د چادري غورځول ګران بريښي

د طالبانو ړنګيدو د هيواد ښځى د چادري له اغوستو چى د زور زياتي او ظلم په سمبول بدله شوى وه خلاص کړي نه دي.

د چادري غورځول ګران بريښي

د طالبانو ړنګيدو د هيواد ښځى د چادري له اغوستو چى د زور زياتي او ظلم په سمبول بدله شوى وه خلاص کړي نه دي.

د يوى ښځى تصوير چى له سر څخه تر پښو پورى يي ځان پوښلى وي او دا دوديزه جامه يي پر سر کړى وي چى د چادري په نوم ياديږي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان سمبول ګرځيدلى و، او د طالبانو تر واکدارۍ د مخه د افغانستان د تاريخ يوه برخه وه.


طالب واکمنو د خپلى دغى حکمرانۍ د عملي کولو له پاره چى ښځى دى چادري پر سر کړي او له کوره دى ونه وځي ډيرى لږى ستونځى درلودى. آن دشمالي ټلوالى تر ولکى لاندى سيمو کى دا عادي کار و. يواځى کوچيانو چادري نه پر سروله، ځکه هغوى هيڅکله هم نه ده پر سر کړى.


ډيرو لويديځوالو څارونکو فکر کاوه چى تير کال د طالبانو تر نسکوريدو وروسته به ښځى دا د زور زياتي جامه ليرى وغورځوي، خو لږو حجاب مطلق واغوست چى په ټوله اسلامي نړۍ کى اغوستل کيږي .


ډيرى ښځى اوس هم پر لاره چادري پر سروي خو په دفترونو، ښوونځيو او په کابل کى د نورو نړيوالو موسسو څخه د ليدنى پر مهال د حجاب اغوستو ته لومړيتوب ورکوي.


پداسى حال کى چى ښځى د چادري د ليرى کولو په اړه مغشوش دي ، خو په دى کى هم شک نه شته چى د طالبانو تر نسکوريدو وروسته په افغاني ټولنه کى ښځى لا زيات په ټولنه کى تر سترګو کيږي.


له ٢٠٠ څخه زياتو په لويه جرګه کى ګډون کړى و. د دوى غږ اوريدل شوى ، چى بيلګه يي د پخواني ولس مشر برهان الدين رباني څخه د هيواد د ورانيدو پوښته وه. دغه راز تلويزيون د ښځو تصويرونه هم ښودلي چى دوى چادري ګانى نه وى پر سر کړي او يوازى ټيکري يي پر سر اچولي وو.


خو پخپله د چادري موضوع ناندره اييزه ده، په ځانګړي توګه د ځوانى طبقى نجونى چى چادري ته د طالبانو سره تړاو ورکوي.


د کابل د رابعى بلخي ښوونځي زده کوونکى فرشتى معصومي وويل: ما د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو وختو کى چادري نه په سروله. ما ورته وويل چى د سر، مخ او لاسو د پټولو غوښتنه کيداى شي د طالبانو له خوا وي خو د اسلام په دين کى دا غوښتنه نه ده شوى.


که څه هم د طالبانو له خوا ښځو ته د سختى سزا ورکول چى وروسته په زور زياتي بدل شو دومره غښتلى ثابت شو چى په پاى کى يي هغه د مراعات کولو له پاره اړ ايسته.


طالبانو په ١٩٩٦ کال کى له هغه وروسته په ټوله نړۍ کى د ظلم او تشدد د کولو له امله شهرت تر لاسه کړ چى د لويديځ د تلويزيون يوى ډلى د امر باالمعروف او نحى عن المنکر چى د رژيم ويرونکي مذهبي پوليسو د ادارى غړي فلمبرداري کړي و چى ښځى يي د بيسکلونو په زنځيرونو له دى امله وهل چى د دوى په آند يي جامى د بهر له پاره مناسبى نه وى.


د ښار د پيداګوژي د انستتيوت استاده صحرا قيومي چى د طالبانو تر نسکوريدو وروسته د چادري پر ځاى لوى ټيکرى پر سروي وايي: چى چادري پر سر کړم نو ځان را ته زنداني ښکاري- او زما سر خوږيږي، او دا سرخوږې تر هغى له منځه نه ځي تر څو چى بيده نه شم. د خپګان ځاى دى چى پنځه کاله طالبانو موږ په دى درد کى وساتلو.


د ښځو د چارو د وزيرى مرستياله ډاکتره شفيقه يرقين وايي: چادري په افغاني کلتور کى رښتينى ريښه نه لري. هغى ادعا وکړه چى ښځو په کليو او بانډو کى نه پر سروله. دا پر موږ د طالبانو په وسيلى ، پاکستانيانو تحميل کړى ده. له نارينه و څخه د مخ پټول يو وروسته پاتى عمل دى.


هغى استدلال وکړ چى يو پلا دموکراتيک حکومت د ملګرو ملتونو د اعلاميو پر بنسټ بشري حقونه او د ښځو حقونه مراعات کړي نو ډيرى ښځى به چادري يا بوقره وغورځوي. هغى وويل له دى وروسته به موږ ځان مصونه احساس کړو چى د چادري ليرى کول به خصومت نه راپاروي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists