د افغان د امن د جرګې په پرانيستو سره هيلې کمې شوې دي

په کابل کې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو سترې غونډې کې د پاکستان د ولسمشر نه شتون د برياليتوب هيلې کمې کړې.

د افغان د امن د جرګې په پرانيستو سره هيلې کمې شوې دي

په کابل کې د ترهګرۍ په ضد تر ټولو سترې غونډې کې د پاکستان د ولسمشر نه شتون د برياليتوب هيلې کمې کړې.

Tuesday, 14 August, 2007
"د امن جرګې" سترګې په لارې غونډه پرانيسته. دا جرګه په پام کې لري ترڅو له پاکستان سره د پولو په اوږدو کې د بغاوت د کرارولو لپاره يو پلان رامنځته کړي.



کرزي په خپلو خبرو کې د طالبانو مخينې ته له يوې لنډې کتنې وروسته وويل: "موږ به هغه ترهګر په ګوته کړو او محاکمې ته به يي راکاږو، چې اسلام، افغانستان او پاکستان بدناموي. زه ډاډمن يم که چېرته له دې ناورين څخه د ځان د خلاصولو هوډ وکړو، نو سبا ته به نه وي."



خو دهغه سيال د پاکستان ولسمشر، پروېز مشرف غونډې ته نه وراغلی، چې غبرګون يي ښوولی وای. په وروستۍ شېبې کې هغه خپل تاسف ښکاره کړ او خپل صدراعظم، شوکت عزيز يي دې غونډې ته واستولو.



عزيز هڅه وکړه، په غوړو خبرو دا خبره تېره کړي او ويي ويل، مشرف جرګه "په ټينګه تاييدوي او د هغې د بشپړ بري هيله کوي." هغه غونډې ته په انګليسي ژبه وينا واوروله، خو د کرزي په پرتله لږ غوړېدلی برېښېد او خپلو کوربنو ته يي يادونه وکړه، چې تر ټولو دمخه ترهګر "د افغانسنان خلک" دي.



صدراعظم وويل، د هغه ولسمشر د "زياتې بوختيا" له امله په دې غونډه کې ګډون ونه شو کړای.



داسې ګونګوسې خپرې دي، چې مشرف په پاکستان کې د يو لړ سياسي پېښو له امله د بيړنی حالت د اعلانولو په درشل کې دي، خو اسلام اباد له هغې انکار کوي.



د هغه نه شتون داسې يوه پېښه له زيان سره مخامخ کړه، چې لا له وړاندې په اومه تار تړلې وه.



دې کار هغه ليکې هم څرګندې کړې، چې له څو تيرو کلونو را پدې خوا د واړو هېواد ونو ترمنځ موجودې وې. افغانستان په پاکستان باندې له پولې ها خوا د ترهګريزو فعاليتونو او د پولې دې خوا ته د هغوی د راستولو تورونه پورې کوي.



په ځانګړي ډول افغانې مشران ادعا کوې، چې د پاکستان دننه ديني ښوونځي او روزنيز کمپونه فعاليت کوي، ځانمرګي افراد روزي او افغانستان ته يي د ورانکارۍ لپاره راليږي، په داسې حال کې چې حکومت له هغې ښه خبر دی. د کويټې سرحدي ښار د طالبانو د اوسېدو خوندي ځای دی او د القاعدې فعالين په زياتېدونکي توګه هلته شمال ته له پولې دي خوا د بې ثباتۍ لپاره هڅه اوهاند کوي.



جرګه چې د افغانانو يو ملي دود دی، د کرزي په نوښت جوړه شوه او تېر کال له مشرف او د امريکا د متحده ايالتونو له ولسمشر جورج بوش سره په ګډې غونډې کې يي وړانديز شوی و.



له ډېرې مودې راهيسې د افغانستان په پلازمينې کابل کې د نوموړې جرگې د جوړېدو لپاره هلې ځلې روانې وې. د اګست د نهمې نيټې غونډې په درشل کې امنيت لا پسې ټينګ شوی و او لارې کوڅې تړل شوې وې.



د مشر ميلمه د نه راتګ خبر د جرګې د تنظيموونکو او برخوالو او په عمومي توګه د کابل اوسيدونکو مينه راونه پارلوله.



