د افغاني بنديانو نوې هيله

قانون ددې سپارښتنه کوي، چې نور بايد له بنديانو سره ناوړه چال چلن ونه شي او هغوی ته دې د بند په موده کی روزنيز کورسونه جوړ شي.

د افغاني بنديانو نوې هيله

قانون ددې سپارښتنه کوي، چې نور بايد له بنديانو سره ناوړه چال چلن ونه شي او هغوی ته دې د بند په موده کی روزنيز کورسونه جوړ شي.

Friday, 18 November, 2005

عبدالرحمن د څرخي پله په مرکزي زندان کې د پښو په ګوتو ناست دی. دا شپېته کلن سړی، چې توره ږيره يې په سپنو وېښتانو پوښل شوې، په دې چورتونو کې ډوب و، چې په ژوند کې يې څومره بې عدالتۍ لېدلي دي.


نوموړي په داسې حال کې چې د چاى پياله يې شونډو ته نزدې کړې وه، آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه څلور مياشتې دمخه د يوې 25 کلنې ايرانۍ ښځې د تښتولو په جرم په کندهارکې ونيول شو. سره له دی چې محکمې هغه محکوم کړی، خو هغه دا نه مني.


عبدالرحمن وايي، په کندهار کې د زاندان چارواکو هغه په ربړ او لښتو وهلی ډبولی دی او د کابل زندان ته د لېږلو په ځاې يې د هغه د پريښودلو لپاره ترې 500 ډالرو غوښتې و. خو له هغه سره دومره اندازه پيسې نه وې.


د هغه په وړاندې د بند شپږ کلنه موده پرته ده، خو نوموړی د حکومت له خوا د غويي (ثور) په مياشت کې د بند په رامنځته شوي نوي قانون کې يو څه روښنايي ګوري.


هغه يوه اندازه خوشبينه دی او وايي: ((د نوي قانون په پلي کېدو به د زندان چارواکي له موږ سره د ملګرو په څېر چلن کوي او د وهلو ډبولو پر ځای به پوهه ترلاسه کړو.))


د څرخي پله زندان د کابل ښا رختيځ لور ته 15 کيلومتره وړاندې پروت دی. د هغې شاوخوا خړ رنګه اته متره لوړ کانکريټي دېوال راتاو شوی دی. يو لويه اوسپنيزه دروازه لري، چې له وتلو او ننوتلو وروسته لوړ اواز کوي. د زندان په کونجونو کې لوړې څوکۍ جوړې شوي او څارونکي په کې د څار لپاره ناست دي.


عبدالرحمن او د هغه نور پنځه انډيوالان يو څه ښه والی ګوري، چې ټول يې د زندان په دويم پوړ کې په يوې کوټې اوسيږي.


اوس د ورځې له خوا له کوټې څخه د يو ساعت لپاره بهر ته د راوتلو پر ځای هغوی اجازه لري د ماسپښين له دوو بجو څخه تر څلورو بجو پورې په ازادې هوا کې سپورت او تمرين وکړي.


د ساعت تيرۍ دوسايلو د چمتووالي نښې نښانې هم تر سترګو کيږي. يو لويه کوټه د کتابتون لپاره بېله شوې، خو لا تر اوسه په هغې کې المارۍ نه دې ايښول شوي. يو شمېر کتابونه په مېزونو باندې خوار واره پراته دي، چې د بنديانو په واک کې ورکول کيږي. په زندان کې اويا تنه ښځې هم په بېلو کوټو کې اوسيږي.


د زندان نوی قانون د ايټاليا د حکومت په مرسته دعدليې د وزارت له خوا رامنځته شوی او ولسمشر حامد کرزي منلی دی.


دعدليې په وزارت کې دتقنين عمومي رياست رئيس قانونپال سيد يوسف حليم وويل:(( دا قانون د ايټاليې د قانوني د سيستم پر بنسټ رامنځته شوی، چې د هغې پلي کول ايټاليې ته د عدليې د پخواني وزير عبدالرحيم کريمي په مشرۍ چې دايټالياهيوادته تللى وواوهلته يې ددهغه هيواد له محبسونو نه ليدنه کړې وه جوړشوى دي.))


ښاغلي حليم زياته کړه څنګه چې په هغو زندانونو کې ټول نړيوال معيارونه تر پام لاند نيول شوي وو او له اسلام سره يې سمون درلود؛ دغه راز د ټولو زندانيانو بنسټيز حقونه په کې خوندي شوي و، نو موږ د هغې له مخې د بند دا قانون جوړ کړ.


د افغانستان دمحابسو په نوي قانون کې شکنجه په کلکه توګه منع شوې ددې قانون په شپږ څلويښتمه ماده کې راغلي : ((دمحبوسينواوترتوقيف لاندې اشخاصوپرخلاف دفزيکي قوې استعمال جوازنلري، خو که يو بندي د تېښتې هڅه وکړي، مقاومت وکړي، بريد وکړي او يا بل کوم مزاحمت لامل شي،اوياهم ددداسې بې نظمۍ موجب شي چې مخنيوى يې له بلې لارې ممکن نه وي.))


