د غاليو اوبدل له مهاجرو سره ډيره مرسته کوي
د کډوالو کورنيو پايښت د هغوى د ماشومانو په هغو پيسو پورى اړه لري چى په پيښور کى ئي د غاليۍ اوبدلوله کارخانو څخه تر لاسه کوي.
د غاليو اوبدل له مهاجرو سره ډيره مرسته کوي
د کډوالو کورنيو پايښت د هغوى د ماشومانو په هغو پيسو پورى اړه لري چى په پيښور کى ئي د غاليۍ اوبدلوله کارخانو څخه تر لاسه کوي.
هره ورځ سهار نهه کلن مدد خان او ديرلس کلن ورور ئي حکيم د پيښور د غالۍ اوبدلو په يوه کارخانه کى اته ساعته کار پيل کوي چى د مياشتى ور ته (٨٠٠) روپۍ (١٣ امريکائي ډالره) ورکول کيږي. د غاليو اوبدل په پاکستان کې د افغان کډوالو د کورنيو له پاره د عايد يوه لويه سرچينه ده او دا کار د بشري حقونو فعالين چى د ماشومانو د کارکولو د مخنوي هڅى کوىي، د يوه سخت حالت سره مخامخ کړيدي، خو د افغان کډوالو د کورنيو له پاره د هغوى د ماشومانو د کار پيسى له غربت څخه د هغوى د ژغورنى د هڅى يوه برخه ده.
دا ستونځه په بشپړه توګه څرګنده نه ده، ځکه چى مرستندويه مؤسسو ته د غالۍ اوبدلو کارخانو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کيږي او داسى شک کيږي چى په همدى کارخانو کى د پنځو کلنو تر عمره پورى ماشومان په کار ګمارل شويدي. په همدى کارخانو کې د کارکوونکو ماشومانو له پاره روغتيائي حالت ډير خراب دى. د غاليو د تارونو د رنګ بوى ماشومان د ساه تنګۍ په ناروغۍ اخته کوي او د زيات وخت دپاره په غير منظم ډول سره د ناستى له امله هغوى د عضلاتو او هډوکو په ستونځو اخته کيږي.
مدد چى د پيښور د بورډ په سيمه کې ژوند کوي، وويل: موئږ هره ورځ د کور څخه کار ته په پښو ځو او هلته د اتو ساعتونو دپاره کار کوو چى په کار کى موئږ ته ډوډۍ نه راکول کيږي. هغه زياته کړه: کاشکى موئږ ښوونځي ته تلاى، خو موئږ دکور د مالي ستونځى له امله دا کار نه شو کولى.
د مدد پلار خان محمد چى بيکاره دى، وايي: زه کار نه شم کولاى او ډير پوروړى يم، نو له همدى امله پر خپلو ماشومانو کار کوم.
همدا کارخانه د پيښور په حيات آباد کې هغه وخت جوړه شوه چې يو ګڼ شمير افغانانو خپل هيواد خوشى کړ او پاکستان ته راغلل. نوموړى کارخانه د (٢٥) غاليو د اوبدلو ځاى لري چې دا جوتوي چى د غاليو صادرات څومره مهم دي.
د خان محمد دوه زامن د هغو (١٤٠) تنو ماشومانو له ډلى دي چى په همدى کارخانه کې کار کوي. د دغى کارخانى مالک حاجي هاشم وويل: موئږ ماشومان له دى امله استخدام کړيدي چى هغوي ښه کار کوي او هم ئي معاشونه ټيټ دي. هغه زياته کړه: موئږ هغوى ته د (٥٠٠) څخه تر (١٥٠٠) روپيو پورى معاشونه ورکوو. ده وويل: موئږ د حکومت سره کومه ستونځه نه لرو، ځکه چى حکومت ته ماليه ورکوو.
د غاليو صنعت د ماشومانو په کوچينيو او نازکو ګوتو پورى تړلى دى. يو ګڼ شمير ماشومان د خان د ورونو په شان په ډيرو رسمي کارخانو کې کار کوي. نور ډير ماشومان پخپلو کورونو کې کار کوي چى د غالۍ پر سر ور ته پيسى ورکول کيږي.
په لاس اوبدل شوي غالۍ د پاکستان د شمال لويديځ صوبه سرحد ايالت د صادراتو يوه مهمه برخه ده چې تير مالي کال ئي د (١٣٠) ميلونو امريکائي ډالرو په ارزښت پيسى دغه ايالت ته برابرى کړى وى.
د افغان مهاجرو په کمپونو کې ډير لږ کارونه موندل کيږي، خو هلته د قالينو د اوبدلو د سخت کار دپاره ډير کارګر موجود دى.
