د بلخ سوداګر له برمتې ډاريږي

د ټولټاکنو پر مهال برمتو او تښتونو زياتره سوداګر دې ته وهڅول چې کاروبار وځنډوي او خپلې پيسې بهر ته انتقال کړي.

د بلخ سوداګر له برمتې ډاريږي

د ټولټاکنو پر مهال برمتو او تښتونو زياتره سوداګر دې ته وهڅول چې کاروبار وځنډوي او خپلې پيسې بهر ته انتقال کړي.

. پر بدن يې د تښتوونکو د وهلو ډبولو نښې نښانې ښکاري. سترګې يې ګنډل شوې وې؛ وهل ډبول شوى او لاسونه يې ټينګ تړل شوي وو. تغمې يې لا تر اوسه په مړوندونو کې ښکاري.



په حيرتان کې د تېلو د ستيشن خاوند، جمشيدي د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو يوه ورځ دمخه د اګست په ١٩ تښتول شوى و. دوه ورځې وروسته د اسعارو يو بدلوونکى هم په مزراشريف کې و تښتول شو.



دا لا څرګنده نه ده چې آيا تښتونو راسا له ټولټاکنو سره تړاو درلود او که نه. خو تاوتريخوالي د ټولټاکنو د مبارزو پر مهال او له ټاکنو راوروسته زور اخيستى. زيات خلک په دې باور دي چې دا دواړه يو له بل سره تړاو لري.



په نتيجه کې په لسګونو سوداګرو وپتېله چې لږ تر لږه په موقتي توګه خپل کاروبار ودروي. هغوى وايي، کله چې د شکمنو ټولټاکنو او بېنظمۍ دوړې کښيناستې، نو وبه ګوري چې له هغه وروسته څه وکړي.



په بلخ کې د دوو کلونو دمخه د وسله والو غلاوو او تښتونو خاطرې لا د خلکو په سرونو کې ژوندۍ پاتې دي. هغه مهال ډېر شمېر سوداګرو په مزارشريف کې خپل کار و بار بند کړى او خپلې پانګې يې عربي متحده امارتونو، چين او پاکستان ته انتقال کړې وې.



ورسته بيا پوليس لاس په کار شول. هغوى تر شک لاندې څو تنه مجرمان په مزارشريف کې د خپل مرکز په هغه کور کې ووژل چې ويل کېدل خپل عمليات به يې له هغه ځايه سرته رسول او تښتول شوي افراد به يې په کې ساتل. د شکمنو تښتوونکو يو بله ډله نيول شوې وه.



ډار او ترهه په خلکو کې کمه شوه او سوداګرو بېرته خپل کاروبار پيل کړ. د کابل په څېر د افغانستان په نورو برخو کې د پېسو په وړاندې برمتې زياتره پېښيږي. د کره شمېرو لاسته راوړل ستونزمن کاردى، خو د اټکل له مخې هره مياشت يو شمېر خلک د پيسو په وړاندې تښتول کيږي. زياتره شته من خلک له ساتونکو پرته له کوره نه وځي.



په بلخ کې له ښايسته يو مهاله دا لوبه روانه ده. ددې کال په سر کې ناپېژندل شوو خلکو د حيرتانو د تېلو د رياست مرستيال، ګل خان احمدي وتښتاوه. مړى يې د شولګرې په ولسوالۍ کې د سيند پر غاړه وموندل شو. حکومتي مامورينو وويل هغه د شخصي تربګنيو له امله وژل شوى و. پوليسو ظاهرا د هغه د مړي د موندلو په اړه د پام وړ پلټنه ونه کړه او نه يې د هغه قاتلين وموندل.



وروسته سمدلاسه د ټاکنو په درشل کې دوه نور سوداګر وتښتول شول.



د اسماعيل د وينا له مخې هغه په کارته لګن کې خپل کور ته روان و، چې وسله والو ودراوه او په چلوونکې يې ورته ډزې وکړې او ټپي يې کړ. اسماعيل وويل چې د هغه سترګې وتړل شوې او په ښار کې يو کاله ته يوړل شو، هلته د څو ورځو لپاره وساتل شو او شنکجه شو.



اسماعيل وويل هغه ته د پوليسو د نه خبرولو له ګواښونو وروسته د هغه کورنۍ په کابل دوه سوه زره امريکايي ډالره خونبها ورکړه. هغه وويل لومړى تښتوونکو غوښتنه کړې وه چې د هغه کورنۍ دې دوه ميليونه ډالره د روسيې يو بانک ته انتقال کړي. اسماعيل وويل، وروسته بياپه لږو پيسو راضي شول او د مزارشريف د دشت شور په سيمې کې د شپې له خوا خوشې شو.



د اسعارو د هغه بدلوونکي په اړه تراوسه کوم خبر نشته چې له اسماعيل څخه يوه ورځ وروسته وتښتول شو.



د برمته شوو خلکو خپلوان زيار باسي چې پوليس له موضوع خبر نشي. هغوى وايي پر پوليسو باور نشي کېداى. د کابل په څېر د افغانستان په نورو ځايونو کې هغوى خبره لا پسې خرابوي او برمته کوونکي زياتره خپل برمته شوي خلک وژني.



په عين حال کې په مزارشريف کې د بلخ د والي، عطامحمد نور او مرکزي حکومت تر منځ تاوتريخوالي خلکو ته اندېښنه پيدا کړې چې هره شېبه يوه ناوړه پېښه رامنځته کېداى شي.



عطا په ټولټاکنو کې برحال ولسمشر، حامد کرزى وننګاوه او په ښکاره يې د ډاکټر عبدالله ننګه وکړه. ولسمشر څو څو ځلې د عطا د ګوښه کېدو او ليرې کولو هڅه وکړه، خو تراوسه بريالى شوى نه دى.



لکه څنګه چې نوموړو دوو برمتوو او يرغمل نيولې د سودا ګرو ډله له ډار سره مخامخ کړې ده، کېداى شي دا يو څرګند تاوتريخوالى وي.



پايلې لا له ټولټاکنو يوه مياشت وروسته هم نا څرګندې دي. د لومړنيو پايلو له مخې کرزى له نورو دمخه دى، خو د ادعا شوو درغليو کچه دومره پراخه ده چې کېداى شي ولسمشر د لومړي پړاو له بري څخه بې برخې کړي.



په داسې حال کې چې په کابل کې د ټاکنو په اړه يو پر بل باندې د تورونو د پورې کولو لړۍ روانه ده په بلخ کې وضعه له ګورت څخه د وتلو په حال کې ده.



د بلخ ولايت د امنيتي چارواکو د وياند، شېرخان دراني په وينا خلک زيات باور نه کوي چې وايي د پخوا په څېر به ډېر ژر تښتوونکي ونيسي.



د سوداګرو ټولى د زياتو او رنګارنګ اوازو او نظريو تراغېز لاندې دى.



يو سوداګر چې غواړي نوم يې پټ پاتې شي، وويل: "په دوو پېښو کې برمته کوونکو يوازې پيسې غوښتې وې. دا کېداى شي سړى په دې اند کړي، ګواکې د هغې تر شا د نوماندو لاس وي، چې په ټاکنو کې پاتې راغلي او غواړي په کمپاين کې لګول شوې پيسې بېرته لاسته راوړي. او يا دا چې هغوى شريک جنايتکاران وي او غواړي د بايلونکو نوماندو په اړه شک راپيدا کړي."



د بلخ د سوداګرۍ د خونو مشر، سيد طاهر روشنزاده وويل: "فکر نه کوم هغه چا چې ځانونه يې نومولى دي، او د خلکو د ګټې په فکر کې دي او دموکراسي او د قانون حاکميت پياوړې کوي، په دې ډول فعاليتونو کې لاس ولري."



خو که داسې هم وي سوداګر نه غواړي په ځان خطر ومني.



د ودانيو د موادو د واردوونکو شرکتونو استازي، غلام نبي وويل: "زيات شمېر سوداګرو خپلې پيسې له افغانستان څخه ايستلې دي او د ټولټاکنو د پايلو له اعلان دمخه څه شى نه واردوي. د بلخ سوداګرو خپل مالونه د ازبکستان او افغانستان تر منځ سرحد کې ځنډولي دي. هغوى د يرغمل نيولو او د هغو ځينو نوماندو د ګواښونو له امله ډارېدلي، چې وايي که ټاکنې ونه ګټي نو پايلې به يې ونه مني."



عبدالله او د هغه ډلې په ډاګه ويلي دي، سره له دې چې د تاوتريخوالي دفاع نه کوي، خو که د دغلباز کرزي برى په خلکو وتپل شي، نو د خپلو ملاتړو د کنترول وسه به ونه لري.د عبدالله ترڅنګ په څرګند ډول د عطا پلويتوب د څرګندې اندېښنې وړ دى او دا اندېښنې به تر هغه وجود ولري، ترڅو د ټاکنو موضوع هواره شوې نه وي. خو د چارو د روان حالت له مخې کېداى شي د پايلو اعلان مياشتې مياشتې ونيسي.
China, Uzbekistan, Russia
Frontline Updates
Support local journalists