د ډول ډول نمبر پليټونو ستونزې

د موټرو د چلولو د جواز د ورکړې بېلابېلو بڼو ګډوډي رامنځته کړې او په مورچل کې ناستو ياغيانو ته يي د ناوړې ګټې پورته کولو موقع په لاس ورکړې ده.

د ډول ډول نمبر پليټونو ستونزې

د موټرو د چلولو د جواز د ورکړې بېلابېلو بڼو ګډوډي رامنځته کړې او په مورچل کې ناستو ياغيانو ته يي د ناوړې ګټې پورته کولو موقع په لاس ورکړې ده.

.



د فرمان د پلي کولو په اړه هڅو اوبه لاپسې نورې هم خړې کړي او د يو شمېر خلکو په وينا اوس د ياغيانو او ځانمرګي بريد کوونکو لپاره تر بل هر وخت آسانه ده، چې د هېواد هرې برخې ته د موټرو په واسطه تګ او راتګ وکړي.



روانه ستونزه په 2004 کال کې له هغه وروسته پيل شوه، چې حکومت وپتېله په نويو شمېرو او تورو او د ورکړې د ځای د نوم له ليکلو سره يوځای کښل شوي نوي نمبر پليټونه په موټرو باندې وويشي.



په دې توګه اوسمهال په افغانستان کې څلور ډوله نبمرپليټونه کاريږي: نوی نمبرپليټونه، په دري متن ليکل شوي زاړه نمبرپليټونه، په تور ليک ليکل شوي موقت هغه اوناببره پليټونه چې په شمېرو او تورو ليکل شوي او د موټرو د مخې يا شا ښيښو باندې ځړول شوي دي.



د کورنيو چارو په وزارت پورې اړوند د افغانستان د ترافيکو رياست ددې بدلون د يوې برخې په توګه د افغان د ترافيکو نښو او خدماتي سيستم له يو افغان – جرمني شرکت (Afghan Traffic Signs and System Services) سره د نويو پيلټونو د توليد او ويش او همدارنګه د موټرو د عمومي ثبت او راجستر په هکله يو لس کلن تړون لاسليک کړی و.



د کورنيو چارو وزارت په دې تړون کې ځان ورګډ کړ او له دې امله چې د شرکت بهرنيو پانګوالو ته زياته ګټه رسېده، په ناڅاپي توګه يي تړون فسخ کړ. تر دې مهاله نوموړي شرکت د دېرش زرو په شاوخوا کې نمبر پليټونه وېشلي و.



د ترافيکو رياست د هغه شرکت پرځای د ماليي وزارت ته د پليټونو د جوړولو کار ورکړ، چې د حکومت د ټولو چاپي اسنادو او مهرونو د چاپ مسووليت لري. سپين نمبر پليټونه به د پخوا په څېر د افغان – جرمني نوموړی شرکت چمتو کوي.



د موټرو کمپيوتري ثبت، د ترافيکو د ټولو سيمه ييزو څانګو بيارغاونه او د ترافيک پوليسو روزنه، چې د تړون نور مواد و، له منځه ولاړل او د ثبت سيستم د پخوا په څېر ناوړه پاتې شو.



د زوړ سيستم له مخې موټرې د هغې د خاوند د نامه له ليکلو پرته ثبتېدې. يو وارداتي شرکت په ډېره ساده توګه د درې سوه ډالرو په وړاندې يو نمبر پليټ ترلاسه کولای شو او په هغو موټرو باندې به يې ايښوولو چې پلورلو به يې. دې کار دا ناشونې کړې وه، چې په يو جرم يا بريد کې د هغې کارونې وروسته د هغه خاوند په ګوته شي.



په نوم سيستم کې موټر د هغې د لومړني خاوند په نوم ثبتيږي. د نوي نمبر پلېټ بيه 500 ډالره وه. د موټر د پلورلو په صورت کې نوموړی نمبر پليټ په موټر کې پاتې کيږي او که چېرته موټر په بل چا باندې وپلورل شي، نو د هغې د خاوند د نوم د بدلون لپاره د ترافيکو څانګې ته خبر نه ورکول کيږي. د افغانانو د چټک پير او پلور د دود له مخې دا نه څرګنديږي، چې د موټر اوسنی خاوند څوک دی.



