د بشري حقونو پلوي
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون مشره، سيما ثر په خپل هېواد کې د يوې عادلانه ټولنې د جوړولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
د بشري حقونو پلوي
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون مشره، سيما ثر په خپل هېواد کې د يوې عادلانه ټولنې د جوړولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون د کابل دفتر له نهيلو او مايوسو نارينه او ښځو څخه ډک دی، چې د مرستې لپاره هلته راغلي او په زغم له ساعتونو راهيسي انتظار باسي.
په هغوی کې يو شمېر پلرونه د خپلو ورکو شويو زامنو په اړه اندېښمن دي، چې ښايي تښتول شوي وي. يو شمېر رټل شوې مېرمنې له خپلو ميړونو څخه د جلا کېدو په لټه کې دي. يو شمېر خلک د محکمو او پوليسو له خوا د خپلو خپلوانو د بندي کېدو له امله په شکايت راغلي دي، چې وايي په ناحقه پرې د فساد تور لګېدلی دی.
د کميسون د مشرې، سيما سمر او د هغې د ډلې لپاره دا د کار يوه بله ورځ ده. هغه وايي: ((له هرې ښې کيسې سره موږ 20 بدې کيسې اورو.)) نوموړې يوه خوشبينه مېرمن ده، خو دا مني: ((کله ناکله هېڅ نه پوهيږم، چې څه وکړم!))
افغانستان لا له هغه دولت سره ډېر واټن لري، چې خلک په کې له بشپړو بشري حقونو څخه برخمن وي.
د طب ډاکټرې، سيما سمر له خپل هېواد سره د مرستې په موخه د مدني حقوقو فعاليت ته مخه واړوله، چې له ډارونې او ان د وژنې له ګواښونو سره مخامخه شوې ده.
سمر تر هر چا دمخه د خپل د ژوند د خوږ ملګري د له لاسه ورکولو تريخ ګوټ څکلی دی. د هغې لومړنی مېړه د کمونيستاتو د واکمنۍ پرمهال بندي او ورسته ووژل شو او هغه يې له يو ماشوم سره يوازې پرېښوده. نوموړې بيا بل واده وکړ.
د کمونيستانو د واکنمنۍ او تنظيمي جګړو پرمهال هغه پاکستان ته لاړه. هلته اوولس کاله واوسېده او د کويټې په شاوخوا کې د کډوالو په کمپونو کې يې کار وکړ.
نوموړې د لومړې ځل لپاره په 2002 کال کې هغه مهال نړيوال پام ځانته راواړاوه، چې د بيړنۍ لويي جرګې مرستياله وټاکل شوه. خو هغه مهال چې د څوکۍ د نيولو لپاره له ځايه پورته شوه، د محافظه کارو استازو له شور او زوږ سره مخامخ شوه او له هغې يې وغوښتل، له هغه تور څخه بښنه وغواړي، چې په خپلې يوې وينا کې يې پر بنسټپالو باندې له شريعت او اسلامي قوانينو څخه د سرغړونې له امله لګولی و. د جمعيت اسلامي بنسټپال تنظيم خپرونې، پيام مجاهد محافظه کارې ورځپاڼې هغه نامسلمانه ګڼلې وه.
په لنډمهالې ادارې کې هغه د حکومت د مشر، حامد کرزي د پنځو مرستيالانو څخه يوه مرستياله او د ښځو د چارو وزيره وه. پروسږکال هغې ته د جان ايف کنيډې د زړورتيا جايزه ورکړ شوې وه. سره له دې چې خپل ژوند يې له ګواښ سره مخامخ و، سمر د افغاني ښځو د حقونو په اړوند د پام وړ زړورتيا څرګنده کړې او د هغو ټولو په زړونو کې يې د هيلې غوټۍ رازرغونې کړې وې، چې د نړۍ په ګوټ کوټ کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.
سمر د هغې ورځې په تمه ده، چې قانون حاکم وي، خلک د بشپړو حقونو، لکه د وينا له ازادۍ او زده کړې، برخمن وي، خلک د ژوند سم شرايط ولري او د ټوپک سيوری پرې نه وي.
د يوپنځوس کلنې سيما سمر په شونډو تل موسکا ليدل کيږي، سره له دې چې ډاروونکی دنده يې په مخ کې پرته ده. هغه وايي: ((که د دېرشو کلونو په مودې کې رښتينې مدني ټولنه افغانستان ته راشي، نو هله به احساس وکړو، چې بريالي يو.))
د افغانستان له هرې برخې څخه خلک د سيما سمر 330 تنو کارکوونکو لرونکې ادارې ته راځي، چې د هغو لپاره يوازينۍ هيله ده. هغه وايي: ((خلک راځې او موږ ته خپل شکايتونه اوروي. موږ د هغوی اسرار پټ ساتو او پېښې (موضوعګانې) يې (د اړتيا پر مهال) حکومت ته استوو.))
دغه کميسون، د 2002 کال د جون په شپږمه نېټه له پرانستل کېدو راهيسې د بشر له حقوقو څخه د سرغړونې له 2500 څخه زياتې پيښې څېړلې دي. د نوموړي کميسون د سرغړونو د څانګې د وينا له مخې يې په سلو کې اويا پېښې او موضوعګانيې په بري سره حل کړي دي. سمر وويل: ((دا (کميسون) د افغانانو لپاره ښه هېواد ته د اوښتون په هيله د ژمنو افغانانو له خوا چليږي.))
د کميسون څانګې په شمال کې له بلخ، کندوز، بدخشان او ميمنې څخه نيولې په سهيل کې تر کندهار او پکتيا او له پلازمينې څخه د مرکزي ولايت تر باميانو او په لوېديځ کې تر هرات پورې رسيږي.
مرکزي دفتر په يوې عصري ودانۍ چې په يوې محفوظ حويلى کې پروت دی. سمر د يو کوږ (منحني) مېز شاته ناسته ده او روښانه ابي رنګه کميس پرتوګ او خاکي واسکټ يې په ځان دي، چې د يو نارينه په څېر ښکاري. لنډ مۍ او ورېجې وېښتان يې څه ناڅه په سپين دستمال باندې پوښلي دي.
هغې د خپل کميسون د کار عمده پنځه برخې داسې وپېژندلې: ښځو ته د هغوی د حقونو ورپېژندل، ښځو او نارينه وو ته د بشري حقونو زده کړه، له کوچنيانو سره د ناوړه چلن په هکله څېړنې، د بشري حقونو د سرغړونو په هکله څېړنې او په راتلونکې د محاکمې لپاره د معلوماتو د راټولولو په ګډون د منځمهالې عدالت له ټينګښت سره مرسته.
کميسون په بري سره د نارينه او ښځو د برابرو حقونو لپاره مبارزه وکړه او هغه يې په اساسي قانون کي وکښل. اوس ښځو ته د هغوی د حقونو په اړوند د معلوماتو د چمتو کولو پروګرامونه ترلاس لاندې دي. نوموړې وايي: ((موږ د هغو ښځو په اړوند څېړنې پيل کړې دي، چې د خپلو ميړونواو پلرونو کورنه يې د ناوړه او غير انساني چلن له امله پرېيښې دي. په دې هېواد کې هره ښځه، چې له کوره وتښتي، بند ته اچول کيږي. له دې امله موږ زيار باسو هغوې راخوشې کړو. خو موږ نه غواړو هغوی بېرته خپلو کورونو ته ولاړې شي، ځکه يو ځل به بيا له کوره وتلو ته اړ شي. موږ زيار باسو حکومت هغوی ته استوګنځي جوړ کړي او د کار کولو زمينه ورته چمتو کړي.))
د بشري حقونو په اړوند پراخ پروګرام له ملايانو، ښوونکو او زده کوونکو، پوليسو، مامورينو، عسکرانو او له ملي اردو او په دې وروستيووختونو کې له بېوسلې شويو ملېشو سره تر لاس لاندې نيول شوی دی.
سمر وويل، له غيرحکومتي موسسو او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق په ګډون د کميسون تر ټولو ستراو مهم کمپاين د ماشومانو د تښتولو له مخ په زياتېدونکې ستونزې سره مقابله ده.
له تير يو نيم کال راهيسې څو سوه ماشومان د جنسي تيريو، مرييتوب، په کوچني عمر کې د واده او يا کاسيرۍ (فحاشۍ) په موخه تري تم شوي دي. يو شمېر يې بهر وړل شوي او نور پاتې يې د هېواد نورو برخو ته تښتول شوي دي.
سمر وويل، له دې کار سره د مبارزې لپاره زموږ کميسون د ماشومانو دتښتولو په وړاندې په يوملي تدابيري پلان باندې کار کړی دی. په روان کال کې حکومت دې ستونزې ته دغبرګون څرګندولو له لارې ماشوم تښتوونکوته د سختې سزا ورکولو لارښوونه وکړه.
په همدې توګه کميسون هره مياشت د هېواد زندانونه ګوري او د هغو بنديانو د خوشې کيدلو په کله ګام اخلي، چې قضيې يې څېړل شوي او بيګناه ختلي وي. سمر وايي: ((د کميسون يوې غړې په هرات کې له يو زندان څخه د ليدلو پرمهال د لښتو يوه ګېډۍ وليدله. کله چې دې غړې ددغو لښتود کارونې په هکله پوښتنه وکړه، نو ورته وويل شول، چې بنديان له جزا پرته اقرار نه کوي.))
د منځمهالې دورې په قضاًََُ کې د کميسون کار د تېرو جنايتونو څېړنه ده. دا يوه داسې دنده ده، چې سرچينې غواړي، هغه چې اوس مهال د کميسون په واک کې نه شته. تر اوسه هغوی يوازی د مستندو پېښو په اړه معلومات راټولوي.
د بشري حقونو کميسون يوه خپرونه لري، چې ﻻد هغې له لارې د کورنيو غړي د خپلې کورنۍ د وژل شويو غړيو په هکله د پېښې جزئيات په د ې هيله خپروي، چې د سترګو ليدلي شاهدان ومومي.
هغه وايي: ((موږ له خلکو غواړو، موږ ته د (خپل وژل شوي خپلوان) او د وژلو د نېټې په هکله معلومات، که ولري، راکړي.))
سمر د کميسون د کار د محدوديتونو له امله ستړې ستومانه ښکاري نوموړې. وايي: ((موږ ټول لاس ته راغلي رپوټونه د ولسمشر دفتر ته سپارو.)) د پېښې د تعقيب مسووليت د هغه څانګې په غاړه دی، خو له دې امله چې مرکزي حکومت لا د هېواد ټولو څنډو ته نه دی رسېدلای، له دې امله د يو شمېر پېښو په هکله کوم ګام نه پورته کيږي.
هغه پوهيږي، چې يو شمېر افغانان د هغې له کارکوونکو څخه غير واقعې هيلې او توقعات لري. يو شمېر خلک له کميسون څخه داسې هيله لري، چې د جنايتکارانو په اړه قضاوت وکړي، خو موږ دا واک نه لرو.
هغه او د هغې کارکوونکي تر زيات فشار لاندې دي. نوموړې وايي: ((زه هره ورځ ډارول کيږم. نه پوهيږيم څو څو ځلې. ماته د هغه چا له خوا ګواښونه کيږي، چې د بشر له حقوقو سره مينه نه لري او د هغه چا له خوا چې جنايتونه يې تر سره کړي دي او د کميسون شتون ځانته يو خطر ګڼي.))
سره له دې، هغې، تاوتريخوالي ته د تاوتريخوالي ځواب په ټينګه ردوي. هغه وايي: ((موږ وسله وال ساتونکي نه لرو. که چېرته موږ په وسله والو ساتونکو ځانونه وساتو، نو څوک به زموږ د هېواد عادي خک وساتي. موږ په خدای ايمان او په خلکو باور لرو.))