د پاکستان د بشري حقونو د کميسون يوى غړى وويل: د غالۍ اوبدلو سوداګري د ماشومانو د سخت کار له امله په ډير ښه توګه پر مخ روانه ده چى پکښى د (٣٢) ميلونو ماشومان چى عمر يي د اتو څخه تر ديرلس کلنو دى د کارکولو له پاره ګمارل کيږي. هغي زياته کړه: د پاکستان د غالۍ اوبدلو د کارخانو رئيسان د ماشومانو دکار څخه ډيره ګټه اوچتوي، خو هغوى ماشومانو ته ډيرى لږى پيسى ورکوي او هم ئي ډيرى لږى آسانتياوى ور ته برابرى کړيدي.
په پيښور کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارى (يونيسف) يو مامور ايمران علي شاه وويل: پر ماشومانو د کارکولو له پاره قوانين موجود دي، خو دا قوانين ډير لږ عملي کيږي.
خو د غالۍ اوبدلو په کارخانو کى د ماشومانو معاشونه د هغوى د مهاجرو کورنيو له پاره د عايد يوه ښه سرچينه ده. د ماري کيسه چې په (١٩٩٦) ميلادي کال کې د کابل څخه پيښور ته راغلى ده، دا په ډاګه کوي چى د غالۍ اوبدلو څخه تر لاسه شوي نقدى پيسى د مهاجرو په ژوند کې څومره ارزښت لري.
ماري چى اوس (٢١) کلنه ده، وايي:هغه مهال چى طالبان واک ته ورسيدل، نو زما ورونه يي له کارڅخه ليرى کړل. موئږ د سختو مالي ستونځو له امله پاکستان ته راغلو. په پاکستان کى د يو څه وخت له تيرولو وروسته مى د غالۍاوبدلو شاګردي پيل کړه او ور ور مى وکړاى شول چى له همدى لارى ډيرى پيسى وګټم.
د ماري پلار مړ دى او خور يي د خامک ګنډنى ښوونکى ده. د هغى کشر ورور چى دوه ماشومان لري هم د غالۍ اوبدلو په کارخانه کى کار کوي. د ماري د کورنۍ مياشتى عايد (٨٠٠٠) افغانۍ دى.
ماري وويل: دا يو سخت کار دى او هغه پيسى چى موئږ يي له همدى لارى ګټو، ايه پرى زموئږ ورځني چارى پر مخ ځي. غالۍ اوبدل يو ګټور کسب دى ، خو روغتيا ته ډير زيان رسوي.
د غاليو ګڼ شمير اوبدونکو خپلى کډىراټولى کړيدي او د افغانستان په لور په دى هيله د تګ په حال کى دي چى د طالبانو د واکمنۍ له ختميدو وروسته به له پنځه ويشتو کلونو وروسته د لومړي ځل له پاره د دوى په هيواد کى يو تل پاته سوله رامنځ ته شي. همدارنګه د غاليو د صنعت مرکز بيرته کابل ته د خوځيدو په حال کى دى.
په داسى حال کى چى پاکستان په تخميني ډول دريو ميلونو افغان مهاجرو ته د پناه ورکولو څخه شکايت کاوه چې د بيکارۍ او جنايتونو په شمير کى ئي زياتوالى رامنځ ته کړى، خو اوس به همدا هيواد د غالۍ اوبدلو د ارزښتمند صنعت د له لاسه ورکولو سره د اقتصادي ګټى د له لاسه ورکولو سره مخامخ شي.
که څه هم ماري او د هغى د کورنۍ په شان نور افغانان خپل هيواد ته د تګ پلان لري، خو د هغوى راتلونکى روښانه نه دى. افغانستان ويجاړ دى او حکومت ئي پر هغو بهرنيو مرستنديه هيوادونو ږغ کړى چى په چټکۍ سره د خپلو مرستو پر ژمنو وفا وکړي، تر څو هغوى د خپل جګړه ځپلي هيواد په بيا آبادۍ پيل وکړي او په لوړ کچ د بى روزګارۍ د له منځه وړلو له پاره د حل يوه لار ومومي.
ماري وويل: موئږ به په دى شرط افغانستان ته ولاړ شو چى هلته سوله رامنځ ته شى او بيا به موئږ وروسته د غالۍ اوبدلو د دوام په هکله پريکړه کوو. خو د هغى کورنۍ داسى ډير امکانات نه لري چى ترى يو نه يو د شغل له پاره وټاکي.
سيدجان سباون او احمد طاريق په پيښور کى د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى د ژورناليزم په کورسونو کى ګډون کړى وو.