د باميانو د سمڅو اوسېدونکي

پارلمان اوسياست هغو خلکو ته لږه مانا لري، چې د باميانو د وران شوي بودا تر څنګ په غارونو او سمڅو کې اوسېدو ته اړ شوي دي.

د باميانو د سمڅو اوسېدونکي

پارلمان اوسياست هغو خلکو ته لږه مانا لري، چې د باميانو د وران شوي بودا تر څنګ په غارونو او سمڅو کې اوسېدو ته اړ شوي دي.

د افغانستان په مرکزي لوړو برخو کې د سمڅو اوسېدونکي د هغو خلکو په ژمنو باورنه کوي، چې راتلونکي پارلمان ته د ورتګ له لارې د هغوی په ژوند کې د بدلون د لاس ته راوړلو لپاره نارې سورې وهي، بلکې هغه ورته يوازې يوې معما ښکاري. د وږي د ٢٧ د پارلماني او ولايتي شوراګانو ټولټاکنو خبرونه د هغوى غوږونو ته رسيدلي، خو د ګوتو په شمېر خلک د هغې په مانا په بشپړه توګه پوهيږي.


دا د افغانستان ترټولو بېوزلي خلک دي، کورونه يې لکه د شاتو د مچيو په څېر د غره د ډډې د يوې ښويې برخې په غارونو کې دي، چې يو مهال د باميانو د بودا دوه زره کلنه مجسمه په کې ولاړه وه.


د سپينې ږيرې او کشړوپې (کنډاس، بې غاښونو) خولې خاوند، اته پنځوس کلن محمد داد ددې ځاى اصلي اوسېدونکى دى. نوموړي د ټولټاکنو نوم اورېدلی، خو پارلمان نه پېژني، سره له دې چې د نورو په څېر يې د رايې ورکولو کارت د هغه ځاى د سيمه ييزو کارکوونکو په مرسته تر لاسه کړى دى.


د هغه د پوهولو لپاره تر اوسه کوم کانديد نه دى راغلى.


محمد داد په باميانو کې د هلکانو د دوو ښوونځيو څخه په يو هغه کې ساتونکى دى، چې له کابل څخه د څه ناڅه ٢٤٠ کيلومتره وړاندې پروت دى. هغه د مياشتې ١٩٠٠ افغانۍ معاش اخلي . هغه په دې غارونو کې د ٣٠ کلونو را په دې خوا اوسيږي. يوازې درې ماشتې هغه له دې غارونو څخه د سيمه يزو هزاره ګانو او د طالبانو تر منځ د بېرحمه جګړو پر مهال د غرونو لوړو برخو ته تښتېدلى و.


هغه وايي: "زه نه پوهيږم، پارلمان څه شى دى." نوموړي زياته کړه، که ورباندې ټينګار وشو، نو "يو ښه سړي ته، " به رايه ورکړي "چې ورته ښه برېښېده".


تر هغه چې کانديدان د رايو د غوښتلو لپاره غارونو ته د تګ زړه ورتيا پيدا نه کړي، محمد داد به په بازار کې پوسترو ګوري. هغه او د هغه کورنۍ،ښځه، درې لوڼې او دوه زامن، لکه د نورو په څېر رادېو، تلويزيون او يا برښنا نه لري. نه هلته روانې اوبه شته او نه د حفظ الصحې شرايط.


دا ښار د افغانستان په مرکزي برخه کې (له سمندر څخه) څه ناڅه د ٢٦٠٠ مترو په لوړو کې پروت دی. لوى او کاږه واږه کوچني غارونه لري، چې يو مهال د بودا د دوو سترو مجسمو کور و.


محمد داد وايي، چې د ٣٥٠ او ٤٠٠ تر منځ کورنۍ، چې هر يو يې په منځني ډول پنځه غړي لري، په جلا غارونو کې استوګنه کوي، چې پېړۍ پېړۍ دمخه د بودايي ديني کارکوونکو له خوا د استوګنې لپاره جوړ شوي او د چين او هند ترمنح د فرهنګي ليکې په څلور لارې کې پروت دى.


نورو خلکو هم په غارونو کې د اوسېدونکو کورنيو نوموړې شمېره وښودله. ددې سيمې شاوخوا لوړ غرونه راتاو شوي دي، چې د رڼا له لوېدو سره سم خپل رنګ له سور څخه بيا ژيړ او خړ او شين ته اړوي.


د بودا څېره يو بوداي مذهبي مشر توږلې وه، چې لويې يې 55 متره او کوچنۍ يې 39 متره لوړوالی درلود.


طالبانو د 2001 کال په مارچ کې د ټانکونو د ګوليو او راکټونو په ويشتلو د هغوی د ورانولو هڅه وکړه او له سيمه ييزو خلکو يې وغوښتل چې په دې دندې کې ورسره مرسته وکړي.


محمد داد آی ډبليو پي آر ته وويل: ((طالبانو زه او په غارونو کې نور اوسيدونکي دې ته اړ ايستلو، چې د مجسمې سرته وخيژو او دهغوی په سوريو کې سپين رنګه چاودېدونکې مواد واچوو. وروسته يې په هغوی ډزې وکړې او ويې چولې.)) محمد داد زياته کړه، چې هغوی ته د کار په وړاندې د ورځې د يو ډالر په انډول مزدوري ورکول کېده.


د هغه يوه ګاونډۍ شل کلنه شکيلا ده، چې د څلورو اولادونو مور ده او پنځم يې په نس دی. هغه د سيمه ييزو او ملي سياستوالو په پرتله په سمڅو کې داوسېدو په ستونزو ډېره ښه پوهيږي. د هغې مېړه وزګار دی، چې کله ناکله ورته کار پيداکيږي.


هغه په ډېرې نهېلېتوب، په داسې حال کې چې اولادونو او د اولادونو ملګرو له جامو راکښله، ترڅو يې د لمبا لپاره نژدې ويالې ته يوسي، چې له هماغې څخه د څښلو اوبه هم راوړي، وايي: ((زه په دې سمڅه کې زېږېدلې يم، دلته واده شوې يم او همدلته به زړه شم.)) هغه وايي: ((کلينکونه له دې ځای څخه ډېر وړاندې دي. دلته موټر نه پيدا کيږي. زما له څلورو اولادونو څخه درې يې دلته زيږېدلي. څلورم ماشوم مې په روغتون کې زيږېدلی، ځکه چې په کور کې شونې نه وه.))


ماشومانو روښانه جامې اغوستي او پرته له دې چې پوزې يې بهېدې، په ښکاره توګه نور روغ رمټ ښکارېدل. هغوی زيات تمرين کوي. کوچنيو ماشومان ښوونځيو ته په نژدې دوو ساعتونوکې تګ راتګ کوي خو لويان يې نوموړی واټن له يو ساعت څخه په لږ وخت کې وهي.


يو شمېر په سمڅو کې ژوند ته په فيلسوفانه سترګه ګوري.


نولس کلنه نېکبخته اود هغې څلور مياشتنی ماشوم پاس د يوې لوړې ښويې ډبرې په يوې سمڅې کې اوسيږي، چې له ډبرو څخه په توږل شوي زينو ورته خيژي. هغې خپله لور سکينه په خپلې غېږ کې ټينګه نيولې وايي: ((زه دلته خوشحاله يم. بله چاره نه لرم.))


هغه د خپلې مور او پلار د سمڅې مخې ته ولاړه ده. هغه سمڅه څلور متره اوږدوالی او دوه متره سور لري، هغه يوه تياره سمڅه ده. د هغې سپين رنګه ديوالونه د دوو مترو په لوړوالي د هغې تر ډبرين چت پورې رسيږي.


د هغې پلار، پنځه دېرش کلن محمد ايوب په دې سمڅه کې له خپلې مېرمنې او څلور اولادونو سره اوسيږي. ايوب وايي: ((موږ پروسږکال له ايران څخه راستانه شو او دلته ځکه اوسيږو، چې د اوسېدو لپاره بل ځای نه لرو.))


لږ تر لږه هغه ته د بودا له ويجاړېدو ګټه رسېدلې ده. نوموړی د هغې په پاتې شونو او ماتو ټوټو باندې کار کوي.


ايوب د لوی بودا ماتې شوې ټوټې راټولوي او پاکوي يې، چې د نړۍ له چيغو او سورو سره سره د طالبانو له خوا وچول شو. له هغې څخه يوازې سترې ډبرې او ټوټې پاتې دي.


ايوب وايي: ((ماته ددې کار په وړاندې د ورځې دوه سوه افغانۍ راکوي او له دې لارې خپل ژوند مخکې وړم.))


نوموي ددې سمڅې مخې ته دلرګي چوکاټ، کړکۍ او ښيښې ايښی، چې لمر او تودوښه يې سمڅې ته ننوزي. د سمڅې دننه يوه روښانه ماشينې غالۍ، پر دېوال ځړېدلي شيان، په شړيو پوښل شوي فلزې بکسونه، يوڅو بالښتونه ددې کورنۍ شتمني ده. د دروازې دننه يوه نرۍ او کوچنۍ لاره د پخلي لپاره ځانګړې شوې او د ګازو په يو بالون باندې نغری جوړ شوي دي.


نېکبخته په خپل ژوند باندې له قناعت سره سره د راتلونکې لپاره اندېښمنه ده. هغې او د هغې وزګار مېړه له ايران څخه د راستنېدو راوروسته خپلې ټولې ګاڼې او پسولونه وپلورل او تر اوسه په هغې باندې ژوند کوي.


د هغې او دهغې د مور او پلار کوټې دواړه د ښي لوري وازيږي. د نېکبختې کوټه يو څه لويه ده او د يوې پردې په واسطه بېله شوې ده. يوه سره غالۍ، دوه ډکې شړۍ او بالښتونه د ديوال غاړو ته ايښي دي. د موادو د ساتلو يو لوښی او په ديوال ځړېدلې هينداره د هغې د کور شيان دي.


له ګاونډي سره په يو متر لاندې شريک ځای کې يو تور نری تونل د غره دننه غځېدلی دی. دا د هغه کورنۍ د څاروي (خر) غوجل ده، چې هره ورځ په دې ښويه غره خيژي او ښکته کيږي او له ويالی څخه د لسو بوشکو په شاوخوا کې اوبه راوړي. د لارې يوې غاړې ته څومتره ژوره کنده پرته ده.


اوولس کلن رحمت الله، چې د هغې تر څنګ د خپلې کورنۍ په سمڅه کې اوسيږي، آی ډبليو پي آر ته د بېوزلتوب او ناروغتيا سره د مبارزې په وړاندې د خپلې پرېکړې په اړه څرګندونې وکړې.


د شپږم ټولګي نوموړې زده کوونکي وويل: ((زه ښوونځي ته ځم او غواړم، چې ډاکټر شم. د ټولو ناروغانو خدمت به وکړم.))


د اګست د مياشتې ماښام د ژمي يخني راوړي، د سمڅو اوسېدونکي د هندوکش د غره په لمن کې د سخت ژمي لپاره چمتوالی نيسي.


له سمڅو بهر د ډبرو په دېوالونو باندې د خرو او يا نورو څارويو تپيکې تپل شوي دي. ځينې يې ګردې ګردې دي. نورې يې د ډبرو له سکارو سره يوځای شوي او دخښتو په څېر جوړې شوې دي.


هغه مهال چې د غره په لمنو واورې واوريږي، نو د سون دا مواد په بخاريو کې د تودوښې او پخلي لپاره کارول کيږي. دا د پخوانيو انسانانو استوګنځايونه هم په ګوته کوي، چې سمڅې او دروازې به يې په لوګو تورې وې او پرمختګ يې هېر کړی و.


Frontline Updates
Support local journalists