د افغانستان د کوکنارو معما

په هلمند کې د کوکنارو د له منځه وړلو سږنی کمپاين، له دې پرته چې له طالبانو سره يي ملاتړ زيات کړ، لږ څه لاس ته راوړل

د افغانستان د کوکنارو معما

په هلمند کې د کوکنارو د له منځه وړلو سږنی کمپاين، له دې پرته چې له طالبانو سره يي ملاتړ زيات کړ، لږ څه لاس ته راوړل

. تراکتورنو له دوو فوټو څخه د کوکناو لوړ بوټې ويجاړول. حکومت رسمې خبرتياوې خپرې کړې او ويي ويل، چې سږکال به له چا سره روغه جوړه ونه شي.



د تېر کال د کوکنارو د له منځه وړلو له ناکام کمپاين او د توليد د ريکارد له ماتېدو څخه وروسته ددې هيله کېده، چې ښايي په 2007 کال کې به افغانستان په دې وتوانيږي، د کلونو کلونو راهيسې د نيشه يي توکو په توليد باندې د ياد شوي دولت له نوم څخه ځان وباسي.



دا پاېلې سترګو ته ډېرې اشنا راځي. يو څو ورځې وروسته د کليو شورا له پوليسو سره په دې خبره جوړ جاړي ته ورسېده، چې د کوکنارو د کروندو د ساتلو په وړاندې به هغوی ته پيسې ورکړي. کروندګرو د کوکنارو له منځه وړونکي په بيه واخيستل.



د هلمتد ولايت په 2007 کال کې، چې يوازې څو اوونۍ د اپين ټولولو ته پاتې دي، د تېر کال په پرتله به زيات توليد ولري.



افغانستان د نړۍ څه ناڅه په سلو کې نوي اپين توليدوي. اپين د هيروينو د جوړولو خام توکي دي. هلمند داپينو د توليد کوټلی مرکز دی. تېر کال يي د هېواد د ريکارډ شوي توليد په سلو کې 42 اپين توليد کړی و.



د نادعلي د ولسوالۍ يو اوسېدونکي، چې د اړولو کمپاين په کې د فبرورۍ په نيمايي کې درول شوی و، وويل: "ما ان د کوکنارو د اړولو ډله په سترګو لېدلې نه ده. ما د جريب په سر 500 افغانۍ ورکړې. ټول کلی راغونډ شو او مشرانو ته يي پيسې ورکړې اوهغوی بيا له پوليسو سره اړيکې ونيولې."



نوموړي شخص، چې د حکومت د غچ اخيستنې له ډاره يي خپل نوم وانخست، زياته کړه: "هغه څوک بۀ اندېښنه لري، چې پيسې يي ورکړې نه وي. دا لکه د لمر په څېر روښانه ده. اوس چې پوهيږم، څنګه مې د کوکنارو بوټې وساتم، نو بل کال ته به لا نور زيات وکرم. زه به دې کار ته تر هغه دوام ورکړم، ترڅو حکومت خلکو ته په خپلو ژمنو ودريږي."



نور خلک هم ورته کيسې لري، خو د بډو د ورکړې اندازه يو له بل سره توپير لري. يو کروندگر وويل، هغوی د يو جريب په سر تر دريو زرو افغانيو پورې بډې ورکړي دي.



د هلمند د والي مرستيال، حاجي پير محمد د سږنۍ کرکيلې د اړولو په هکله خپله خوشبينې څرګنده کړه.



هغه وويل: "موږ به سږکال د هلمند ولايت په سلو کې پنځوس کرکيله واړوو." هغه وويل، چې د مارچ د مياشتې په درېمه نېټه د کار له پيل څخه درې اوونۍ وروسته لس زره جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې ده.



دا له وخت سره منډې وهل دي. د هلمند د کرنې د رياست د چارواکو په وينا، په هلمند کې سږکال له سلوزرو جريبو څخه په زياته ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. په اپرېل کې د حاصل ټولولو له رسېدو يوه مياشت دمخه په اوونۍ کې له 600 – 700 جريبو پورې د اړولو په کچه به د هلمند د والي د مرستيال په وينا يوازې په سلو کې 50 ته ورسيږي.