يو سياسي شنونکي فضل الرحمن اوريا وويل: "مشرف غوښتل جرګه ګډه وډه کړي. هغه موازنه خرابه کړه. په جرګې کې بايد د ناندريو دواړه لوري او دريمګړی شتون ولري. دلته مشرف رانغی او د درېم ګړې په توګه نړيواله ټولنه موجوده نه وه."



هغه وويل: "له مشرف پرته د پاکستان د لوري اويا تنو ديني عالمانو او مشرانوله جرګې سره پرېکوڼ وکړ. د کرزي مخالفينو، طالبانو هم ګډون ونه کړ. ټول استازي د حکومت له لوري ټاکل شوي و. له دې امله د خلکو استازي نه و."



اوريا وويل، ددې حقيقتونو له مخې به جرګه د ګټې پر ځای تاوان وروسوي.



هغه وويل: "زما په اند به جرګه ډيرې ناوړې پايلې ولري. د هغې پرېکړې به د کاغذ پر مخ پاتې شي. طالبان به ډېر زړه ور او نور هم فعال شي. ځکه هغوی ته به څرګنده شي، چې دا بهير د خلکو ملاتړ نه لري."



د پاکستان يو شمېر استازي په ورته توګه ناخوښ برېښېدل.



د بلوچستان د سرحدي سيمي اوسېدونکي، ډاکټرعنايت الله وويل: "په پاکستان کې دننه حالاتو مشرف ته دا بهانه جوړه کړه، چې جرګې ته رانه شي. ددې جرګې په هکله زياتې هيلې موجودې وې. خو د مشرف نه راتګ دا ټولې هيلې په اوبو لاهو کړې."



يو پاکستاني قومي مشر، چې ويي نه غوښتل ونومول شي، د مشرف نه راتګ د افغانستان په وړاندې د پاکستان تګلاره وبلله.



هغه وويل: "مشرف او پاکستاني استخباراتي ټولنه هيڅکله هم د افغانتسان په وړاندې ښه نيت نه لري. هغوی نه غواړي افغانستان يو سوکاله او امن هېواد وي. همدا اوس زموږ په منځ کې د پاکستان د پوځې استخباراتو غړي شته. له د اسې يوې جرګې څخه به څه تمه ولرلای شو؟"



د کابل اوسيدونکو هم د پاکستاني مشر د غيابت له امله ناخوښي څرګنده کړه.



د کابل د پوليتخنيک د پوهنتون يو محصل، 32 کلن رحيم الله وويل: "مشرف له دې جرګې سره مينه لري. هغه د افغاني دود پروا نه لري. جرګه زموږ په هېواد کې د درناوۍ وړ يو بهير دی. هغه بايد راغلی وای او د خلکو په وړاندې يي لوړه کړې وای، چې د يو بل په وړاندې د مخالفت پر ځاي په ګډه کارکوي."



اته دېرش کلن ډاکټر همايون خوشحال برښېد، ويي ويل: "زه ډېر هيله من يم، چې پايلې به ډېرې سودمنې وي. مشرف رانغی، خو هغه د خپل هېواد دويم شخص، صدراعظم راولېږلو."



هغه زياته کړه: "هغه خپلې ستونزې لري. پرېکړې د دوو تنو ترمنځ نه کيږي، هغه د دوو هېوادونو ترمنځ کيږي."



خو د کابل اوسېدونکي زيات خپه او نهيلې برېښېدل.



د افغان ملي اردو يو سرتېري، شاه محمد وويل، هغه د تېرو پنځو شپو ورځو راهيسې د جرګې د تيارۍ نيولو له امله په پيره ولاړ دی.



هغه وويل: "که(مشرف) راغلی وای، نوزموږ ټول کار به سر نيولی وای. خو زه اوس په تېر کار پښېمانه يم. مشرف قصدا دلته رانغی. هغه په افغانستان کې امن نه غواړي. زموږ ستر دښمن همدا مشرف او د هغه هېواد دی."



د کابل يوه اوسېدونکې ملالۍ له دې خبرې سره موافقه وه. هغې وويل: "د مشرف زړه تياره دی. هغه به هيڅکله هم يو پياوړی او سوکاله افغانستان ونه غواړي. زما په اند به وضعه له جرګې وروسته نوره هم خرابه شي. له دښمن څخه په ټپونو باندې د پټۍ د لګولو تمه نه شي کېدای."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists