د دوستم د ټاکلو په اړه اندېښنې

زيات شمېر خلک په دې اندېښمن دي، چې سيمه ييز ځواک ننګوونکي شخص ته څوکۍ ورکول په ناسمې لارې ګام ايښوول دى.

د دوستم د ټاکلو په اړه اندېښنې

زيات شمېر خلک په دې اندېښمن دي، چې سيمه ييز ځواک ننګوونکي شخص ته څوکۍ ورکول په ناسمې لارې ګام ايښوول دى.

Friday, 18 November, 2005

آن د عبدالرشيد دوستم مخالفين دا مني، چې د اردو (د اعلی سرقوماندانۍ) د درستيزوال په توګه د هغه ټاکل ښايي له افغانستان سره له شل کلنی جګړې څخه په راوتلو کې مرسته وکړي.


خو هغوی ګوته څنډي، چې دا نوښت ښايې د ولسمشر حامد کرزي په زيان پای ته وروسيږي او ښايې داسې انګيرنه رامنځته کړي، چې له بشري حقونو څخه سرغړوونکي تنظيمي قوماندانان ددې پر ځای، چې محکمې ته راکښل شي، په لوړو دولتي څوکيو نازول کيږي.


محمد صديق پتمن، چې د اساسي قانون د متن په ليکلو کې اغېزمن شخص و، وايي: ((ښايي ښاغلي کرزي په دې معاملې کې له بيړې کار اخيستی وي. کرزي ښايي په دې کار د يو شمېر ملېشو ملاتړ ترلاسه کړی وي، خو له بلې خوا به د عادي خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي. ))


(د اعلی سرقوماندانۍ) د درستيزوالۍ څوکۍ په عمومي توګه د ولسمشرۍ له مرستيالۍ سره يو شان ګڼل کيږي او پتمن وايي، بايد په دې ټاکنه کې له زيات غور څخه کار اخيستل شوی وای.


پنځوس کلن دوستم د خپل اغېزمنتوب په څېر په همغه اندازه د اختلاف زړی دی. د اتيايمې لسيزې په څه ناڅه ټوله موده کې هغه او د هغه ازبيک ملېشې د افغانستان د کمونيستي رژيم ترڅنګ د مجاهدينو په وړاندې په خورا بېرحمۍ جنګېدلې دي. له هغې وروسته څو څو ځلې هغه خپل لورې واړاو او په 2001 کال کې د طالبانو په وړاندې د امريکا د متحده ايالتونو متحد شو.


هغه په لنډ مهالې ادارې کې د دفاع د وزارت مرستيال و، خو د تلې (اکتوبر) د مياشتې ولسمشرۍ په ټول ټاکنو پسې وروسته په نوې کابينې کې کومه څوکۍ نه وه ورکړ شوې. له دې امله دا د هيښتيا (حيرانۍ) خبره وه، چې ولسمشر کرزي هغه د کب د مياشتې په لسمه (د اعلی سرقوماندانۍ) درستيزوال وټاکه.


په امريکا کې ميشتې د بشري حقونو د څار په کمېټې کې د افغانستان د څانګې مشر، جان سيفتن په دې ورستيو وختونو کې له بي بي سي سره په يوې مرکې کې د کورنۍ جګړې ظلمونه او وحشت په دوستم او نورو پورې تړلي و. هغه ويلي و، ددې پرځای چې حکومت د هغوی واګی ونيسي، د ځواک په ګدۍ يې کينوي.


په هېواد کې کارکوونکو غيرحکومتي موسسو دا ټاکنه په ناسمې لارې د ګام اېښودل وبلل.


پتمن انګيري، دا ټاکنه د کرزي له خوا يوه بولۍ (داوطلبي) وه، ترڅو په شمالي سيمو کې د دوستم د ځواک په مرکز برلاسی ومومي، چې مرکزي حکومت په کې د واک د غځولو ستونزه درلوده.


له دې سره سره پتمن په دې اند دی، چې د پوځي غښتلي شخص په توګه د دوستم تجربې ښايي د ګاز د نل ليکې د تېرولو له لارې تت اقتصادي انځور روښانه کړي، چې کيدای شي، يوه ورځ له افغانستان څخه تېر شي او ترکمنستان له پاکستان سره ونښلوي. هغه وايي: ((موږ د نل ليکې د تېرولو لپاره امنيت ته اړتيا لرو. آن د امنيت ډېره کوچنۍ ستونزه کولای شي، دا پروژه شاته وغورځوي.))


دوستم د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره د اکتوبر په ټولټاکنو کې د اوولس کانديدانو په ډلې کې و. هغه په څرګنده له خپلې ماتې او په هغې پسې د کرزي په کابينې کې د نه شامليدو له امله ناخوښه و. د هېواد په کچه د بې وسلې تر پروګرام لاندې هغه د ملېشو په بېلابېلو ډلو باندې د رسمي کنترول له لاسه ورکول اعلان کړل، خو په شمال کې له هغې سره سره د هغه اغېز د پخوا په شان غښتلی پاتی شو. (بايد يادونه وشي، چې هغه په تخنيکي ډول جنګ سالار نه دی.)


سياسي څېړونکی، محمد قسيم اخګر انګيري، چې دوستم ته دا څوکۍ د هغه د خولې د بندلو لپاره ورکړ شوې. هغه وايي دا کار ښايې له خپلو وسله والو مخالفينو سره د معاملې کولو يو ناسم انځور رامنځته کړي، په تېره بيا چې اوس د طالبانو په وړاندې هم تر سره کيږي. هغه وايي: ((تر هغه ځايه چې د حکومت او طالبانو او دهغوی د متحد، حزب اسلامي، تر منځ خبرې دوام ولري، ولس به ددې توقع ولري، چې جنګ سالارانو ته د حکومت امتياز ورکول وويني.))


حکومتي وياند د تبصرې کولو لپاره څو ځلي غوښتنې ته د (نه) ځواب وويلو.


د افغانستان د علومو داکادمۍ يوې پېژندل شوې څېرې، حبيب الله رفيع د دوستم ټاکنه سيمې ته د دولت د واک د غځېدو د يوې هڅې په توګه تعبير کړه، چې د ځواکمنو ځايي اشخاصو د بې ځايه کولو يوازينۍ لار ده. له دې امله هغه وايي: ((کرزی غواړي په دې توګه له ولايتونو څخه ځواکمن کسان مرکز ته راولي.))


خو د دوستم په دوديز مرکز، مزارشريف، کې ځينې کتونکي د کرزي په دې چل اندېښمن دي.


د جهان نو د خپرونې مسوول چلوونکی، قيوم بابک وايي: ((ډېر ژر به نور جنګ سالاران هم څوکۍ وغواړي او په ډېر لږ وخت کې به موږ داسې يوه اداره ولرو، چې له جنګ سالارانو به جوړه شوې وي. له دې څخه دمخه چې هغه په حکومت کې په يوې رسمې څوکۍ وګومارل شي، نه يې شوای کولای زيات مزاحمت پيدا کړي، خو اوس، چې په حقيقت کې د ولسمشر د مرستيال په توګه ټاکل شوی، هغه څه به کوې، چې زړه يې غواړي، له دې پرته چې څوک ورته ګوته ونيسي.))


Frontline Updates
Support local journalists