امنيت هم يوه موضوع ده. د طالبانو تر لاس لاندې ولسواليو کې د کوکنارو داړولو ډلې د برياليتوب لږ چانس لري.



د موسی کلا د ولسوالۍ يو کروندګر، حبيب الله چې د فبرورۍ په مياشت کې د طالبانو لاس ته ورغله، وويل: "چا زما ځمکه نه ده اړولی او نه به يي څوک واړولای شي. موږ طالبانو ته پيسې نه ورکوو، خو هغوی موږ ته وايي، تر هغه چې موږ دلته يو، هيڅوک ستاسو ځمکې نه شي اړولای"سږکال مو تر بل کال زيات کوکنار کرلي دي."



مرکزي حکومت د کوکنارو د کروندو د اړولو لپاره د ځايي 230 پوليسو د مرستې لپاره 600 تنه پوليس له کابل څخه هلته استولي دي. چارواکي وايي، هلمند ته له بهر څخه د ځواک رااستول ښايي له عام شوې فساد سره مرسته وکړي، چې د کوکنارو د اړولو پروسږنی هڅې يي غړنده کړې وې.



ځايي رپوټونه چې څه وايي، وايي به يي، خو سږکال به له تېر کال څخه کم نه وي.



يو ځاي حکومتي چارواکي، چې نوم يي ونه ښود، وويل: "که هغوی 600 زره تنه پوليس راواستوي، ځای نه نيسي."



ان د والي مرستيال، پېر محمد دا مني. هغه وويل: "موږ ته يو شمېر شکايتونه رارسېدلي دي. مو په پام کې لرو د پلټنې غړي هغه ځای ته وليږو او هغه خلک بنديان کړو، چې پيسې اخلي. خو موږ تر اوسه د هيچا په نيولو بريالي شوي نه يو."



د هلمند ولايت له نيشه يي توکو سره د مبارزی رئيس، فضل احمد شېرزاد د کوکنارو د اړولو د کمپاين د پايلو د عاجلو اړتياوو يادونه وکړه، چې د افغانستان د کورنيو چارو دوزارت له خوا تموليږي.



هغه وويل: "موږ له سلو څخه زيات تراکتورونه او 50 موټرسايکلې لرو. موږ به يو څه وکړو. که کوکنار مو وانه اړول، نو په اقتصاد او اردو به ډېره منفي اغېزه وکړي. د امريکا د متحده ايالتونو د باندينو چارو د وزارت مرستيال، ان پتر سن ويلي و، د کوکنارو ګټه طالبانو او د حکومت مخالفينو ته رسيږي. هغوی دا پيسې له ناتو او افغاني حکومتي پوځونو سره په جګړې باندې لګوي."



اوس دا جوته شوې، چې طالبان د نيشه يي توکو د سوداګرۍ له لارې خپلې هڅې پر مخ وړي، ترڅو د افغان حکومت نارامه او بهرني ځواکونه له هېواد څخه وتلو ته اړباسي. خو ددې ادعا د تاييد لپاره کوم سند په لاس کې نه شته.



کروندګر، د ځمکو څښتنان او ان د نيشه يي توکو قاچاق وړونکي ټول په ګډه وايي، چې هغوی له ياغيانو سره د جګړې د پر مخ وړلو لپاره نه اړ ايستل کيږي.



د طالبانو تر کنترول لاندې ولسوالۍ، واشېر کې يو 28 کلن سيد جانان وايي: "زه ګورم چې طالبان خواوشا ګرځي، خو له موږ څخه پيسې نه غواړي. موږ له هغوی څخه نه غواړو، چې حمايت مو کړي. موږ له هېواد څخه تر بهر پورې د قاچاق وړونکو د ساتلو لپاره خپل وسله وال سړي لرو."



طالبان دا تورونه په کلکه ردوي.



د هلمند په ولايت کې يو لوړ پوړې طالب قوماندان، چې خپل نوم يي څرګند نه کړ، په ټينګار وويل: "موږ خلکو ته نه وايو، چې کوکنار وکري. موږ به هيڅکله هم خلکو ته ونه وايو داسې يو شې وکري، چې حرام وي. کروندګر ځکه موږ ته پيسې راکوي، چې زموږ د جهاد ملاتړ وکړي."



نوموړي قوماندان دا هم رد کړه، چې ګوندې طالبان د کوکنارو د اړولو په ډلو باندې بريدونه تنظيموي. د کوکنارو د اړولو د سږني کمپاين په لومړيو ورځو کې د نادعلي په ولسوالۍ کې څو وسله وال بريدونه وشول. يو موټر په بم والوځولو شو او دوه تنه پوليس په کې ووژل شول.



نوموړي قوماندان ټينګار وکړ: "خلک دا کارونه کوي. موږ د اړولو په کمپاين کې کوم رول نه لرو. موږ بمونه ږدو او موږ له حکومت سره جګړه کوو. دا کار له کوکنارو سره کوم تړاو نه لري. موږ جهاد کوو."



که طالبان د کوکنارو د اړولو له کمپاين څخه کومه اقتصادي ګټه لاس ته راوړي او که نه، خو ښکاري چې د هغو خلکو له خپګان څخه ګټه ترلاسه کوي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بله کومه لاره چاره نه لري. هلمند ته د کوکنارو د کرلو د مرکز شهرت په اوسيدونکو باندې کړۍ راتنګه کړې ده.



د نادعلي کروندګر وويل: "که حکومت زموږکوکنار واړوي، نو زه به له طالبانو سره يوځای شم."



د واشېر کروندګر، جانان هم همداسې و ويل، "زه به له طالبانو سره يوځای شم. زه به بډې ورکړم او د خپلې کروندې د ساتلو لپاره به هر کارته لاس واچوم."



يو شمېر کروندګر په خپلو کروندو اوبه اړوې، ترڅو د تراکتورونو د ورننوتلو مخه ډب کړي. کله چې د کوکنارو د اړولو ډلې لاړې شي، هغوی اوبه وچوي او د فصل ودې ته دوام ورکوي.



د اپين د پروسس زياته برخه په افغانستان کې کيږي. وروسته بيا د هيروينو يا مورفينو په توګه بهر ته قاچاق کيږي. د لېږدولو عمده لارې، ايران، پاکستان او تاجکيستان دي، چې د همدې لارو بيا اروپا ته وړل کيږي. د نيشه يي توکو او جرايمو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNODC) د وينا له مخې په برتانيې کې د کاريدونکو هيروينو په سلو کې نوي ته نژدې برخه له افغانستان څخه وړل کيږي. که د سږکال حاصل لکه هغسې چې يي وړاندوينه شوې وه، زياته شي نو يوازې نيمايي برخه به يي د هلمند له ولايت څخه پوره شي.



که د هلمند ولايت قاچاق وړونکي ادعا کوي، چې له طالبانو سره مرستې نه کوي، خو له هغوی سره ډېرې ښې اړيکې لري.



د رحمت الله په نوم يو سړي وويل: "زه يو کوچنی قاچاق وړونکی يم. زه له کروندګرو څخه اپين اخلم او د نيشه يي توکو په لويو سوداګرو يي پلورم."



رحمت الله وويل، هغه مهال چې يي د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې فعاليت کاوه، چاته يي پيسې نه وو ورکړي.



هغه وويل: "موږ له طالبانو سره ستونزه نه لرو. که پيسې هم ورکړو، نو لکه د زکات په څېر يي په خپله خوښه ورکوو. خلک د طالبانو ننګه کوي. ولې هغوې دا کار ونه کړي؟"



د نيشه يي توکو په لويې سوداګرۍ کې ښکېل يو بل سړي، ورته کيسه وکړه.



هغه وويل: "موږ د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کومه ستونزه نه لرو. خدای دې له هغوی سره ښه وکړي."
Frontline Updates
Support local journalists