د افغانستان دننه د بيلا بېلو نمبر پليټونو لرونکو څه ناڅه يو ميلون موټرو ګرځېدل نه يوازې ترافيکو ته يو سرخوږی دی، بلکې د امنيتي ګواښ لامل کېدای هم شي.



يو شمېر چارواکي وايي، څنګه چې د موټرو د ثبت د اوسني سيستم له مخې د موټرو منډ اخيستل ګرانه خبره ده، د ځانمرګي بريدونو په ګډون مخ په زياتېدونکی بغاوت په اسانۍ کولای شي لويو ښارونو ته ورننوزي او د هېواد هر ګوټ ته په بېغمه زړه تګ او راتګ وکړي.



يوازې په تېرو دريو مياشتو کې د ځانمرګي بريدونو، وسله والو شوکو او دوو خيريه کارکوونکو د برمته کېدو په ګډون د موټرو له لارې له شلو څخه د تاوتريخوالي زياتې پېښې رامنځته شوي دي. د قانون پلي کوونکې ادارې او پوځي ماهرين په دې باور دي، چې د ثبت ګډوډي د امنيتي حالت له ناوړه کېدو سره مرسته کوي.



د افغانستان د ترافيکو لوې رئيس، جنرال عبدالشکور خيرخواه وويل: ((د سولې او ثبات دښمنان له دې وضعې څخه ګټه پورته کوي او د ترهګرو فعاليتونو د سرته رسولو او برمته کولو لپاره ناڅرګندې موټرې کاروي.))



د ملي دفاع د وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي دا خبره مني، چې ياغيان او د حکومت مخالفې نورې ډلې د نمبرپليټونو د ګډوډ سيستم له امله کولای شي په ازاد ډول فعاليت وکړي. هغه وويل، د ملي دفاع وزارت پتېلې ده، د ترافيکو له رياست سره د موټرو د کنترول په اړه مرسته وکړي.



نوموړي وويل: ((زموږ ملي اردو د کندهار او پکتيا په ولايتونو تر ګومان لاندې موټر نيسي او د ترافيکو رياست ته يې سپاري.))



د کورنيو چارو د وزارت وياند، يوسف ستانکزي ددې ستونزې شتون ومانه او د خپل وزارت د ګام پورته کولو پخلی يي وکړ.



هغه وويل: ((په دې کې هېڅ شک نه شته، چې د بېلابېلو بڼو نمبر پليټونو کارول د امنيت لپاره خطرناک دي. له دې امله موږ هڅه کوو، چې ټول نبمر پليټونه يو خېل کړو.))



د کورنيو چارو د وزارت حقوقي سلاکار، عبدالجبار ثابت دا خبره بابېزه وبلله او ويې ويل: ((موږ ته داسې رپوټونه نه دي رارسېدلي، چې نمبرپليټونو دې د امنيت په نشتوالي باندې کومه اغېزه کړې وي. هغه خلک، چې غواړي ستونزې رامنځته کړي په آسانۍ نمبر پليټ هم بدلولای شي.))



له بلې خوا قانون ته درناوي کوونکي هېوادوال ددې ستونزې د له منځه تللو لېوال دي. زيات شمېر هغو يې د رسمي نمبر پليټونو د ترلاسه کولو مياشتې مياشتې انتظار ايستلی دی.



د کابل يو اوسېدونکی، 38 کلن اشرف خان د ترافيکو د رياست مخې ته ولاړ او له آی ډبليو پي آر سره يې خبرې کولې. نوموړي وويل، تېرې دوه مياشتې يې دلته د خپل موټر د نمبر پليټ د اخيستلو لپاره تېرې کړي دي، خو د تش لاس وعدې ورسره کيږي. نوموړی وايي: ((هغوی ماته هره وځ د سبا وعدې راکوي. زه د خپل موټر له اخيتسلو بېزاره يم. اوس يې نه شم خرڅولای. موټر مې ددې لپاره اخيستی، چې ويې کاروم، نه ددې لپاره چې خپل ټول وخت مې د نمبر پليټ په اخيستلو له لاسه ورکړم.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists