د چورلکو اوازې نه غلې کيږي

زياتره افغانان باوري دي چې بهرني ځواکونه په شمال کې له ياغيانو سره مرسته کوي.

د چورلکو اوازې نه غلې کيږي

زياتره افغانان باوري دي چې بهرني ځواکونه په شمال کې له ياغيانو سره مرسته کوي.

Wednesday, 25 November, 2009
. دا اوازې د هغو ځواکونه په وړاندې بې باوري رامنځته کوي چې هېواد ته د نظم د راوستلو دنده پرغاړه لري.



د افغان ملي اردو د شاهين ٢٠٩ قول اردو يو سرتيري په دې اړه يوه کيسه وکړه. نوموړى سرتيرى د افغانستان د شمال په کندوز ولايت کې د زياتېدونکې ناکرارۍ په وړاندې جنګيږي. څو مياشتې کيږي چې هغه د وسله والو مخالفينو په وړاندې جنګيږي.



هغه وويل: "يو مهال پوليسو او اردو د قلعه ذال ولسوالۍ په يو کلي کې طالبان تر محاصرې لاندې راوستل. موږ وليدل چې چورلکې کېناستې او مرستندوى ځواکونه ترې راووتل. هغوى خپل ملګري زموږ له محاصرې څخه خلاص کړل او آن افغان ملي اردو ته يې ماتې ورکړه."



د نورو ډېرو کيسو په منځ کې دا کيسه د افغانستان په شمال کې د هرچا له خولې اورېدل کيږي. په لسګونه خلک ادعا کوي چې په څو ولايتونو کې يې له چورلکو څه راکښته کېدونکي طالب جنګيالي ليدلي دي. ځايي خلک وايي چې بغاوت اوناکراري په لاسي ډول شمال ته راوړل کيږي. نړيوال پوځونه له ناکراره سهيلي سيمو څخه د يوې نوې سيمې د بې نظمه کولو په خاطر جنګيالي لېږدوي.



په عمومي توګه په افغانستان کې چورلکې په بهرنيو ځواکونو پورې اړوندې دي. د افغانستان هوايي حريم نړيوال پوځونه کنترولوي او هوايي ځواک يې تر انحصار لاندې دى. له دې امله چې کله افغانان چورلکې ګوري هغوى پرې د بهرنيو ځواکو ګومان کوي.



د شاهين د قول اردو سرتېري وويل: "د طالبانو په وړاندې زموږ جګړه بې معنا ده. زموږ بهرني "انډيوالان" زموږ په پرتله د مخالفينو زيات انډيوالان دي."



په افغانستان کې د مياشتو، مياشتو او آن کلونو راهيسې په خلکو کې دا اوازې خپرې شوې دي چې بهرني ځواکونه له طالبانو سره مالي مرسته کوي او د اردو تجهيزات ورکوي.



تر يوې اندازې پورې دا اوازې د بهرنيو پوځونو له دې بېوسۍ څخه ريښه اخلي چې دومره لويه اردو د طالبانو يو کوچنى ټولګي نشي ماتولاى. برسېره پر دې افغانستان له ډېر پخوا څخه د بهرنيو دسيسو مرکز ګرځېدلى او پر دسيسو باور په طبيعي ډول د زياترو جګړې ځپلو افغانانو ذهن ته لار پيدا کوي.



نړيوال پوځونه په ډېره ټينګه د ياغيانو له ملاتړ څخه غاړه غړوي.



په شمال کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) نوي ګومارل شوي قوماندان، جنرال يورګين زيتسر وويل: "د چورلکو دا ټولې خبرې تشې اوازې دي. زموږ د پلټنو پر بنسټ هيڅ واقعيت نه لري."



نوموړ ي جنرال زياته کړه د شمال ايساف د خپلو ټولو شمالي سيمو پر هوايي قلمرو کنترول لري.



خو د افغانستان په شمالي برخو کې له طالبانو سره د بهرنيو چورلکو له خوا د مرستې په اړه تکراري او پرله پسې اوازو ته د اکتوبر د مياشتې په نيمايي کې د افغانستان د ولسمشر، حامد کرزي له خوا له تمې پرته ګوته ونيول شوه او رسنيو ته يې وويل چې د هغه حکومت داسې رپوټونه تر څېړنې لاندې نيولي وو، چې "ناپيژندل شوې" چورلکې په سهيل کې له هلمند ولايت څخه ياغيان په شمال کې د بغلان، کندوز او سمنګانو ولايتونو ته لېږدوي.



په هلمند کې له برتانوي پوځونو څخه تورن تيم ډارک په دې هلکه تريخ غبرګون څرګند کړ.



هغه وويل: "دا هسې پوچ فکر دى چې ګوندې برتانوي سرتيري دې له دښمن سره مرسته وکړي. په روان کال کې زموږ ٨٥ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."



د کندوز والي انجينر محمد عمر پر موضوع باندې له څه ويلو څخه ډډه وکړه، خو د سمنګانو والي عنايت الله عنايت له دې څخه انکار وکړ چې ګوندې چورلکې په سمنګانو کې دښمنان لېږدوي.



هغه وويل: "زه په سمنګانو کې له ملي او نړيوالو پوځونو سره په تماس کې يم. ما شکمنې چورلکې نه دي ليدلي چې طالبان دې دلته راولي."



په دې وروستيو کې په شمال کې، په ځانګړي ډول په کندوز او بغلان کې، د ياغيانو فعاليتونو زور اخيستى دى. د شپږ مياشتو راهيسې نسبتا دا ارام ولايتونه له وسله والو او ځان وژنکو بريدونو سره مخامخ دي او ان طالبانو د څو ولسواليو کنترول تر لاسه کړى دى.



د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې تېره مياشت اوسيدونکي د يوې جګړې شاهدان وو چې ويل يې دوو بهرنيو چورلکو طالب جنګيالي راوستل او د ولسوالۍ پر مرکز يې بريد وکړ.



د مرکزي بغلان اوسيدونکي، سيد رفيق وويل: "ما په خپلو سترګو چورلکې وليدې. هغوى د غونډيو ترڅنګ راکښته شوې او په لسوګونه لونګۍ په سر او په پټوګانو کې نغښتي طالبان يې کښته کړل."



د يو شمېر رسنيو د رپوټونو له مخې طالبانو د ولسوالۍ مرکز تر بريد لاندې ونيو او ولسوال،د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې مشر او يو شمېر سرتيرې يې ووژل شول.



د مرکزي بغلان د ولسوالۍ ولسوال، قوماندان اميرګل په ټينګه وويل چې طالب جنګيالي د چورلکو په واسطه انتقال شوي وو.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "نه پوهيږم چې چورلکې د کوم هېواد وې. خو هماغه چورلکې وې چې طالبان له هلمند او کندهار څخه اخلي او شمال، په تېره بيا، بغلان ته يې لېږدوي."



د امير ګل د وينا له مخې د ملي امنيت د ولسوالۍ دفتر چورلکې پېژندلې وې، خو له تبصرې کولو څخه يې ډډه وکړه.



د بغلان د پوليسو مشر، محمد کبير اندرابي وويل هغوى مرکزي حکومت ته خبر ورکړى دى چې بهرنۍ چورلکې طالبان بغلان ته لېږدوي.



د بغلان والي، محمد اکبر بارکزي د اکتوبر په ٢١ د رسنيو يوې غونډې ته وويل چې د استخباراتو او امنيت ادارو د شپې له خوا دې ولايت ته ناپېژندل شوي چورلکې په نښه کړې دي.



هغه وويل: "موږ پلټنې کوو."



اوازې تر دې کچې رسيدلي چې د متحده ايالتونو سفير، کارل ايکنبيري په روانې جګړې کې د ٥٥٠٠ وژل شوو افغان پوليسو او سرتېرو ته د درناوي په وياړ يوې غونډې کې هغې ته ګوته ونيوه.



ايکن بيري وويل، لکه څنګه چې په ميک کلاچې ورځپاڼو کې خپاره شوي ، دا رپوټونه "بې بنسټه او شرموونکي" دي. هغه وويل: "موږ به له هغو ترهګرو سره هيڅکله مرسته ونه کړو چې پر موږ يې د سپتمبر په يوولسمه بريد کړى و، هره ورځ زموږ سرتيري وژني، ستاسو سرتيري وژني او بېګناهه ولسي افغانان وژني."



افغان سياسي شنونکو په دې اړه بېلا بېلې نظريې څرګندې کړي، چې ولې دې بهرني ځواکونه له طالبانو سره مرسته وکړي.



د بلخ د پوهنتون يو استاد، رحيم رحيمي د وينا له مخې امريکا او برتانيه د ټول افغانستان د ناکرارولو هڅې کوي، ترڅو خلک د بهرنيو ځواکو د اړتيا احساس وکړي.



رحيمي وويل: "هغوى هڅه کوي په هره لار چې کولاى شي شمال کاواکه کړي. دا په شمال کې د هغوى د نفوذ د پراختيا لپاره ښه بهانه ده، ترڅو د مرکزي اسيا ګاز او تېل تر خپل ګورت لاندې راولي."



له اسلامي بنسټپالو سره د جګړې له لارې، هغوى پرته له دې چې د روسيې او مرکزي اسيا د حکومتونو ټينګ غبرګون راوپاروي، په سيمې کې د پښې د کېښودلو ځاى وموند.



يو شمېر ويب پاڼو د چورلکو د اوازو په اړه بلاګونه او ستونونه پرانيستي او "څيړنيز رپوټونه" خپروي. هرچا دا اوازې اورېدلي او که ټولو نه وي، نو زياترو پر هغې باور هم کړى دى. ددې کار يو بل دليل هم شته او هغه دا چې پر بهرنيو ځواکونو او همدارنګه په ټول هېواد کې په چټکۍ د بغاوت د خپرېدا په اړه شک او ډار رامنځته شي.



په پاى کې ښايي دومره پروا هم ونه کړي چې ايا اوازو کوم بنسټ درلود او که نه. خو هغه ټينګ باور چې افغانان يې پرې لري کولاى شي د لويديځوالو په وړاندې يې چال چلن بدل او د بې باورۍ اور ته لا پسې پکى ووهي
Frontline Updates
Support local journalists