د چرګانو ټغکي خلک هيښ کړل

حکومت د چرګانو په راوړلو د بنديز غږ کړى او سيمه ييز سوداګر د پېرودلو د کچې د ټيټوالي خبرې کوي.

د چرګانو ټغکي خلک هيښ کړل

حکومت د چرګانو په راوړلو د بنديز غږ کړى او سيمه ييز سوداګر د پېرودلو د کچې د ټيټوالي خبرې کوي.

Wednesday, 7 April, 2004

مرکزي حکومت په دې وروستيو وختونو کې د پاکستان په ګډون، د آسيا په لويه وچه کې د چرګانو د ناروغۍ (ټغکي) د خپرېدا له امله ولايتي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې هېواد ته د چرګانو د راوړلو مخه ونيسي. د ناروغتيا د خپرېدا په هکله د خلکو له زياتېدونکو اندېښنو سره دې سپارښتنې د چرګانو واردوونکو سوداګرو په کاروبار باندې ناوړه اغېزه اچولې ده.


په مزارشريف کې د چرګانو يو پلورونکي، حميدالله وويل: "کسب و کار تر ډېره کچه رالوېدلى دى؛ ځکه خلک اندېښنه لري، چې د چرګانو ناروغي ښايي دلته هم خپره شوي وي. خو موږ ته په رسمي توګه ددې کار وبار د ودرولو په هکله لا تر اوسه څه ويل شوي نه دي"


د خرڅلاو په کچه کې ټيټوالى دومره زيات دى، چې آن ځينو خلکو دا کار پريښى دى. محمد اسمعيل وايي: "د چرګانو خرڅلاو زموږ لپاره د عايداتو يوه ښه سرچينه وه. خو اوس مېوه پلورم."


سره له دې چې په افغانستان کې د چرګانو دناروغۍ کوم خبر نه دى ورکړ شوى، خو ځينې پلورونکي هيڅ چانس نه لري. د مزارشريف يوه اوسيدونکې، شريفه وايي: "کله چې مې په آسيايي هيوادونو کې د چرګانو د ناروغۍ خبر اورېدلى دى، له هغې راوروسته مې د چرګانوغوښه نه ده خوړلې. هغه چرګان چې موږ يي اخلو زياتره له بهر راوړل کيږي. څوک به ووايي، چې دا چرګان دې ناروغه نه وي؟"


د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان (WHO) وايي، چې ټغکى په چرګانو کې يوه خپرېدونکې او ساري نارغي ده، چې د انفلونزا له وايروس څخه راپيدا کيږي. ددې ناروغۍ په وړاندې ټول الوتونکي، په تېره بيا کورني چرګان زيات حساس دي.


دا ناروغي په الوتونکو کې زياته خپريږي، له لږې ناروغۍ نيولې بيا تر سختې ناروغۍ او آن په چټکۍ د مړينې سبب کيږي.


د چرګانو ټغکى، له مرغانو او خوږانو پرته نور و ته سرايت نه کوي. خو د (WHO) له مخې خلک په لومړي ځل په ١٩٩٧ کال کې په هانګ کانګ کې په دې ناروغى هغه مهال اخته شول، چې يو ځانګړى نوغى په اتلو کسانوکې خپور شو او دهغې له ډلې څخه يي شپږ تنه مړه کړل. تېر کال ددې ناروغۍ د بېرته راغبرګېدو خبر خپور شو او په ويتنام او چين کې د څو تنو د مړينې سبب شوه.


هغه شرکتونه چې له بهر څخه د چرګانو غوښې راوړي، دحکومت مرستې ته سترګې په لاره دي.


د قديري د وارداتو – صادراتو د شرکت يو استازى عبدالقدير وايي: "موږ لا له وخته د برازيل له هېواد څخه چرګان وارد کړي وو او کله چې افغانستان ته راورسېدل، لا د چرګانو د ټغکي نوم هم نه و."


عبدالقدير وايي: "اوس چې موږ دا چرګان د خرڅلاو لپاره کليو او بانډو ته وړو، نو قوماندانان مو د هغوى د پلورلو مخه نيسي. موږ په ډېر درناوي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوو، چې له موږ سوداګرو سره په دې هکله مرسته وکړي. کله چې موږله بهر څخه شيان واردوو، نو حکومت ته د هغوى محصول (ټکس) ورکوو. حکومت دې په خپل وار هم زموږ د ستونزو په له منځه وړلو کې له موږ سره مرسته وکړي."


عبدالقدير دا هم وويل، چې د هغه شرکت واردکړي چرګان تر طبي کتنې تېر شوي دي.


د طالبانو په واکمنۍ کې له غير اسلامي هېوادونو څخه راوړل شوي چرګان حلال نه ګڼل کېدل. په ٢٠٠١ کال د هغوى له راپرځېدو وروسته په دې وارداتوکې په چټکۍ زياتوالى راغلى دى.


د مزارشريف د روغتيا رئيس وايي، دهغه ادارې له ټولو بزګرو څخه غوښتنه کړې، چې خپل فارمونه دې په ټينګه وڅاري او که کومه ناروغي ليدل کيږي، نو له ځنډ پرته دې هغوى ته خبر ورکړي.


Frontline Updates
Support local journalists