگر چى په 1990 كلونو كى کډوال شوي بيرته ځي. نه يواځى داچى اوبدونكي بيرته روان دي بلكه د غاليو د سوداگرۍ مركز هم بيرته كابل ته ځى.
دپيښور په خيبر بازار كى چى د غاليو د خرڅلاو يو لوى مركز دې يو سوداگر عبدالاحد وايى "په اوسنيو وختونو كى زمونږ د غاليو ټول سوداگر افغانان دي چى غالۍ افغانستان ته وړي."
د غاليو سوداگر وايى دوې د پاکستان په پرتله چې سيلانيان هلته لږ دي په كابل كى له هغو مرستندويه كاركوونكو او بهرنيانو څخه چى د طالبانو له نسکوريدو وروسته كابل ته راغلي ډيره ګټه لاس ته راوړى.
عبدالاحد وويل "دغاليو صنعت ، مهارتونه او سوداگري به په افغانستاكى د امنيت په راتلو سره نور هم پرمخ لاړ شي" . ده وويل "په پاكستان كى سوداگر افغانان دي او دايو افغانى مهارت او دنده ده چې دوى يي پاكستان ته راوړى. پاكستانيان د غاليوله كار سره اشنا نه وو"
سوداگر غواړي چى دغه توليدات بيرته په پښو ودروى، په داسى حال كى چى د غاليو توليدات اوس هم په ځنيو پلان شويو كار خانو كى دوام لري لكه د څمكنيو د غالۍ اوبدلو په ښارګوټي کې، چى زياتره غالۍ يى په كور كى په انفرادى توگه اوبدل كيږي. اوس دغه كورنى د خيبر له لارى افغانستان ته ځي.
حمزه خان چى په خپل كور كى د غالۍ اوبدلو كارگاه لري يو له افغان غالۍاوبدونكو څخه دې چى وايى بيرته به افغانستان ته لاړ نه شي. دې په افغانستان كى دښمنان لري او پوهيږي چى بيرته نه شي تلاى. دى په پيښور كى په ځان ته اوسيدو ټينگار كوي.
ده وويل "ځينې خلك شته چى ځينى ستونځې لري او بيرته تگ يى خطر لرى. مگر په پاكستان كى د غاليو سوداگري له منځه تللې".
ولىالله شاهين او سميع الدين چى په پيښور كى د IWPR د ژورناليزم د روزنى پروگرام كى زده كړه كوى.