د فوټبال ښځينه لوبغاړې له خنډونو تېرېږي

د افغانستان د ښځينه لوبغاړو لومړنۍ ډله په نړيواله کچه په سياليو کې د ګډون لپاره ځانونه چمتو کوي.

د فوټبال ښځينه لوبغاړې له خنډونو تېرېږي

د افغانستان د ښځينه لوبغاړو لومړنۍ ډله په نړيواله کچه په سياليو کې د ګډون لپاره ځانونه چمتو کوي.

Friday, 18 November, 2005

د افغانستان د سپورت دښځينه لوبغاړود فوټبال ډله سپورتي جامې نه لري، د شين چمن پر ځاى په کانکريټي ځمکه باندې تمرين کوي، خو په دې هيله ده، چې سږکال اوړی به په نړيوالو سياليو کې د لومړي ځل لپاره ګډون وکړي.


د کابل د فوټبال د ښځينه لوبغاړو انتخابي ډله به آن داګست په مياشت کې په ايران کې د ښځو (بانوان) په سياليو کې تر ګډون دمخه د زياترو لوبغاړو په پرتله له زياتو خنډونو څخه تېره شي.


دا ډله د څه دباندې يوکال راهيسې په منظم ډول لوبې تر سره کوي. په پيل کې يې زياتره وخت د تړلو دروازو شاته لوبې کولې. په داسې حال کې چې هغوی لا تر اوسه د خلکو له خوا له هغه هرکلي څخه نه دي برخمنې شوي، چې نارينه لوبغاړي ورڅخه برخمن دي، خو د ښار د نجونو په دولسو لوبډلو کې دا تر ټولو غوره (منتخب ټيم) ډله اوس په پرانيستې هوا کې لوبې تر سره کوي.


ددې لوبډلې د برخوالو عمرونه له دولسو څخه تراتلسو کلونو پورې دي. هغوى د کابل په (غازي) لوبغالي کې د شين چمن تر څنګ په کانکريټو تمرين کوي، هلته چې يو مهال طالبانو په عام محضر کې اعدامونه تر سره کول. په چمن کې معمولا نارينه لوبغاړي لوبې کوي.له دې امله ښځينه لوبغاړې په پرتليزه توګه په يو کوچني ځای کې لوبې کوي.


هغوی خولۍ پرسروي او له سرڅخه تر پښو پورې په رنګينه جامو پوښل شوي. يو څو تنه يې يوزاې د يو څو مياشتو راهيسې تمرينونه کوي. په هغه څه چې نه پوهيږي، په خورا لېوالتيا يې زده کوي.


د ډلې مشره (کيپتانه) 16 کلنه شامله له شپږو مياشتو راهيسې لوبه کوي. هغې د يو لړ نيمګړيتاوو په ګډون يو څو ستونزو ته ګوته ونيوه او ويې ويل، هغوى د لېږدونې وسايل نه لري، چې لوبغاړي د تمرين ځاى ته ورسوي، د تمرين کولو لږ امکانات لري، د تفريح پر مهال د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري ...


شامله وايي هغه اود هغې د لوبډلي غړي غوره بولي،چې يوه ښځينه ټرينره (روزونکې) ولري، سره له دې چې د اوسني نارينه ټرنير، 41 کلن عبدالصبور ولي زاده، په اړه کوم شکايت نه لري.


ددې ترڅنګ د چم او ګاونډ خبرې او ګونګوسې هم شته دي، چې ښځينه لوبغاړو لوبو ته په ښه سترګه نه کتل کيږي.


شامله وايي: ((ګاونډيانوماته نېغ په نېغه څه نه دي ويلي، خو زما له پلار يې پوښتي دي، چې ولې دې لور د فوټبال لوبه کوي؟))


شاملې له وياړه په ډډ غږ وويل: ((زما پلار په ځواب کې ورته وويل، چې ما په خپله هغې ته ويلي، چې فوټبال وکړي.))


زيات کار اوزغم لا په مخکې پروت دى. د کابل د فوټبال غوره شوې ډله (متخب ټيم) بايد په لوبو کې له يو شمېر سېاليو سره مخامخ شي. له لومړۍ سيالۍ څخه دمخه يې بايد شمېر له اوسنيو 25 تنو څخه 18 ته راټيټ شي.


د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسيون سکرترجنرال، سيد احمد ضيا مظفري وايي، په پام کې ده، چې د نجونو له لوبډلې سره د مرستې په غرض هغوی ته د وحدت د ليسې تر څنګ د تمرين يو جلا ځای جوړ شي.


همدارنګه فدراسيون په پام کې لري، چې د جرمني له هېواد څخه هغوی ته يوه ښځينه ترينره وګوماري.


مظفري وويل، د فوټبال د ټولنې نړيوال فدراسيون (FIFA) په افغانستان کې د نجونو د فوټبال دلوبډلې د ودې لپاره د 35 زره ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، خو ويې ويل، چې دا پيسې لا تر اوسه نه دي رارسېدلي.


Frontline Updates
Support local journalists