د ډزو تبادلې د وردګو بزګران له خپلو کروندو څخه وتلو ته اړايستل

ځايي خلکو خپل باغونه له هغه وروسته پرېښودل چې د متحده ايالتونو او ياغيانو د ځواکونو ترمنځ جګړه کې ايسار شول.

د ډزو تبادلې د وردګو بزګران له خپلو کروندو څخه وتلو ته اړايستل

ځايي خلکو خپل باغونه له هغه وروسته پرېښودل چې د متحده ايالتونو او ياغيانو د ځواکونو ترمنځ جګړه کې ايسار شول.

. پنځلس کاله کيږي چې هغه او د هغې کورنۍ دا باغ ساتلى او روزلى دى. اوس د هغوى د سخت کار پاتې شوې برخه او همدارنګه د هغوى د اعاشې او اباتې عمده سرچينه، هغه ونې دي، چې ښاخونه يې په ګوليو مات شوي او د اوبو د نشتوالي له امله وچې شوې دې.



د خادي خان باغ په هغه ځاى کې پروت دى چې له يو کال راهيسې د امريکايي پوځونو او طالبانو ترمنځ د جګړې ډګر دى. هغه او کورنۍ يې د کلي بلې برخې ته کوچېدلي او په يو بل کنډواله کور کې اوسيږي.



دا د پلازمېنې کابل سهيل لويديځ ته ٣٥ کيلومتره پروت د وردګو ولايت د سيداباد د ولسوالۍ د سالار په کلي کې د ژوند حالت دى. له هغې وروسته چې څو مياشتې دمخه په کې امنيتي وضعه مخ په خرابېدو لاړه، نوموړى ولايت د زيات شمېرکابليانو لپاره د تفريح او استراحت سيمه وه. هغوى به د ښار له دوړو او خاورو څخه دلته راتلل چې د وردګو د شنو غونډيو او روانو اوبو تر څنګ په ښکلو باغونو کې ورځ تېره کړي.



جګړه د نورو ځايونو ترڅنګ له سهيله تر شماله وغځېده. طالبانو يو شمېر د تالاشۍ پوستې جوړې کړې او د ګلبدين حکمتيار ترمشرۍ لاندې د حزب اسلامي وفادارو ځواکونو هم د عمومي سړک په اوږدو کې واړول. امريکايان هم هلته وخوځېدل او د دوى دواړو يوځاى کېدو چاودېدونکى حالت رامنځته کړ.



خادي خان وويل: "يو کال وړاندې د وردګو په ولايت کې سوله وه. خلکو په عادي ډول کار او ژوند کاوه. خو کله چې څه ناڅه شپږ مياشتې دمخه امريکايان هلته راغلل طالبان او حزب اسلامي هم ورسره راغلل. امريکايانو د ولايت په مختلفو برخو کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړې او ياغيانو يې په وړاندې جګړه پيل کړه. اوس وضعه ډېره خرابه ده."



د هغه چا ځمکه چې دامريکايانو له مرکزونو او يا د طالبانو د تالاشۍ له پوستو سره نزدې پرتې دي باغونو ته د ورتګ په مهال په خپل ژوند ډاريږي. هغه ځمکې چې جګړې نه دي خرابې کړي، شاړې پرتې دي.



خادي خان په خپګان وويل: "خلک په دام کې نښتي دي. هغوى د امريکايي يا حکومتي پوځونو او همدارنګه د طالبانو له خوا وژل کيږي "



هغه وويل، خلک ټول يوځاى اوسيږي. دا يوازې د سيدآباد ولسوالي نه ده، بلکې د نرخ، جلرېز او چک کروندګر هم له جګړو تښتي.



د کرنې د رئيس، انجنير فضل عمر د وينا له مخې د ډېرو خلکو کوچېدنه سيمې ته لوى اقتصادي زيان رامنځته کوي.



هغه وويل: "د وردګو بزګران له زياتوستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ددې ځاى په سلو کې پنځوس اوسېدونکي خپل ژوند د باغونو په حاصلاتو تېروي. که کارونه همداسې روان وي نو خپل کورونه به پرېږدي او دا کار به د افغانستان د کرنې لپاره ستر زيان رامنځته کړي."



سالار ته څېرمه د سلطان خېل په کلي کې سيدرحمن پنځه مياشتې دمخه خپل باغ ته يو مزدور نيولى و. هغه وويل: "يوه شپه هغه باغ ته اوبه ورکولې چې امريکايانو پرې ډزې وکړې. هغه وتښتېد او اوس مو باغ بيخي وچ شوى دى."



د رحمن کارګر نېکبخته و. د سيدحسن په نامه بل کارګر د اوبو لګولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ. د سيدآباد د ځايي ولسوالۍ د شورا د مشر، علم ګل په ويناکليوالو ته دوه نورې پېښې هم وراوښتي دي چې د شپې له خوا د خپلوباغونو د اوبه کولو پر مهال د امريکايي پوځونو له خوا ويشتل شوي وو.



هغه وويل: "موږ له امريکايي او حکومتي ځواکونو سره په عذاب کې پاتې يو."



د افغانستان په ډېرو برخو کې د سپتمبر په نيمايي کې د اوبو کچه ټټيږي او کروندګر خپلې ځمکې او باغونه په وار اوبه کوي. هغوى د وار له مخې اوبه لګوي، هرمهال چې يې نوبت ورسېد،پروا نه کوي، بايد خپلې ځمکې اوبه کړي. له دې امله زياترو بزګرانو ته د خپلو ځمکو او باغونو د اوبه کولو وار د شپې له خوا رسيږي.



د متحده ايالتونو پوځونه او ياغيان دواړه هغه کسان تر بريد لاندې نيسي چې په غيرعادي وخت کې له کوره وځي. يو شمېر کليوالو له دې امله خپل سرونه ورکړي دي.



د وردګو د والي وياند، شاهدالله شاهد موافقه لري چې بزګران په سخت حالت کې ورځې شپې سبا کوي.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ د نرخ، جلرېز، سيدآباد او چک [له ولسواليو څخه] ليکلي شکايتونه تر لاسه کړي دي. ددې ستونزې په اړه مو په وردګو کې د متحده ايالتونو له پوځونو سره خبرې هم کړي دي."



د شاهد په وينا ولايتي چارواکو له امريکايانو سره موافقه کړې چې که چېرته يو بزګر د شپې له خوا خپله کرونده اوبه کوي، بايد تل يو لاټين له ځانه سره ولري ترڅو څرګنده شي چې هغه جګړه مار نه دى.



خو دا کار تل مرسته نه کوي.



هغه وويل: "ماته پته ده چې په سيدآباد کې په يو کروندګر هغه مهال هم ډزې وشوې چې لاټين ورسره و. کليوال ماته د شکايت لپاره راغلل. هغوى له والي سره غونډه وکړه او ويې ويل چې ددې بريدونو د مخنيوي چاره به وکړو."



خو د وردګو اوسيدونکي خوشبينه نه دي. ناتو او ايتلافي پوځونه په تېرو څو کلونو کې د ولسي خلکو د زيانمن کېدو د منلو په اړه کوم ښه ريکارډ نه لري. په دې وروستيو وختونو کې د ناتو د مشر، جنرال ستانلي ميک کريستال له خوا يوه نوې تګلاره رامنځته شوې ده او ژمنه يې کړې چې د ولسي خلکو حمايت ته لومړيتوب ورکړي. خو دا کار وخت ته اړتيا لري ترڅو د ولسي خلکو پر ډار او بې باورۍ باندې برلاسې شي.



خادي خان په سالار کلي کې د سرک هاخوا غاړې ته په اشارې وويل: "هغه کنډواله ګورئ، هغه زما د نيکه د کور پاتې شوني دي. هغه د کور، جامې او خواړو په نامه د روسيې د شعار قرباني دي. دلته موږ نوى کور او باغ جوړ کړ. بيا امريکايان راغلل او د دموکراسۍ، ازادۍ او امنيت خبرې يې پيل کړې. روسان او امريکايان دواړه ليوان دي. هغوى مختلفې څېرې لري."



وردګو ته څېرمه په بل ولايت، لوګر کې وضعه همداسې ده. د لوګر ولايت د مرکز، پل علم اوسيدونکي، ٢٩ کلن رحيم الله وويل: "زموږ باغونه د ورځې له خوا د امريکايي پوځو او افغان پوليسو او دشپې له خوا د طالبانو په واک کې دي. نه خپلو باغونو ته اوبه ورکولاى شو او نه يې مېوه ټولولاى شو."



د لوګر د والي وياند، دين محمد درويش وايي د باغونو د شاوخوا ناامنۍ مسؤوليت د طالبانو په غاړه دى. هغه وويل: "طالبان د خلکو له کورنو او باغونو څخه په امريکايي او افغاني ځواکونو بريدونه کوي. له دې امله امريکايي او افغاني پوځونه په ځوابي بريدونو لاس پورې کوي."



دطالبانو وياند مجاهد وايي دا سمه نه ده. هغه وويل: "زموږ جنګيالي پر بهرنيانو د خلکو له کورونو څخه بريدونه نه کوي. خو که چېرته دښمن په ځنګل کې وګوري، نو بريد ورباندې کوي. زموږ جنګيالي د هماغه کلو دي او پوهيږي چې څوک څوک دى. له بلې خوا امريکايان او افغان اردو د شپې پرمهال له رڼا سره سره پر خلکو ډزې کوي، ځکه هغوى له خپل سيوري هم ډاريږي."



غلام سخي کومه ستونزه نه لري. د وردګو د ارياب په کلي کې د هغه باغ د امريکايي او حکومتي ځواکونو د تالاشۍ له پوستې او طالبانو وړاندې پروت دى.



هغه وويل: "سږکال زما باغ ډېره مېوه کړې. له دې امله هيله من يم ښه حاصل تر لاسه کړم. هيله من يم باغ مې هغه ناروغي ونه وهي چې د امريکايانو او طالبانو په نامه ياديږي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists