د برښنا ځنډيدل خلک له يخنی څخه ريږدوي

د هلمند اوسيدونکي د ژمي په دې سختو شپو او ورځو کې د برښنا د کمبوت او نشتوالی له امله په تنګ راغلی دي.

د برښنا ځنډيدل خلک له يخنی څخه ريږدوي

د هلمند اوسيدونکي د ژمي په دې سختو شپو او ورځو کې د برښنا د کمبوت او نشتوالی له امله په تنګ راغلی دي.

Wednesday, 20 February, 2008
.



دهلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په ګډون د هلمند زياتره کورونه بيخي برښنا نه لری. نورپاتي يې د ورځی د يو يا دوو ساعتونو لپاره لري او همدومره پرې کيږي، چې د اوبو زيرمې پرې ډکې شي.



آن حکومتی ادارې برښنا نه لری. په زياترو ځايونو کې کارونه په ټپه دريدلی دی، په داسې حال کې چې ځايي راديو تلويزيون زياتره خپرونی نه شی کولای.



د لښکرګاه يو اوسيدونکی، شريف الدين وپوښتل:"د خدای لپاره! دا څه راز حکومت دی؟ څلويښت بيلابل هيوادونه دلته شتون لری. ايا هغوی دلته ما زې د جګری لپاره راغلی دي؟ ايا هغوی موږ ته د يو ښه ژوند زمينه چمتوکولای شی؟



د نوموړي څرګندونې د هغه ولايت د هرچا په خولو کې وي. زياتره خلک په مرکزي حکومت او نړيوالو پوځي ځواکونو باندې د ستونزې د نه حل پړه اچوي.



دهلمند والی، اسدالله وفا آی ډبليو پی آر ته وويل، چې هغه پخپله شخصآ دا موضوع مرکز ته رسولې ده. هغه وويل: "زه په دې وروستيو کې کابل ته تللی وم او د اوبو او برښنا وزير ته مې د برښنا د نه شتون له امله شکايت وکړ."



نوموړي والي زياته کړه، چې د اوبو اوبرښنا وزير، محمداسمعيل خان د مرستی ژمنه وکړه.



هغه وويل: "هغه د کجکی د برښنا د بند توربينونو ته د رسيدلی زيان د بيا رغاولو ژمنه وکړه. له دې امله هيله من يم، چې د برښنا ستونزه به په نژدې راتلونکې کې له منځه ولاړه شی."



د هلمند ولايت د برښنا د رياست مرستيال، انجنير محمدنبی وويل کابل د هغوی د وضعې په وړاندې د مسووليت احساس نه کوي.



هغه وويل: "موږ ددې ستونزې په اړه تل د (اوبو او برښنا) وزارته خبرکړی دی، خوهغوی زموږ په رپوټونو باندی هيڅکله هم غوږ نه دی ګرولای او زموږ ستونزو ته د رښتينو ستونزو په سترګه نه ګوری."



د منظمې برښنا د زيرمو هيلې د کجکي د برښنا په بند پورې تړلي دي، چی بايد د هلمند او د هغه ګاونډي ولايت، کندهار ته برښنا چمتوکوی. د امريکا متحده ايالتونو د برښنا د بند د بيا رغاولو لپاره د پنځو سوو امريکايی ډالرو ژمنه کړې ده، خو د طالبانو په وړاندی جګره، چې د کجکي د بند خواوشا سيمه ترلاس لاندې لري، د بيارغاولو کار په ټپه درولای دی. د برښنا نوموړی بند د۱۹۷۰ يمو کلونو په منځ کې د امريکا د متحده ايالتونو په مرسته جوړشوی دی. دا بند زوړ شوی دی او دغوښتنود پوره کولو لپاره ژور ترميم او بيارغاونې ته اړتيا لري. زاړه جنراتورونه د اړتيا وړ برښنا د توليد وړتيا نه لري او مزي يي زاړه او له کاره لويدلي دي . په همدې توګه د بند شاوخوا ته د درنو جګړو له امله د بند تاسيسانو ته هم د پام وړ زيان رسيدلی دی.



دا کار د هغو ګونګوسو لامل شوی، چې ګوندې بهرني ځواکونه د برښنا مزي له منځه وړي. دا خبره سوله ساتی نړيوال پوځ، ايساف په ټينګه ردوي.



نبی وويل:"کيبلونه اومزي د هغه ځای په سرغځول شوی دي، چې نړيوال پوځونه په کې ميشت دي. هغوی کيبلونه او مزی په ګوليو ولی او برښنا شنډوی. ايا هغوی ددې لپاره راغلي دي، چې زموږهيواد وران کړی او يا زيان راته راورسوي؟"



ددې ادعا په ځواب کې په هلمند کې د ايساف وياند، ډګروال سايمون ميلر آی ډبليو پی آر ته وويل:"داخبره بيخی ناسمه ده. موږ ولې داسې کارونه وکړو؟ هيڅ لامل نه شته، چې موږ کوم شي ته زيان ورسوو. موږ دلته د امنيت د تامين او بيارغاونې د کارونو لپاره راغلي يو. موږهيڅکله خلکو ته زيان نه دی رسولای اونه به يي په راتلونکې کې ورسوو."



پروسږکال هم دا ولايت د برښنا د پری کيدو او نشتوالي له ستونزوسره مخامخ و. خو داسې ګونکوسې روانې وې، چې په ۲۰۰۷ کال کې طالبانو کيبلونه اومزي پرې کړي دي.



په عين حال کې د هلمند والی وايي، چې هغه لا تراوسه هم مرکزي حکومت ته سترګې په لار دی، ترڅو د سيمې لپاره د بيارغاونې پلان منظورکړي.



هغه وويل: "ما شپږ مياشتی دمخه دا پلان ورکړی دی. له بده مرغه امريکايانو دا پروژه تراوسه پورې ځنډولې ده."



په داسې حال کې چې چارواکي د تورونو په اچولو بوخت دي، خلک له برښنا څخه بی برخی دی.



شريف الدين په غوسې وويل: "قسم دی، که زه د"برښنا" کلمه په خوله راوستلای شم. زموږ د کور مخامخ ته يوه هټۍ ده. هلته ماښام زموږ کوڅه ګيان راټوليږی او خپل ټول وخت په برښنا باندې په خبروتيروی."



دهلمند ولايت د حکومتی راديو تلويزيون رييس، عبدالمالک مشفق، چې د برښنا د نشتوالي له امله خلک د خبرونو او معلوماتو له اوريدوڅخه بې برخې دي.



هغه وويل: "راديواو تلويزيون د خلکو غږونه دي. موږ کله نا کله د برښنا د نشتوالي له امله يوشمېر خپرونې نه لرو. موږ دومره پيسې نه لرو، چې تيل واخلو او جنراتور چالان کړو. موږ له بلې حکومتي ادارې څخه تيل په پوراخلو اوله دې امله خپرونې کمې شوې دي."



هغه زياته کړه: " که د برښنا کمبوت همداسې روان وي، ښايي هغه اداره موږ ته تيل رانه کړای شي. هغه وخت به بيا څه کوو؟"



د هلمند ولايت دا اطلاعاتو او فرهنګ د رياست يو کارکونکی، عبدالله هم نا خوښه بريښد. هغه وويل: "موږ د کمپوټرونو او ليکنو لپاره برښنا ته اړتيا لرو .اوس کارونه په خپل وخت پای ته نه شو رسولای. دايوه حکومتی اداره ده! موږ جنراتورلرو، خو تيل نه لرو.اوس برښنا ته سترګی په لاريم، چې کار مې پيل کړم. "



آن د برښنا رياست پخپله برښنا نه لری. يوځوان يو خبريال ته د ورتګ بلنه ورکړه. هغه د ګازو په بخارۍ ځان تودولو .



هغه وويل: "په دی ورځوکی برښنايوه ستونزه ده. زه دلښکرګاه له اوسيدونکو ځخه دزيات زغم دزيات هيله لرم ."



دا ستونزه يوازې په هلمند پورې تړلې نه ده. کجکی ټول هلمند او د ګاونډوی ولايت کندهار يوی برخې ته برښنا ورکوي.



د سنګين د ولسوالی يو اوسيدونکي‎، انورخان وويل: "پخوا تردی دير زيات ښه و. موږ په کورونو کی رڼا درلوده او اوبه به مو خوټکولې. موږ د برښنا په نغري ډوډۍ پخولې. زما ميرمن ناروغه ده او ډاکتر ورته ويلي، چې له دود او لوګي څخه ځان وساتی. اوس مې کوچنۍ لور ډوډۍ پخوي، ځکه ډاريږي، نه چيرې موريي بيا ناروغه نه شی."



د موسی کلا د ولسوالۍ اوسيدونکي، عبدالباري چی په دې ورستيو وختونو کې د طالبانو له ولکې څخه ايستل شوی ده، هم د برښنا د نشتوالي له امله ناخوښه و.



هغه آی ډبليو پی آر ته وويل:" موږفکرکاو، چې اوس به د اړتيا ټول شيان ولرو. مګر دا مازې يو خوب و. هره ورځ نورشيان هم له لاسه ورکوو. زه په موسی کلا کې سابه پلورنکی يم. لس کوچنيان لرم. ته ووايه، چې بايد کورنۍ ته می ډوډۍ پيدا کړم او که جنراتور واخلم؟ حکومت داسی نه وی."



طالبان د ځايي اوسيدونکو هغومره پروانه ساتي. د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وويل:"موږ به هيڅکله امريکايان او افغان حکومت د برښنا د بند رغاونوته پری نه ږدو، آن که د خلکو کورونو ته برښنا راولي."



"سره له دي، چې حکومت خلکو ته د کجکي د برښنا په بند باندی د کار وعده ورکوي اوهلته د امنيت ډاډ ورکوي، خو خلک بايد د خکومت په ژمنو ونه غوليږي.



په عين حال کې د برښنا کمبوت ددې ولايت د اوسيدونکو په اوږو باندی يو بل مالي بار اچولای دی.



په لښګرکاه کې يو ميخانيک، عحب ګل وايي، د مور ليد مې ډير کمزوری دی. له دې امله يې يو جنراتور وپيريدلو، ترڅو کور پری روښانه کړي. هره شپه ورته د ۱۷۵ افغانيو تيل اخلي. هغه پوښتی:"دا د چا له وسې پوره ده؟ زموږحکومت ډيربيکاره او بی اغيزې دی."
Frontline Updates
Support local journalists