د قانون په درېمه ماده کې راغلي: ((د زندان چارواکي، څارنوالان، قاضيان او نو رهغه خلک چې له بنديانو سره سروکار لري، بايد د خپلو دندو په تر سره کولو کې د هغوی بشري حقونو ته پام وکړي او له هغوی سره په ناپېلې توګه (په بله وينا د قومې، مذهبي او جنسيت له څرنګوالي پرته) چلن وکړي.)).


يو شمېر نورې غوښتنې هم شته، خوښايي هغه په يو داسې هېواد کې مازې يو خوب وي، چې څه دپاسه دوو لسيزو جګړو ځپلي دولت وکړای شي هغه تر سره کړي.


د بېلګې په توګه، څومره چې کېدای شي، بايد بنديان هغو زندانونو ته واستول شي، چې کورونو ته يې نزدې او خپلوان يې ورسره په اسانۍ وليدلای شي. خو داسې زندانونه لا تر اوسه جوړ شوي نه دي.


د قانون له مخې د زندان چارواکي نه شي کولای، له ټوپک سره د زندان دننه وګرځي. بنديانو ته بايد د يوې حرفې، لکه ترکاڼي، خياطي او يا بل کوم مسلک د زده کړې زمينه چمتو شي. ، هغوی ته بايد ځانګړې رخصتي ورکړای شي، د بېلګي په توګه، (د نزدې خپلوانو په) جنازې ته ورشي، هغوی بايد تلويزيون وګوري، راديو واوري او ورځپاڼې ولولي.


تلويزون په زندانونو کې د اوږدې مودې يوه موخه ده، ځکه نور قانون منونکي مليونونه افغانان لا تر اوسه په ښارونو او بانډو کې له بنسټيزو اړتياوو څخه بې برخې دي.


د عدليې د وزارت قانوني دتقنين درياست عمومي رئيس سيديوسف حليم دا مني، چې هر څه به وار له واره بدل نه شي. هغه د خواړو د څرنګوالي يادونه وکړه اوويې وويل اوسمهال په هر بندي باندې د ورځې 60 سينته لګول کيږي او دا هغومره پيسې نه دي، چې هر يو بندي ته درې وخته سم خواړه چمتو شي.


د څرخي پله د زندان رئيس، ظهرالدين ظهير هم دا مني، چې د اوسنيو شرايطو له مخې به دا ستونزمنه وي، چې د قانون ټولې برخې پلې کړای شي.


هغه وايي: ((موږ کولای شو، چې د زندان ټول قانون پلی کړو، خو له يو شمېر مادو په اړه يې ستونزې لرو. د بېلګې په توګه، که موږ يو بندي ته اجازه ورکړو، چې په يو ځانګړې مناسبت کور ته لاړ شي، نو هغه به بېرته زندان ته رانشي، ځکه شرايط لا تر اوسه سم نه دي.))


د عدليې د وزارت د محبسونو لوی رئيس، جنرال عبدالسلام بخشي وويل، د بنديانو له حقونو څخه د خبرونې لپاره د سيمنارونو جوړول تر ټولو غوره لار ده.


.بخشي وويل، چې وزارت يې هڅه کوي، ترڅو په زندانونو کې روزنيز کورسونه جوړ کړي او له سوداګرو وغواړي، لږه پانګه هلته واچوي او کوچنۍ فابرېکې او کاروبار جوړ کړي. نوموړی وويل: ((له يوې خوا هغوی به له دې کار څخه ګټه واخلي او له بلې خوا به بنديان بوختيا ولري او... په چټکه به يوه حرفه زده کړي. بنديانو ته به مزدوري ورکول کيږي، ترڅو وکړای شي خپلې کورنۍوچلوي.))


قانون د لومړي ځل لپاره بندي ته دا حق ورکوي، چې د زندان چارواکو، د زندان مدير، قانون پوه او يا د عدليې وزير ته شکايتونه وړاندې کړي.


په افغانستان کې دايټالياپه سفارت کې دعدلي مسوولې د برخې، جولاندا برونيتې ګويتز، وايي، چې په دې قانون کې د ايټاليې هېواد مخکښ رول لوبولی دی. نوموړې زياتوي، د هغې حکومت د افغانستان د عدلي سيستم په ښه کولو باندې د درې کلونو په بهير کې اته مليونه يورو (7 ، 9 مليونه ډالره) لګولې دي. قانون پوهان او د زندان چارواکي يې روزلي دي اود نوی قانون په جوړولوکې ېې مرسته کړې ده.


د څرخې پله په زندان کې يو بندي، عبدالرزاق، چې د دېرشو او څلوېښتو کلونو تر منځ عمر لري، له درېو کلونو راهېسې بندي دی. هغه د خپلو دوو نورو پاتې کلونو دتېرولو په اړه خوشبين دی.


هغه وايي، چې د نوي قانون له مخې له بنديانو سره ناوړه چال چلن ته اجازه نه شته او لا له وړاندې د کتابتون د جوړېدو کار پيل شوی، يو شمېر روزنيز کورسونه جوړ شوي او د ځمکې په فرشولو پيل شوی دی. دمحابسو نوى قانون دپه (٤٥)مادواواتو فصلونوکې دروان لمريز کال دغوايي په ٢١ مه نيټه توشيح شو.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists