د ديني طالبانو لپاره د ديني مدرسو جوړول

يو نوی حکومتي پروګرام په دې لټه کې دی، ترڅو ديني زده کوونکي (طالبان)، ددې پرځای چې په بهر کې په بنسټپالو واوړي، د کور دننه (په افغانستان کې) لوست ولولي.

د ديني طالبانو لپاره د ديني مدرسو جوړول

يو نوی حکومتي پروګرام په دې لټه کې دی، ترڅو ديني زده کوونکي (طالبان)، ددې پرځای چې په بهر کې په بنسټپالو واوړي، د کور دننه (په افغانستان کې) لوست ولولي.

. د شيخ مرغياني مدرسه د سلو تنو په شاوخوا کې طالبانو ته لوست ورکوي، خو دري خونې يي د لوست د ټولګيو په پرتله د غرونو سمڅو ته ورته والی لري.



د نوموړي مدرسې برخوال وايي، چې ددې مدرسې ناوړه حالت د ديني زده کړو په وړاندې د افغان حکومت بې پروايي څرګندوي. عنايت الله د نورو اتوتنو طالبانو سره په يوې داسې خونې کې اوسيږي، چې څه ناڅه درې متر مربع لويوالی لري. د خونې غولی په خټو پوښل شوی. د خونې په منځ کې برښنايي باد پکې نه شي کولاې د ګرمۍ مخه ونيسي. د طالبانو په مخونو خولې راروانې دي، چې زياتره يي د هېواد له سهيل څخه راغلي، اوږدې ږيرې يې په مخ، اوږده کالي يي په تن او د طالب سپېنې پګړۍ يي په سر دي. عنايت الله کتاب لولي او نور پاتو هغو ورته غوږونه نيولی دی.



عنايت الله وويل: ((څنګه چې موږ ته خلک ډوډۍ راکوي نو اړيکې مو هم د حکومت په پرتله له ولس سره ډېرې ټينګي دي.))



نوموړی 35 کلن طالب نيت لري، په نژدې راتلونکې کې د خپلو زده کړو د دوام لپاره پاکستان ته لاړ شي، ځکه هغه وايي، چې په افغانستان کې لازمې اسانتياوې نه شته.



نوموړي وويل: ((زما ډېر انډيوالان پروسږکال پاکستان ته لاړل. هغوی ډېر څه زده کړل او ددې ځای په پرتله ښې اسانتياوې لري.))



سره له دې چې څرګنده شمېره په لاس کې نه شته، خو زرګونه طالبان د خپلو زده کړو د پای ته رسولو لپاره هر کال بهر، په تېره بيا، پاکستان ته ځي. د حکومتي چارواکو د وينا له مخې په همدې پاکستاني مدرسو کې هغوی بنسټپالنۍ ته مخه کوي. که چېرته په پام کې وي، چې د بنسټپالۍ په وړاندې مبارزه وشي، نو بايد حکومت طالبانوته د کور دننه بوختيا پيدا کړي.



قاري حبيب الله چې اوس د شيخ مرغياني په مدرسې کې لوست وايي، څلور کاله يي په پاکستاني مدرسو کې لوست ويلی دی.



هغه وويل: ((زما زياتره انډېوالان له زده کړو وروسته له طالبانو او يا القاعدې سره يو ځای شول. زياتره ديني طالبان ځکه له طالبانو سره يوځای کيږي، چې په افغانستان کې د دندې د موندلو په اړه ډاډمن نه دي.))



طالبانو د ديني مدرسو د زده کوونکو له خوا د افغاني جنګ سالارانو د ناوړو کارونوپه وړاندې د يو غورځنګ ډبره کېښوده، چې د نوي يمو کلونو په لومړيو کې په هېواد ګېډه اچولې وه. طالبان د طالب جمع ده.



په افغانستان کې اوس په طالبانو باندې د طالبانو د اوښتلو لپاره مبارزه روانه ده.



د حبيب الله د وينا له مخې په پاکستان کې يو شمېر ډلې شته، چې ديني طالبان له طالبانو سره يوځای کېدلو ته هڅوي ترڅو په افغانستان کې د بهرنيانو د شتون په وړاندې وجنګيږي.



هغه وويل: ((له ماڅخه هم غوښتل شوي و، چې له طالبانو سره يوځای شم، خو ما مې له کورنۍ څخه پوښتنه وکړه او هغوی راته اجازه رانه کړه. ځکه نو بېرته افغانستان ته راغلم.))



حبيب الله مذهبي بنسټ پالنې ته د اوښتلو پړه د افغانستان په حکومت اچوي. هغه په خپګان د لوست د خونې خراب او ناوړه حالت ته په کتلو وويل: ((ديني زده کوونکي په افغانستان کې د درويزه ګرو په څېر ژوند کوي. له طالبانو يا القاعدې سره د هغوی د يوځای کېدلو پړه د حکومت په غاړه ده.))



ديني مدرسې اوس اوس په هيڅ يو وزارت پورې اړوندې نه دي او په عمومي توګه د خلکو او ولس له خوا چليږي.



اوس د پوهنې وزارت غواړي په افغانستان کې د نويو ودانيو د جوړولو له لارې د ديني مدرسو بڼه ښه کړي.



په کابل کې د امام ابو حنيفه مدرسې له خوا په جوړې شوې يوې غونډې کې د پوهنې وزير، حنيف اتمر د حکومت د پلان په اړه څرګندونې وکړي. دا پروژه به دوه پړاوونه ولري. په لومړې پړاو کې به د 30 مليونو امريکايي ډالرو په لګښت په ټولو 34 ولايتونو کې د لوړې کچې ديني مدرسو جوړول شامل وي. په دويم پړاو کې به د افغانستان په ټولو برخو کې وړې وړې مدرسې جوړې شي. هره مدرسه به د طالبانو لپاره ليليه هم ولري.



د پخوا پر خلاف به دا ټولې مدرسې د پوهنې د وزارت په چوکاټ کې فعالې وي او موخه به يي په دې مدرسو کې د ديني عالمانو د روزلو لپاره د بنسټ ايښوول وي.



د پوهنې وزارت معين، محمد صديق پتمن وويل: ((په دې مدرسو کې په ديني زده کړو برسېره د عصري مضمونونو او بهرنۍ ژبې د لوست څرنګوالی هم تر څېړنې لاندې دی. موږ غواړو زموږ عالمان ښه افغانان او ښه مسلمانان واوسي. زموږ زده وونکي به د خپلو زده کړو په اړه خپلواک وي. حکومت به په هغوی هيڅ زور نه راوړي.))



حکومت د مصر او سعودي عربستان اسلامي هېوادونو په څېر د اسلامي نړی هېوادونو ته بلنه ورکړې، ترڅو په دې مدرسو کې د تدريس د کيفيت له ښه والي سره مرسته وکړي.



پتمن وويل: ((پوهانو ته (له دې مدرسو څخه) د فراغت بريليک به نه يوازې په افغانستان، بلکې په بهرنيو هېوادونوکې د منلو وړ وي.))



دا يو مهم ټکی دی، ځکه د افغانستان له زياترو مدرسو څخه فارغ شويو ديني عالمانو ته داسې کوم بريليک نه ورکول کيږي، چې په بهر کې د منلووړ وي.



په مزارشريف کې يو طالب، محمد شفيع وويل: ((موږ په افغاني مدرسو کې له 15 څخه تر شلو کلونو پورې زده کړې کوو او په پای کې داسې يو بريليک راکوي، چې ان د افغانستان په نورو برخو کې يي څوک نه مني. موږ ته يوازې هغه خلک د مولوي په سترګه ګوري چې د زده کړو له پيل څخه مو پېژني.))



پتمن په ټينګار وويل، چې اوس به هر څه سم شي.



هغه وويل: ((زموږ د (ديني مدرسو) فارغان به له ځايي مدرسو څخه له فراغت وروسته نه يوازې په جوماتونو کې کار وکړي، بلکې په نورو حکومتي موسسو کې به هم د کار کولو امکان تر لاسه کړي. موږ غواړو خپل ديني زده کوونکي ګاونډيو هېوادونو ته له تګ څخه وساتو، چې هلته بېلابېلې سياسي مفکورې تر لاسه کوي. دا (مدرسې) د افغانستان د امنيت لپاره ډرې اړينې دي.))



د حکومت نوی پروګرام د هېواد په ټولو برخو کې د ديني عالمانو پام ځانته اړولای او هغه يي منلای دی.



مولوي عبدالقاهر د مزارشريف په يوې مدرسې کې دېرشو طالبانو ته د اسلامي علومو تدريس کوي. هغه وايي: ((موږ زيات خوښ يو،ځکه دا د افغانستان په تاريخ کې لومړې ځل دی، چې ديني مدرسې د حکومت تر سيورې لاندې راځي. ديني مدرسو ته د مرستې له هغو پيسو هيڅ نه دي ورکړ شوي، چې افغانستان ته راغلي دي. ديني عالمان له ياده وتلي دي. له دې امله هم مدرسينو او هم زده کوونکو په حکومت باندې خپل باور له لاسه ورکړی دی.))



د سرپل د ولايت اوسيدونکي ملا مقصود هم له دې امله زيات خوښ و، چې همدا اوس اوس په کويټې کې له يوې مدرسې څخه د اختر د ورځو د تېرولو لپاره خپل کور ته راستون شوی دی.



هغه وويل: ((زه نه پوهيږم زموږ د ولايت مدرسه به څخه مهال ودانه شي، خو زه ډېر خوشحاله يم، چې په افغانستان کې ديني مدرسې جوړيږي. که پوهېدلای، چې زموږ په ولسوالۍ کې يوه مدرسه جوړيږي، نو پاکستان ته به نه وای تللای. خو تر هغه چې هرڅه نه شو روښانه شوي، خپل مدرسه نه شم پرېښوولای.))



د افغانستان په شمال کې د يو ديني ټولنې مشر،عبدالقدير صالحي د نوي پروګرام په اړه شکمن دی او وايي، چې دا کار يوازې د نړيوال سياست يوه لوبه ده، نه داچې په رښتيا د ديني زده کوونکو د حالت او وضعې د ښه کولو لپاره يو ه هڅه وي.



هغه وويل: ((د حکومت رښتينې موخه داده، ترڅو ديني مدرسې د پاکستان ضد تګلارې د يوې برخې په توګه وکاروي. که حکومت په رښتيني ډول د مدرسو ودانول غواړي او له هغې ناسمه ګټه نه اخلي، نو ديني زده کوونکي به له هېواد بهرلاړ نه شي. خو ماته داسې نه بريښي، چې حکومت کې په دې کا رکې رښتينی واوسي.))



په مزارشريف کې يو بل سياستوال، قيوم بابک دا خبره مني.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((په سهيل کې جګړه روانه ده او وايي، چې د تاوتريخوالې جرړې په پاکستان کې دي. له دې امله حکومت اړ دی، ترڅو يوه غولوونکي تګلاره پلې کړي.))



نوموړي زياته کړه: ((حکومت غواړي هغه چاته ، چې اوس پاکستان ته ځي ووايي، د زده کړې زمينه د هغوی په خپل هېواد کې چمتو کيږې. خو که چېرته حکومت په خپلو ژمنو ونه دريږي، نووضعه به لا نوره پسې هم ناوړه شي. ديني زده کوونکي به په افغانستان کې له مرستو نهيلي شي او پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو ته به مخه کړي.))
Frontline Updates
Support local journalists