د فساد د له منځه وړلو بله هڅه

ګوتنيوونکي ګوته څنډي، که چېرته ولسمشر حامد کرزی د خپلو مامورينو د شتمنيو د څرګندولو په اړه صادر شوى فرمان تطبيق نه کړي، نو ګټه به ونه لري.

د فساد د له منځه وړلو بله هڅه

ګوتنيوونکي ګوته څنډي، که چېرته ولسمشر حامد کرزی د خپلو مامورينو د شتمنيو د څرګندولو په اړه صادر شوى فرمان تطبيق نه کړي، نو ګټه به ونه لري.

Wednesday, 16 November, 2005

داسې ښکاري چې ولسمشر حامد کرزی په خپل نوې حکومت کې تر قابو لاندې د فساد د راوستلو په اړه پرېکنډه وي.


کرزي، د دسمبر په اوومه د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره د لوړې پورته کولو په مراسمو کې وويل، د هغه ټول مامورين بايد د خپلو شتمنيو په هکله خلکو ته معلومات ورکړي. هغه همدارنګه د بهرنيو سفرونو په بهير کې د ګران بيه او ارزښتمنو سوغاتونو د ترلاسه کولو او لګښتونو په اړه هم ټينګه لارښوونه وکړه.


کرزی په دې ټينګار کوي، چې د حکومت ټول اجرايوي، قانون جوړونې او عدلي څانګو چارواکي دې د ددوو اوونيو په بهير کې د خپل ځان، مېرمنو او اولادونو د شتو او تجارتي معاملو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي. هغه وويل، پر دې برسېره، که وزيران او د هغوی سلاکاران په بهرينو سفرونو کې له دوو سوو ډالرو څخه د لوړې بيې رسمي سوغاتونه تر لاسه کړي، نو بايد د ولسشمر په دفتر کې دې ثبت کړي.


په فرمان کې همدارنګه په بهرکې د وزيرانو د سفر او کوربه هېوادونو ته د سوغاتونو د ورکړې په اړه هم يو شمېر اصول وضع شوي دي.


کرزي د دسمبر په 23 نېټې د خپلې نوې کابينې د اعلانولو پر مهال وويل، چې د کابينې اعلانول له دې امله ځنډولي و، ترڅو د ګومارل شويو (وزيرانو) په مالي حال پوه شي. هغه وويل: ((ما غوښتل د هغوی د اقتصادي حالت په هکله معلومات ترلاسه کړم. له هر په پام کې نيول شوي وزير څخه مې د هغه د شتو، ځمکې، پيسو او بانکي حسابونو په هکله پوښتنه ګروېږنه وکړه.))


حکومتي مامورين دې کار ته د يو مثبت اقدام په سترګه ګوري


د اوبو او برښنا د وزارت مرستيال، محمد يونس نواندېش وويل، به دې نوښت به خلک په حکومت باندې ټينګ باور پيدا کړي. هغه وويل، هغه په پام کې لري، چې د خپلو شتمنيو لست چمتو کړي او هغه د ولسمشر دفتر ته وسپاري. همدارنګه نواندېش ددې هيله هم لري، چې حکومت دې د پخوانۍ ادارې کارونه هم وڅيړي. هغه وايي: ((هغوی بايد د ملېشو د قوماندانانو د بانک بېلابېل حسابونه او د معاملو دفترونه وګوري، چې په تېرو درېو کلونو کې په څوکيو ناست وو.))


دفساد په وړاندې د حکومت د مبارزې مشر، عزيزالله لودين له دې خبرې سره موافق دی. هغه وويل، ان د نوي فرمان له خپرېدو دمخه چارواکو ته داسې يو سيستم رامنځته شوی و، ترڅو خپلې تجارتي ګټې وښايي، خو په هغې سترګې پټې او غوږونه کاڼه شوي و. هغه وايي: ((په پخوانۍ ادارې کې داسې چارواکي وو، چې (له خپل حکومتي دريځ څخه په ګټه يي) جايدادونه نيول او وروسته يي پلورل. يو شمېر يي ددې درېو کلوړنو په بهير کې ميليارډران شول. بايد دهغوی په وړاندې اقدام وشي.))


هغه وويل پخوا د قانون پلي کول ستونزمن و، ځکه د هغه مهال حکومت په ټول هېواد واک نه شوای چلولای. نوموړي وويل: ((اوس موږ يو ښه حکومت لرو. قانون بايد پلی شي.))


خو سياسي څيړونکی، د افغانستان د علومو د اکادمۍ غړی، حبيب الله رفيع دې ټکي ته د شک په سترګه ګوري. هغه وويل، حامد کرزي د منځمهالې ادارې په بهير کې د شتمنيو په هکله د معلوماتو د ورکولو په ګډون يو زيات شمېر فرمانونه خپاره کړل. هغه وايي: ((خو يوازې يو څو تنو دخپلو شتو په هکله معلومات ورکړل، خو زما په اند (په نوي فرمان به) يو شمېر زيات غوږونه کاڼه کړي. کله چې يو فرمان خپور شي، بايد پلی شي. ))


نوموړی وايي: ((کرزی نور د ايتلافي حکومت مشر نه دی. هغه د يو داسې حکومت مشر دی، چې د رايو ورکوونکو او نړيوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی. ولس غښتلی مشرتابه غواړي، که چېرته هغه د فساد د له منځه وړلو لپاره خپل اوسنی ځواک ونه کاروي، نو سبا به خلک د هغه په وړاندې پاڅيږي.))


Frontline Updates
Support local journalists